د سولې او روغې جوړې په اړه عام ذهنيت او د ولس اندېښنې!

د دوو متخاصمو(دښمن)ډلو تر منځ سوله او روغه جوړه کول يو انسانې مکلفيت او يو ضرورت دی،او په تېره بيا د مسلمانانو تر منځ سوله کول خو يو الهي او اسماني امر دی.

زموږ پدې جګړه ځپلې هيواد افغانستان کې چې دا څلوېښت کاله تر مختلفو نومونو لاندي د مختلفو ډلو ټپلو ترمنځ يوه اوږده ،بې ګټې، او پردۍ تپل شوې جګړه روانه ده، ورسره څنګ کې هر وخت د سولې او روغې جوړې خبري هم رواني وي.

خو دلته د سولې لپاره هره ډله زيات شرطونه او بېل تعريف لري، راځو دېته چې اوسنۍ سوله او اوسني شرايط او دغه دواړه متخاصمي او دښمني ډلي د سولې په نوم څه غواړي؟

طالبان او حکومت دواړه د جنګ او جګړې په شدت سره غواړي يو او بل تضعيف او د سولې په اړوند هرطرف کوشش کوي زيات امتياز واخلي، معنا داچې دواړه طرفه سوله غواړي، خو هغه سوله چې ددوی په کښي ګټه خوندي وي.

داچې په جګړه کې اصل متضرر ملت دی، ځکه د جګړې د دواړو خواوو بشري قوه د همدې ملت د بچيانو څخه تشکيل شوي ده، نو په جګړه کې د ملکې او بې طرفه خلکو په شمول د دواړو خواوو بشري او انساني تلفات په اصل کې ټول د ملت دی، نو دلته بايد ملت د سولې په اړه فيصله او قضاوت وکړي، نه د جګړې ښکېلي خواووي!

يقينا چې سوله د دواړو طرفينو يو ضرورت او قطعا د تسلېمي په معنا نه ده، نو دلته دواړو خواوو ته لازمه ده چې مقابل لورې ته د حسن نيت په ښوودلو سره، اول د ځينو بنديانو تبادله وکړي،

او بيا په مؤقت اوربند خبري وکړي، جګړه متوقفه کړي، او د مستقيمو مذاکراتو د پيل لپاره هر لوری يو باصلاحيته هيئت وټاکې.

سوله او روغه جوړه هم د جرګې او مرکې له لاري راځي ،او جرګه او مرکه د يو درېيمګړی
(ثالث بالخير)په توسط د جانببنو د رضايت په صورت کې تحقق مومي، بناء د جګړې دواړو خواووته لازمه ده چې د ملت له متن او بطن څخه، اهل خبره، متنفذ او مخور اشخاص، سياسي احزاب، مدني ټولني، د ځوانانو استازي را وغواړي او له هغوی سره تر مشاورې وروسته د دواړو ډلو د خپلو هيئتونو په شمول ددې معضلې د حل او د يو قانوني حکومت د جوړولو طرحه په اتفاقي شکل جوړه ،او د ملل متحد تر نظارت لاندي تطبيق کړي.

دا يو مسلم حقيقت دی چې طالبان بيا د دوهم ځل لپاره په هغه شکل چې مخکې ددوې اسلامي امارت وو، هغسي نشي راتلاي ،او نه دا اوسني شرايط، او يويشتمه پېړۍ دا ايجابوي چې طالبان دي بيا هغسي په خشن ډول خپل سری امارت جوړ کړي چې هيڅ کوم اصول او خط مشی يې نه درلودل ، او د ټولني له نيازمنديو، احتياجاتو او حالاتو سره يې هېڅ سمون نه خووړ، او نه نړيوال او په تېره بيا امريکا دا مني چې د تېرو اتلسو کالونو لاسته راوړنې دي هدر او بې معنا ولاړي شي.

نو دلته واضح ويلای شو چې طالبان چې راځي د اوسني نظام په ليکو کې به مدغم کېږي او له سيستم سره به ځان عياره وي.

يعنې نالوستې او د ټيټې کچې افراد به يې تر يوې پروسې وروسته د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جذبېږي، د لوړي او منځنۍ کچې ملايان او طالبان به په ستره محکمه، څارنوالي، قضاء، حج اوقاف او...... ادارو کې د خپلې علاقې او توانمندۍ ، تحصيلاتو او زده کړو د په نظر کې نيولو سره سم استخدامېږي.

چې دا طرحه هم ملت او هم نړيوالو ته د منلو وړ ده، خو دلته اوس د سولې مانع څوک دی؟
د سولې مانع هغه افراد او اشخاص دي چې په جګړه کې يې منافع خوندي او د ميلياردونو ډالرو.