
دا خو ټولو ته معلومه ده چې موږ په افغانستان کې ډيموکراسي او ولسواکې نويه تجربه کوو، او پدې برخه کې طبعا به له يو لړ ستونزو سره مخامخ يو، خو ددې معنا دا نده چې زموږ چارواکې دي خپله د ډيموکراسي او ولسواکې د تحقق مانع او خنډ وګرزي.
موږ چې د همدې ډيموکراسي د تحقق په ارمان د ورځې په لس ګونو د مسلح قواوو اتل سرتېري د جګړې په لمړۍ کرښه کې قرباني ورکوو، لازمه ده چې دولت او حکومت مو په بشپړه توګه قانون او ولسواکې ته ژمن او متعهد و اوسې.
چې بحث مو اوږد نشې راځم د ټاکنو په بهير يو بې طرفانه او له هر راز تمايل څخه خالي نظر له تاسو سره شريک کوم!
د کرزي صيب په وخت کې له مؤقتې ادارې راوروسته چې په هيواد کې هر ځل ټاکنې شويه دي، بدون شک له خپل ځان سره يې يو لړ ستونزي او مشکلات درلودل.
او دا په ټوله نړۍ کې يو منل شوی معمول دی، چې په ټاکنو کې بريالۍ ډله د ټاکنو له بهيره خوښ او بايلونکې ډله بيا خپل اعتراضات لري، خو دلته په افغانستان کې د نورو اموراتو تر څنګ د ټاکنو بهير هم له نورې نړۍ متفاوت دی.
د افغانستان غيرتي ولس د ټاکنو په وخت کې زياتي قربانۍ ورکوي.
دکاندار، تجار، دهقان ، ډريور،غريبکار ،معلم ،کارمند دولتي او غيردولتي او...............
کسان په ليري پرتو سيمو کې د امنيتي مشکلاتو برسېره نور هم زيات تکاليف وګالي او د يو اميد له مخې په ډېرو بدو حالاتو کې ولاړشي او د ټاکنو په مراکزو کې د خپلې خوښې نوماند ته رايه وکاروي.
خو متاسفانه چې بهرنيانو موږ ته دغه ملي پروسه هم بدنامه او بې اعتباره کړه،په ۲۰۱۴ کې يې موږ ته د ملي وحدت د حکومت په نوم يو غيرقانوني حکومت جوړ او په څنګ کې يې ورسره اجرأيه رياست ايجاد کړ،چې پنځه کاله همدغه غيرقانوني حکومت او غيرقانوني اجرايه رياست د ملت په اوږو سپور تر دې دمه راورساوه.
اوس چې موږ د راتلونکو ټاکنو په درشل کې يو، او حالات تر پخوا زيات وخيم او خراب دي، او نوماندان هم ټول د يو باثباته او قانونمند افغانستان غوړې وعدې ولس ته ور کوي، او هر يو يې د هوسااو سوکاله افغانستان برنامې او طرحي له ځانه سره لري.
خو ولس او بيا په تېره ځوان کهول د مايوسۍ په اخېري حد کې دي، ولس فکر کوي چې زموږ رأيه ته ارزښت نه ورکول کېږي، هر څه چې امريکا او متحدين يې غواړي هغسي به کېږي، تېرځل د جانکيري په توسط حکومت جوړ او داځل به پمپيو راشي او دوه مخکښ نوماندان به يو ولسمشر او بل اجرأيه ريس اعلان او موږ ته بيا يو غيرقانې حکومت را جوړ کړي.
د افغانستان ولس له حکومت څخه د ټاکنو د بهير د روڼوالې او شفافيت په اړه توضيح غواړي، چې حکومت په کومو امکاناتو، او د کوم ميکانيزم له مخې ولس ته حد اقل يو نسبي ډاډ ورکولای شي، چې نور به د ولس پاکې رأيه نه ضايع کېږي، دا ځل به د نوماندانو لخوا پدې ملي پروسه سياسي معامله نه کېږي، که په اول پړاوو کې وي ،که په دوهم پړاوو کې وي، راتلونکی ولسمشر به په قطعي او يقيني توګه د ټاکنو د کميسيون لخوا بريالی اعلانېږي او په څنګ کې به ورسره موازي د قدرت جزيره نه وي؟ او دا نور بايلونکې نوماندان به په مسالمت اميز شکل د کميسيون پرېکړه مني.
له ولس سره دوه اندېښنې ډېري جدي دي، چې په ټاکنو بې باوره دي، هغه دوه اندېښنې ؛ يو د ولايتي شورا ټاکنې له ولسمشريزو ټاکنو بېلول دي، او بل په هيواد کې د جګړې شدت دی، ځکه اوسمهال جګړه په خپل شدت سره روانه ده