
د لړم پرلسمه شپه د ختيزې سيمې لسګونه شاعرانو د لغمان په عزيزخان کڅ کې د پياوړي قلموال استاد الفت مزار ته نېږدې د ځوان شاعر،ژباړن او ليکوال هجرت الله اختيار د واده په وياړ جوړه شوې مشاعره کې برخه واخېسته.
مشاعره لغمان فرهنګي بهير او دانش خپرندويې ټولنې سمباله کړې وه او د لغمان،ننګرهار او کونړ نېږدې سل شاعران يې برخوال وو.
پرختېز مېشتو شاعرانو سربېره له کابله پياوړى ژباړن او ليکوال سيدنظيم سيدي هم دې مشاعرې ته راغلى و.
تر ماښامنۍ وروسته يې پيل د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وشو.
مشري يې د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش کوله،دريځ چارې يې سعدالله فطرت او بشرمل زرغون سمبالولې.
د مشاعرې پرانېستې وينا د لغمان فرهنګي بهير مشر عبدالمعيد هاشمي وکړه،بيا مشاعره وشوه چې لسګونه تنو پکې خپل شعرونه واورول.
د مشاعرې يو شمېر شعرونه پوره د اختيار د نوي ژوند مبارکۍ ته ځانګړي وو خو ډېرو يې عشقي او طنزيه بڼه لرله چې د برخوالو له هرکلي سره مخ شول.
مشاعرې ته له ننګرهاره ورغلي شاعر او د جلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال خالدسنګر وويل:داسې مشاعرې په دې ښې او اړينې دي چې د فرهنګيانو ترمنځ اړيکې پياوړې کوي او د عام ولس شعري روحيه لاروزي.
مشاعره چې ماښام پيل شوې وه،نېږدې نېمايي شپه پاى ته ورسېده اوډېرو برخوالو له خوند،کيف او هنريته ډکه وبلله.
په مشاعره کې د ځينو شعرويونکو نومونه:
احمدبختيارساحل،ميرويس رحماني،طايرځلاند،نادردانش،عبدالهادي زماني،حيات الله وړ،محمد روز محتاج،حامد شينوارى،ارشادرغاند...
هجرت الله اختيارچې له آره د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د نظراباد کلي استوګن دى،اوس په عزيزخان کڅ کې اوسي.
دى له مسلکي پلوه مدافع وکيل او له ذوقي پلوه ښه شاعر دى.
د (لپه)او(زه)په نومونو دوه ښايسته شعري ټولګې او څو ژباړل شوي کتابونه لري.