
ولسمشر! کرزي چې د ملي وحدت ترنامه لاندې د هيواد مهم او برخليک ټاکونکي رياستونه په يو شمير کړيو او جنګسالارانو وويشل نو د ټاکنو خپلواک کميسون يي يو متعصب ملا او ملي خاين معنوي ته وسپارلو، نوموړی چې له کومې ورځې راهيسې د دغه کميسون مشر شوی ټولې چارې يي په خپل لاس کې نيولي هم د کميسون وياند دی هم د دارالانشاء ريئس دی او هم د ډيټا انټري مسؤل دی. د ده له ټاکنې سره په لومړيو ورځو کې يو شمير ساده پښتانه خوښ ول چې د دتير ريئس په شان نه دی ولاياتو ته سفرونه کوي او په ټولو چارو کې ښه فعال دی .خو يو شمير نور بيا انديښمن ول چې نوموړی د پنجشير دی ، تاجک دی ، ملا دی او ... او په پښتنو به ښې چارې وکړي . نوموړي هماغه وکړل چې ترې طمعه کيدله د کرزي په فضل او کرم سره راتلونکي پارلمان غير ملي او د يو ځانګړې قوم او د هندوستان او ايران د ايجنټانو څخه جوړ شو، د هيواد اکثريت په اقليت بدل شو او د کرزي تش په نامه اپوزيسيون د ګاونډيو هيوادونو په ډالرو خپل ټول هيواد ضد کسان کامياب کړل .
دلته غواړم چې په هغه غونډه وغږيږم چې دکرزي او د معنوي او د مارشال ترمنځ د ټاکنو د پايلو په اړه د تيرې پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه .
کرزي معنوي راوغوښت او ورڅخه يي وغوښتل چې ولې په ټاکنو کې درغلي شوې ؟ ولې له غزني څخه د اکثريت قوم يو وکيل هم نه دی بريالی شوی؟ او ولې په شمال کې د پښتنو ( زما د پلويانو) ونډه ډيره پيکه ده؟
معنوي: ريېس صيب جمهور ټاکني د ډموکراسۍ اصل دی او موږ ټول بايد دې اصل ته غاړه کيږدو ، په دغه پروسه کې ولس په خپل خپل استازي ټاکي او معلومه خبره ده چې په کوم ولايت کې کوم قوم اکثريت وي وکيل هم له هماغه قوم څخه وي. په دې کې زه او ته مداخله نشو کولای او دا نه زما او ستا خوښه ده.
درغلي په اړه به درته دومره ووايم چې زه په دې مسله کې ډير جدي يم او ما د ټولو هغو کانديدانو ( پښتنو ) رايي باطلې کړې کومو چې د غزني ولايت په شان درغلي کړې وه ، ما له لودين څخه زياتې د درغلۍ رايي باطلې کړي، او کيدای شي په راتلونکې کي يو شمير نور پښتانه وکيلان چې درغلي يي کړې هم له لومړي ليست څخه ويستل شي.
کرزي بیا ورته وویل چې ماسره یو شمیر ثبوتونه دي چې ستا کمیسون د خلکو څخه په لکاو ډالر اخیستي او هغوي مو کامیاب کړي،( د یادولو وړده چې هندوستان، ایران او روسیې د شمال ټلوالې زیات شمیر کاندیدانو ته چې د کرزي د حکومت پرضد، د پښتنو پرضد او د نورو خپلو شومو اغراض د ترلاسه کولو لپاره د دوی مرسته وکړي نقدي پیسې ورکړي)
معنوي په لومړۍ غونډه کې کرزي سره ومنله چې دی به څه چاره وکړي او یو څه به حقیقت کړي، خو کله چې معنوي د خپلو نورو ملګرو په شان د کرزی له دفتره راووت سمدلاسه یی احمدضیا رفعت ته وویلې چې رسنۍ خبرې کړه چې کرزی زموږ په چارو کې لاسوهنه کوی، رفعت هماغه وکړل، کرزي بیا په قهر شو او معنوي یی راوغوښت او دا ځل یی د فهیم په مخکې ورته وویل چې که د ټاکنو پروسه شفافه نه کړي نو زما غبرګون به ډير سخت وي، معنوي د فهیم په منځکړتوب له کرزي خلاص شو او ژمنه یی وکړه چې د ټاکنو پروسه به شفافه کړی او یو شمیر د هغو پښتنو وکیلانو رایی چې نوموړي یا خو باطلی کړي او یا یی قرنتین کړی بیا له سره وشماري.
معنوي اوس غواړي چې د هغو بکسونو شمیرل بیا پیل کړی چې د هغې له مخې امکان لري چی ۲۹ نور پښتانه وکیلان هم د لیسټ څخه حذف شي او پرځای یی تاجک، هزاره وکیلان راشی.
ایا ستونزه د یو څو پښتنو په زیاتوالي حلیدلای شي؟
په دغه ټاکنو کې چې څومره درغلي شوې ده باید معنوي څارنوالۍ ته معرفي شي ، او ترې پوښتنه وشي چې ولې یی مامورینو په دومره لوړه کچه درغلي کړی ده ، یو میلون او اوه لکه رایی نه شمیرل کیږی چې دومره درغلي شوې نو بیا ته ولي څارنوالۍ ته نه کش کیږي، په یو شمیر سیمو کې معنوي ټاکنې ونشوۍ کړلای په نورو سیمو کی درغلی وشوه نو کرزی لالا بیا معنوي ته ولي عذر او زاري کوی ولي یی څارنوالۍ ته نه کش کوی خو افسوس چې خبره له کرزي خرابه ده هغه ټاکنې چې باید لغوه شوې وایی او معنوي باید څارنوالې ته معرفی شوی و کرزی ورته سوال کوي او د دوه درې پښتنو زیاتیدل ترینه غواړی خو متاسفانه دا هرڅه اوس ځای نه نیسی .