رباني او د سولې حکومتي مشروټي (مشورتي!) جرګې مشري

د رباني د ټاکنې خبر مې نن سهار له ارګ څخه د یوې باورې سرچینې ترلاسه کړ، اود رسمي اعلان مخکې یی ځکه منم چې موږ له لومړۍ ورځې له کرزي همدا تمه درلوده، دغه سرچینې راته وویل چې کرزي د سولې حکومتي مشروټي جرګې د مشرۍ لپاره یونس غانوني او رباني ته وړاندیز کړی و چې د رباني لخوا ورته مثبت ځواب ویل شوی.
کله چې په دویم ځل ټولټاکنو کې جعل کار کرزي د دویم ځل لپاره په خوارو افغانانو ځان وتپلو دهیواد د ورانولو او پښتنو د وژلو لپاره یی چې کله د سوګند مراسم ترسره کیدل نوموړي په دغه مراسمو کې د لوی څښتن تعالی په سپیڅلي کتاب سوګند وکړ چې د افغانستان د ټولو مقدساتو د چارو واګې به د هیواد ضد ،فاسد، قاتل او جنګسالارانو ته په لاس ورکوي چې، له هغوی یی یو د پښتنو مقدسه جرګه وه، نوموړي په دغه مراسمو کې وویل چې زه به دهیوادوالو د ځپلو او زورولو لپاره دغه جرګه راوبلم چې په هیواد کې سوله ! راولي.
خو د نوموړي دغه وړاندیز نړیوالو ته خوند ور نه کړو او هغوی فکر کولو چې دغه جرګه به د خواخوږو افغانانو څخه جوړه شي او هغوي به د هیواد په ګټه پریکړې وکړي زموږ او زموږ د ملګرو شمالي ټلوالې! ټولې توطیې به بربنډې کړي او د ملکې تلفاتو پر وړاندې به سخت غبرګونونه وښایی خو کرزي د نړیوالو د اندیښنو د لرې کولو او هغوی سره د نظر د یووالي په خاطر( چې نوموړی هم د هیواد ګټو ته ژمن نه دی، د ملکې تلفاتو او بې ګناه افغانانو د اسیرولو ملاتړی دی او د وطنپالو او په سوله میینو هیواد والو د ځپلو لپاره په رنګا رنګ دسیسو بوخت دی) هغوی سره همغږی دی او د دغه جرګې یی یواځې او یواځې موخه د پښتنو لاپسې ځپل ، د پښتنو دغه مقدس کلتور چې د میرویس نیکه لخوا رامنځ ته شوی له منځه وړل او بې اعتباره کول دي. او خپلو دغو ناوړه موخو ته د رسیدلو او د دغه جرګې د مشرۍ لپاره د یو وړ کس په لټه کې شو او خپلو سلاکارانو سره یی مشورې پيل کړی چې پایله داشوه چې خروپيسور رباني د د غه سپیڅلې افغاني کلتور د بې اعتباره کولو لپاره یوه سمه ټاکنه ووسي.
ایا د کرزي دغه ټاکنه پرځای ده؟
• لکه څرنګه چې تاسو ته ښه څرګنده ده چې د جرګې په اړه یو شمیر هیوادونو چې د کرزي په شمول یی زیات شمیر لوړ پوړي چارواکې په خدمت کې وي (ایران، روسیه او هندوستان) انديښنه درلودله چې هسې نه په افغانستان کې سوله راشي او د طالبانو سره خبرې وشي نو کرزي د هغوي د انديښنو د لرې کولو په موخه سوله ضد، وطن ضد، د بهرنیو جاسوس او جنګسالار رباني وټاکلو چې د کرزي په اند دغه ټاکنه به پرځای وي.
• ناټو او امریکا د جرګې څخه ویره درلودله چې په دې کې به دملکې تلفاتو پرضد یوه پریکړه وشي او زموږ ټولې ناروا کړنې به وغندل شي نو کرزي د جرګې مشري داسې چاته ورکړه چې له پیل یی امریکا ته ویلي و چې غت غت بمونه غورځوه په دې بمونو کار نه کیږي.
• امریکا او ناټو ویره درلودله چې په دې سره به کرزی خپل نامشروع حکومت ته مشروعیت ور په برخه کړي خو کرزي د دغه اندیښنې د اثباتولو لپاره ځکه رباني وټاکلو چې نړیوالو ته وښایی چې زه یو مشروع ولسمشر یم ځکه رباني چې تل یی د کرزي حکومت نامشروع بللو او نړیوالو سره یی هر ځل همدا خبره زمزمه کوله نو کرزي د خپل مشروعیت د لاښه اثبات لپاره رباني وټاکلو.
• کرزي د پاکستان سره د تیرې مصنوعي سولې ګوډې (ګډې) چرګې (جرګې) مشري هم د شمال ټلوالې یو بل جنګسالار ته ورکړې وه چې پایله یی موږ ټولو افغانانو ته ښه څرګنده ده، دا چې د دغه جرګې برخلیک هم د تیر په شان شي نو د رباني ټاکنه اړینه وه.
• خپله شمال ټلوالې او شمیر نور فاشستان د طالبانو راتګ نه شو زغملای او فکر یی کولو چې کرزی به د دې جرګې له لارې حزب اسلامي او طالبان سولې ته رامات کړي نو داچې د هغوي دغه اندیښنه هم لرې شي کرزي وپتیله چې د شمال ټلوالې د دغه اندیښنو د لرې کولو لپاره به رباني یو ښه او پرځای ټاکنه وي.
• داچې د پښتنو د لا زورولو لپاره کرزي په نورو لارو چارو فکر کاوه دغه جرګه او مشري یی رباني ته ورکول اړین ول.
 

جرګه د چا په ګټه او د چا لپاره؟
داخو ټولو ته څرګنده ده چې د سولې حکومتي مشروټي (مشروټان) جرګه کرزي او ملګرو یی د شخصي ګټو لپاره وړاندیز کړی و د هرچا لپاره ځانګړی ګټې او همیت لري .
• کریم خلیلي خو پرې له بهسودو څخه کوچان وویستل، ځکه چې کرزي ویره درلودله چې که د خلیلي غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو د خلیلي په شمول به هزاره ګان د نورو په شان هم دجرګې سره پریکون اعلان کړي.
• د پارلمان وکیلان چې غواړي د خپلو راتلونکو کمپاینونو لپاره پيسې پيداکړي نو له کرزي غواړي چې عاجل ورته کابینه ورمعرفي کړې چې له هغوې څخه شیریني (رشوت) واخلي ، که داسي نه وي نو له کابینې پرته موږ نورې ډيرې ستونزې لرو لکه ملکې تلفات چې ولسي جرګې پرې هیڅکه هم احتساب ونه کړو.
• کرزی چې په تیرو ټاکنو کې ېې درغلي کړې وه او حکومت یی په ټوله نړۍ کې د مشروعیت د سوال سره مخ دی د خپل مشروعیت د اعادې په خاطر یی دغه جرګه رابللې ده. که چیرې دغه ریښتیا هم دسولې ملي مشورتي جرګه وه نو هیڅکله به یی مشري مشروټ رباني او حکومتي چارواکو نه کوله.
• فاروق وردګ چې غواړي په راتلونکې کې د ولسمشرۍ لپاره یو مطرح کاندید ووسي کوښښ کوي چې دغه جرګه د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
• شمال ټلواله چې د سولې مخالفه ده د رباني تر مشرۍ لاندې به د غه جرګه یرغمال کړي او پایله به داشي چې باید د طالبانو سره د سولې خبرې ونشي. او دې ورته نورې ستونزې .....
پښتانه چې تل د کرزي په درواغجنو ژمنو هیله من شوي او تل یی د هغه هره هڅه د سولې او ملي یووالي لپاره یو نیک قدم بللی خو پایله یی یواځې د پښتنو ټکول زورول او وژل شوي، نور دې د درواغجن مفسد او شیعه کرزي په تشو ژمنو نه غولیږي.
زما وړاندیز هغو پښتنو ورونو ته چې دغه جرګه په هیواد کې د سولې لپاره یو نیک اقدام بولي او د ګډون لپاره یی انتظار باسي دادی چې تاسو څرنګه ځانو ته قناعت ورکولای شئ چې د پښتنو سپیڅلی فرهنګ جرګه به د پښتنو د قاتل تر مشرۍ لاندې د پښتنو پرګټه تمامه شي.
ایا یو وطندوست، په سوله میین او صادقه پښتون به په هغه جرګه کې چې مشري یی رباني کوي ځآنته څرنګه د ګډون حق ورکوي.
حکومت او په ځانګړې توګه کرزي ته وړاندیز کوم چې د جرګې نوم خو دې په تیره جرګه کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ وشرمولو او دغه افغاني فرهنګ ته دې سپکاوی وکړو داځل یی چې د رباني په ټاکنه شرموي ته حق لري خو خیر دی د ملي او مشورتي پرځای حکومتي مشروټي نوم که ورکړې دابه پرځای وي او ستا او د جرګې د ګډونوالو د شخصیت سره به هم ښه ښکاره شي.