
څرنګه چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ۴۶ مادې په مصوبې سره ټولو خصوصي نهادونو ته د تحصیلي کچې د لوړېدو په موخه اجازه ورکړې تر څو وکولای شي د هېواد د فکري ودې لپاره کاري ټیم په کار واچوي او نوي قشر د روزلو لپاره هلې ځلې وکړي.
ددې په تعقیب نظر دولتي پوهنتونو ته په خصوصي نهادونو کې د زده کړې د لا پیاوړتیا په موخه د ښې زمینې چمتوالی نیول شوی؛ خو ولې تحصیلي کچه له دومره تجهیزاتو سره ورځ تر بلې د ضعف په لور ځي؟
عمده ستونزې:
۱: د حکومت او مسؤلو ادارو بې غوري او یو ډول په فساد ککړو تحصیلي مسؤلینو شتون.
۲: ټولنیزې زورېدنې لکه: د جنګ جګړو شتون. چې په انساني او فکري سیستم سخت اغېز لري.
۳: د کورنۍ بې غوري او یا هم ځینې جنسیتي او ټولنیزې زورېدنې.
۴: د وخت نه پېژندل دي.
۵: د خصوصي نهادونو نه جدیت، لنډ لیدلوری او شخصي ګټې مفکورې درلودل.
ددې موضوعاتو د نه لرې کېدو په صورت کې څرنګه کولای شو د هېواد ځوان نسل له دې ناورین څخه وژغورو؟
۱: هر محصل او لوستونکی اړ دی چې خپله خصوصي ارزیابي او ارزونه وکړي چې دا برخه د هرې میاشتې او هر سمسټر په تېرېدو سره تکرار غواړي.
۲: په نهاد کې د شته وسایلو او تجهیزاتو څخه پوره ګټه نه اخیستنه او د ارواپوهنې له درسي کتابونو او پروګرامونو د دوی لرې والی هم ددې سبب کیږي چې محصل بې کنټروله شي.
۳: په سیاسي ډلو ټپلو کې ښکېلتیا د محصل د پرمختګ خنډ ګرځي.
۴: له نهاد څخه د هغوی د اساس نامې او تبلیغي نشراتو په تعقیب، ذکر شوي حقوق نه غوښتل، او داخلي - ډار هم د پرمختګ خنډ ګرځي.
۵: د درسي میتود او خصوصي مهالویش نه ترتیبول او بې پلانه عمل کول دي د راتلونکې سر دردۍ لامل ګرځي.
۶: د تحصیل تر څنګ په عملي برخه باندې وروسته له لمړیو څو سمسترونو کار نه کول د وروسته والي لوی لامل دی.
۷: کورنۍ او حتی ملګري ـ دوستان د محصل د ښې روزنې په برخه کې دوی ته د انګېزې نه شتون هم کله- کله د پرمختګونو خنډ ګرځي.