اول یې زده بیا یې کوژده!

په لویه چړایي کې مې موټر ته ګوته ونیوه، دوه ځلي مې دا کلیمه له ځان سره تکرار کړه
ــ ایستاد شو ما هم میرویم؟

د بریک سره يې ټایرونو سم چغ- چغ وکړ، کیلنر ته مې وکتل، چپ لاس یې پاس د دروازې په اوسپنیزه ډنډه کې ټینګ نیولی وو ویې ویل:
ــ کجا میری بیادر؟

و مې ویل:
ــ کوته سنګي!
د موټر په اوږد دهلېز کې مې څو قدمه واخیستل، په داسې څوکۍ کېناستم چې یو کس یې کم وو، د خندا غږ مې تر غوږو شو، شاوخوا مې وکتل، مخ مې د څنګ کس ته واړوو، سپین پوستې انجلۍ وه، وربوز یې په توره ټوټه تړلی وو ویې ویل:
ــ مانده نشي جوان!

خولۍ مې د څټ په لور کش کړه، ښه نېغه تکیه مې وکړه په پښتو مې ویل:
ــ ته هم ستړې مشې.

تورو باڼه یې څو ځله ښکته پورته کړل، تر تورو سترګو یې لکه لرونه تاو وو، زما یې په ټولو جامو نظر را تېر کړ.

ځان سره مې وویل: لکه چې خوښ یې شوم؟؟
خړ نوکیا ټیلفون مې راوښکه، څو بټنې مې ووهلې، نجلۍ به له ځان سره موسکۍ شوه، په زړه کې مې وویل: څه کافره ځواني ده ورسرهٔ!!!

څه مزل به مو نه وو لا کړی چې انجلۍ په ملا کړوپه شوه له تور بیک نه یې دوه ژاولې راوېستې مخ یې راواړاه ویې ویل:
ــ هه! دا ژاولې وژدویه؟

لاس مې ور اوږد کړ، خولې ته مې کړې، انجلۍ تر سوچ وروسته بیا د بیک مزی خلاص کړ، د سپین قاغذ په مخ یې څو کرښې ولیکلې راته ویې ویل:

ــ این قاغذ بګیر تا که یکی از دیګه دور نشدیم خلاص نکنید؟
موسکی شوم ومې ویل:
ــ سمه ده.

نو خدای شته زړه مې له خوشالۍ په کوګل کې ډوبکې ووهلې ما ویل لکه چې کار وشو او شمېره یې راکړه.

تر ښایسته مزل وروسته ښکته شوم، د ټاکلې لارې په لور وخوځېدم، ځان مې ګوښه کړ، ژر مې قاغذ له جیبه راووېست، شاوخوا مې وکتل، ټیلفون مې راواخیست، چې ورته ووایم چې همدا زما شمېره ده، ښه ورته ځیر شوم، د لیکلو جملو په لیدو مې تندی تریو شو. د ظالم لور په قاغذ لیکلي وو:

ــ بیادر عزیز به لحاظ خدا، دندان تان بشوید، خیلی بوی میته، به همین خاطر ساجق دادم.
هیله ده چې له غلط فرهنګ څخه نور لرې شو.....!