
زوړ بوډا په کړوپه ډونګه یو- یو قدم کېښود، په خوارۍ یې د هټۍ (دوکان) دروازه خلاصه کړه، تورې کلوشې په پښو وې، په پاسته غږ یې سلام واچوه.
لاسونه یې له غوښې خالي وو، د ګوتو هر هډوکی یې لکه د چارو سکڼی مالومېده، زړه مې ورته بد شو، وړاندې ورغلم، ده کڅوړنې سترګې را پورته کړې، خوله یې سوړه ښکارېده، یواځې دوه چینجن غاښونه یې پاتې وو، سوړ د نصوارو بوی ترې راغی، ومې ویل:
ــ بابا چې خیرت وي؟
غلی ودرېد را وړاندې شو زما لاس یې ټینګ ونیوه، ویې ویل:
ــ زما زوی ته ورته یې!
مننه مې ترې وکړه هټۍ والا (دوکاندار) وویل:
ــ بابا خیرت خو دی ؟؟
بوډا په لکړه په تکیه شو، چپ لاس یې په خوارۍ د واسکټ جیب ته یووړ، په شنه دسمال کې یې څه نغاړلي وو ، څو قاته یې ترې واړول، شین نوکیا تیلفون یې ترې را ووېست، په لړزېدلي لاس یې یوه بټنه ووهله، د تیلفون په سکرین پاس لیکل شوي وو: MTN.
په دوکان کې ناستو هلکانو وخندل، بوډا وویل:
ــ زویه ته خو مستري یې نن ښار ته راغلم، ما ویل چې دا راته جوړ کړئ؟
دوکاندار لاس تر جالۍ را ووېست، تیلفون یې اړخ په اړخ واړاوه، سر یې وښوراوه، زیاته یې کړه:
ــ بابا! تیلفون دې روغ دی!
د زوړ بوډا سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې ویې ویل:
ــ خی زما زامن ولې بیا ما ته زنګ نه وهي!! دوی مې په خواریو را لوی کړل، ټول عمر مې ورته خواري او مزدورې کړې، ملا مې له کارونو کړوپه شوه، اوس چې د وظیفو خاوندان شول، هېر یې کړم!!!
بوډا تیلفون جیب ته کړ او غلی ووت.
پای