امرالله صالح، د ولسمشر غني سرسختی رقیب

امرالله صالح کابو دوه ـ درې لسیزې د امنیتي او استخباراتي کړیو ترمنځ جدي لوبېدلی؛ په دې معنا چې په افغانستان کې یې ډېرې مهمې دندې ترسره کړې دي او لا هم بوخت دی.

نوموړی څاري چې په روانه کړکېچنه لوبه کې به څوک څومره بریالی کېږي. بله دا چې لا معلومه هم نه ده، چې په راتلونکو ټاکنې کې به ښاغلی صالح د ولسشمر غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټېکټ لپاره څه وکړي، خو ښکاري چې ښاغلی غني به د تېر په څېر لکه د جنرال دوستم په توګه پر صالح هغسې رایې را خپلې نه شي کړلی ځکه صالح دومره ولسي نه دی، څومره چې جنرال دوستم په خلکو کې نفوذ درلود.

صالح به د ولسمشر لومړي مرستیال کېدو سره به خپلو سټراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره ډېر نېږدې شي او د غني به هېڅ درد دوا نه کړي.

د افغانستان د کړکېچ غزېدو په درشل کې امرالله صالح هغه څوک دی، چې د بن په کنفرانس کې یې د امارات اسلامي او حزب اسلامي ډلو د استازو له ګډون انکار څه چې مطلقاً مخالفت یې کړی. هغه ددې ډلو ګډون په داسې یوه غونډه کې چې د هېواد راتلونکې په اړه په کې تاریخي پرېکړه کېږي، ځکه ښه نه باله چې په ګومان یې دولت باید دوی په خپله ولقه کې راولي او دغه ډلې باید نورې له واک وپرځوي.

د صالح دې فکر هغه مهال ټلواله دومره پر ځان باوري کړې وه چې د دده په ګډون ځینو نورو مهمو سیاسیونو به هم ویل: په افغانستان کې نور د پښتنو واک پای ته رسېدونکی دی او دوی علني هڅه کوله چې پښتانه په لسګونو کلونو شاته پرېږدي.

له ملي وحدت حکومت له جوړېدو وړاندې ښاغلی صالح لومړنی کس دی، چې ولسمشر غني یې په "فاحش انسان" یاد کړ ځکه د دوېیم دور ټاکنو پر ګټلو دوی ډېر وېرېدل او یو وار بیا یې موقع له لاسه ووته خو وروسته ـ وروسته صالح او ملګرو یې د ډاکټر عبدالله عبدالله د بریا غږ د کابل په واټونو کې له زرګونو خلکو سره پورته کړ او نوموړی یې ولسمشر یاداوه.

دا مسایل ناڅاپي خبرې نه دي. څنګه مې چې مخکې وویل؛ صالح سټراتیژیک اهداف لري او دې موخو لپاره له کلنو راهیسي زیار کاږي.

له بلې خوا د ملي وحدت حکومت په رغښت او پايښت کې هم د صالح تندې نیوکې لږې نه وې. ډېر کله یې حکومت پر استبدادیت او ډیکټاټورۍ یاد کړی دی. په دې جریان کې، بلاخره صالح وتوانید چې ولسمشر غني پرې ډېر زیات باور وکړي او د کورنیو چارو وزارت ور کړي.

صالح په یاد وزارت کې هم ډېر په سيستماتیک ډول مخته ځي او په کم وخت کې دی ښاغلی غني ته دومره ځان ژمن ثابتوي، چې ګواکې دی له زړه غواړي، چې د ښې حکومتوالۍ لپاره بنسټیز کار کوي، ترڅو غني ته د ولس او نورو رقیبانو سترګې ور وانه وړي.

د صالح دې مهارت غني هم اړ کړ، چې له پرلپسې څو ناستو وروسته له نوموړي سره د راتلونکو ټاکنو لپاره په خپل ټیکټ کې پر لومړۍ مرستیالۍ راضي کېږي.

د صالح له سیاسي او استخباراتي مخینې معلومیږي، چې دی ټول پر خپلو موخو څرخي یعنې هېڅکله یې له کوم چا سره د هېواد او یا د ګډو موخو لپاره ډیل کړی وی. د پورتنیو یادونو پر بنا، له غني سره یې هم په ورته ډول دا معامله ممکن جنجالي وه اوسي.

دولت جوړونې ټیم ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې په ورځ امرالله صالح د پام وړ خلک نه وو بولی ځکه هغه نه و توانیدلی چې مشهور خلک ځان سره بوځي. ویل کېږي، چې نوموړي یوازې پر هغې ورځ د خپلې کورنۍ له څو وګړو سره ـ سره له شخصي کارمندانو او ساتونکو ډله برابره کړې وه؛ کوم چې د ښاغلي غني د تمې بیخي خلاف خبره وه.

همدارنګه صالح د غني له ډېرو نیږدې ملګرو سره هم سم اړیکې نه پخوا لرلي او نه یې ممکن په راتلونکې کې سمې جوړې کړای شي ځکه له فکري مخالفت سربیره سیاسي، سیمه ییز او حتی په ځینو کولتوري مسایلو کې خپله د غني په ټیم کې له ځینو غړو له قوي ټکرونو سره مخ دی.