غزل

په کرشه کرشه می يادګارافغانستان وليکی
دپشتونخوا ناره می پورته په اسمان و ليکی
سپرلی سپرلی کی بيانګار وهی دمرګ ټالونه
پاڼه پاڼه می تاريخ دصمد خا ن و ليکی
زه دی قربان دسپيرو شونډو غمځپلی اشنا
ځوانانومستی ترانی دملنګ جان وليکی
زخمی زخمی می سوی ټپی ای دميوند پلوشو
دتورو شپوپه روڼ سهارکی ميروائس خان وليکی
دزړګی وينی می سوغا ت دی دليلا په نامه
دفرشتو په لاس می نوم دخوشحال خان وليکی
راسی لشکر په اتڼو دپانی پت ميړنو
دلوړخيبر په سر می نوم دباچا خان وليکی
نن دجهان قافلی وړاندی موږ په خپلو کی تم
دخوبه پاڅی ليونو يارمحمدخان و ليکی
قلم کی خپل ځان ځانی پريږدی زما ياغی پشتنو
دازادی بيرغ کی پورته سترافغان وليکی
لکه ګلاب په وينو سور وخاکريزوال پشتنو
دازادی په ميو مست غازی امان وليکی
نن کورپه کورسره جرګه سی لراوبر پشتنو
تل په سرووينو دی سمسور لعلومر جان وليکی
راسی نن بل کی څراغو نه دوحدت ننګيالو
په سورکوشونډومی شائسته نوم دجانان وليکی
بيامی شپونکی لالی کړی مستی سندريزی نغمی
داسمان ستوری بدرګه سرخای خان وليکی
الکوزی دی سم قربان زما غزل جا نانه
بياپه سروزرو يو ازاد پشتو نستان وليکی