بياپه پرديو باندی شائسته جانان پلوری
نن داسلام په نامه زموږاتلان پلو ر ی
زموږ سور سترګی اشنا لکه چنار دخزان
بلبلان ګونګ پشتنو لعلو مرجانان پلوری
خپل ته اجل بل ته پړ داد پردو نو کاران
زموږ دجنت فرشتی نن جابران پلوری
راسی ونغاړولالی په سندريزو نغمو
دملغلرو اميل منفقا ن پلو ر ی
داسمان ستوری ليلام ای بی غيرتو ولی
غزل غزل جانان می په يوه غيران پلوری
داختيار پړی دبل جنت جنت و طنه
دسروياقوتو غمی نن غداران پلوری
دادباروتو پزا مشکو عنبر لا ليه
مړی کی ويش په نغمو نن قدردان پلوری
ترندی نيولی سپوژمئ کفن کفن وطنه
دپلار نيکه هډوکی څنګه ارزان پلوری
الکوزيه پيوند دپاڼی پاڼی غوټی
دسروګلونو انګړ نن جا هلان پلوري
منان الکوزی کوټه په درناوی
-------------------------------
وروستي