
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
نوي تنه خوست مېشتي ځوانان به دملي پوځ په ليکو کې د کانکور د ازموينې په ورکولو سره د وړتيا له مخې نظامي لوړو زده کړو ته ور وپېژندل شي .
دغه ټکی د روان لمریز لیږدیزکال د تلې په ۲۵ مه نېټه خوست والي عبدالجبارنعیمي سره د ولایت په مقام کې د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي چې مشري یې تورن جنرال جان خان سپاه کوله ، په ډاګه کړ.
په یاده ناسته کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ، راغلي پلاوي ، په خوست کې د لومړۍ پلي لوا قوماندان بریدجنرال محمداسرار ، د پوهنې ریس انجنیر بخته نور ، د ولایتي شورا مرستیال ګل محمدځاځي او یو شمېر نورو نظامي چارواکو برخه درلوده .
په سر کې د پلازمېنې کابله راغلي پلاوي مشر تورنجنرال جان خان سپاه خبرې وکړې ، ده په خوست کې د امنیت او نورو برخو کې د ژورو مثبتو بدلونونو د راتلو له امله خوست والي عبدالجبارنعیمي ته مبارکي ورکړه . نوموړي وویل د دې په خاطر چې افغان ملي پوځ لا پياوړی ، قهرمان او مسلکي شي ، په دې اساس دافغانستان د ملي دفاع وزارت په حربي پوهنتون اونظامي مسلکي اکاډومیو زیات ټينګار کوي ، چې له امله یې تصمیم نیول شوی دی ، چې ملي پوځ ته به د لوړو زده کړو د وزارت په چوکاټ کې د هېواد په کچه د کانکور ازموینه ورکول کیږي او د بریالیتوب په پایله کې به د دوولسم ټولګیوڅخه په لوړو نومرو فارغ شوي نوي ځوانان د څلورو کالونو لپاره به د نظامي زده کړو په چوکاټ کې انجنیري ، منجمنټ ، حقوق او داسې نورو نظامي پوهنځیو ته وروپېژندل شي .
ده وویل د ټول افغانستان په کچه به شاوخوا ۵۰۰۰کسان ازموینه ورکوي او له دې به یې ۵۰۰ تنه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره چې روغتیایې ستونزې هم ونه لري ، منل کیږي .
ده وویل د لا لوړ کیفیت ساتلو او معیاري کولوپه خاطر یو لړ نور شرایط هم شته ، چې د بېلګې په توګه یو له هغې څخه به د منل کېدونکي کس وزن له ۶۵ کیلو ګرامو څخه کم نه وي .
تورنجنرال سپاه وویل خوست ولایت ته د ۹۰ کسانو ونډه ورکړل شوي ده ، چې په ازموینه کې برخه واخلي.
خوست والي عبدالجبارنعیمي دوی ته له هرڅه نه وړاندې هرکلی او ستړی مشی ووایه .
والي عبدالجبارنعیمي وویل د خوست خلک د نظام طرفدار او خواخوږي خلک دي او ورځ تر بلې یې د نظام سره مینه او نېږدېوالی زیاتیږي . والي نعیمي زیاته کړه ، د خوست ټول قومونه غواړي ، چې په افغان امنیتي ځواکونو کې پوره ونډه واخلي .او د خپلو پلارونو او نیکونو په شان د خپل هېواد ساتنه او خدمت وکوي .
والي عبدالجبارنعیمي د یادې پروسې څخه خوښي وښوده ، او ویې ویل ، دملي پوځ او همداشان د نورو ټولو امنیتي ځواکونو لا پياوړتیا او مسلکيتوب به دا هېواد د هر ډول ستونزو او بدبختیو څخه د همېش لپاره وساتي . ده هیله وښوده ، چې په کم وخت کې به همداسې تر سره شي . ده وویل د خوښۍ ځای دی ، چې ډېر په مهم وخت کې یو داسې پلان په کار لویږي ، چې له امله یې فکرونه او کدرونه دهېواد اړینې برخې ته وده او پراختیا کوي .
والي نعیمي وویل زه چې کله هم اروپا ته د رسمي سفر په ترڅ کې تللی وم ، نو هر هيواد ته مې چې سفر کړی ، نو د لوړپوړو چارواکو او رسنیو سره مې د افغان ملي پوځ په سرښېندنو ، قربانیو ، ایماندارۍ ، غیرت ، وفادارۍ او په ولسونوکې د دوی په باور ما ویاړ او افتخار کړی دی . ده وویل دا مبالغه نه ، بلکې یو څرګند واقعیت دی .
خوست والي وویل زه د دې نظامي لوړو زده کړو له پروسې څخه د خوست ولایت د دولتي ادارې ، ولایتي شورا ، قومونو او د مدني ټولنو په استازیتوب بشپړ حمایت او ملاتړ کوم . او په دې لاره کې به اغېزمنه هڅه کوو.تر څو د خوست ولایت څخه یاده ونډه داسې کسان پوره کړي ، چې واقعاً بااستعدادا ، وفادار او په اسلامي او ملي مفکوره سمبال وي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د پوهنې ریس انجنیر بخته نور او د ولایتي شورا مرستیال ګل محمدځاځي ته دنده وسپارله ، چې په دې برخه کې د خوست د ټولو ولسولیو او قومونوانډول د وړتیا سره سم په نظرکې ونیسي .
ناسته د پياوړي او سمسور افغانستان د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : دويم ( سه شنبه )
نېټه : ۵۲ / تله /۱۳۸۹
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
د حيدرخېلو او ورزې د لېوانخېلو د قومونو تر منځ د اوږده مهاله راهيسې د ځمکې پر سر له وسلوالې شخړې ډکې لانجې ته د شپې تر ۹ بجو پورې د اوږدو خبرو اترو وروسته د پای ټکی کېښودل شو .
د روان لمریز لیږدیز کال د تلې میاشتې په ۳۰ مه نېټه خوست والي عبدالجبارنعیمي لومړۍ داړونده ولسوالۍ ولسوال ، د ولسوالۍ له امنیه قوماندان او همداشان د خوست ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاق زي ، د ولایتي شورا منشي جان میر ځاځي او د عدلیې ریس قانون ګل سره په جلا توګه خبرې اترې وکړې . وروسته خوست والي نعیمي او ورسره یادو مسوولینو د حیدرخېلو او د ورزې لېوانخېلو له قومونو سره په جلا ، جلا توګه ناستې وکړې . له دوی سره یې د کشالې د حل په مورد هر اړخیز بحثونه او خبرې اترې وکړې .
په دې ناستو کې یې د هریوه لوري څخه د یادې لانجې تاریخچه او نور اړونده مالومات بیان شول .او بالاخره دهر اړخیزو مالوماتو او راپورونو وروسته د عدلي ریس قانون ګل او د ولایتي شورا منشي جان میرځاځي څخه د موضوع د لا روښانتیا او د حل په خاطر لازیات مالومات وپوښتل شول .
له دې وروسته دواړه قومونه په یوځای دخبرو کولو لپاره کښېناستل ، خوست والي عبدالجبارنعیمي هریوه قوم ته واضېحه کړه ، چې دلته نظام ، قانون او دولتي حاکمیت شتون لري.باید هېڅوک له قانون څخه سرغړونه ونه کړي .او ټولې شته ستونزې او مشکلات د افغانستان د نافذه قوانینو او د وطني درانو دودونو په چوکاټ کې حل او فصل کړي .
والي عبدالجبارنعیمي دخبرو په لړ کې زیاته کړه ، د روژې مبارکې په میاشت کې ستاسو تر منځ رامنځته شوی عمل د غندلو وړ دی ،ځکه چې د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عباداتونه او دخیر رسولو کارونه کوي . ولې تاسو د دې ښو اعمالو او عباداتونو پر ځای په خپلو کې سره وسلواله شخړه وکړه .چې دغې شخړې زموږ د قومونو تر منځ د نفاق تخم شیندلی . نوموړي وویل په روژه کې مینه ، محبت او وروري وي . ده زیاته کړه ، دغه ډول کړنې شیطاني اعمال دي .ځکه چې یادو کړنو موږ د هرڅه څخه لېرې وساتلو . په کې بې ګناه انسانان ټپيان او وواژل شول .والي نعیمي وویل په دعوو کې شخړې کول د حل لاره نه ، ب
لکې پراخ خشونت ته لمن وهل دي .نو له دې وروسته باید هېڅوک پيدا نه شي ، چې د بیا ځل لپاره داسې غیر اسلامي او غیر انساني شیطاني کړنې سر ته ورسوي .
ده په دواړو قومونو غږ وکړ ، چې نور باید تاسو د وروروژنې ،انسان وژنې او هر ډول شخړو څخه په کلکه ډډه وشي . او هر ډول دعوې دې په یوه ارامه فضا کې د نافذ قانون په چوکاټ کې حل کړی شي . ده زیاته کړه ، هېچا ته باید اجازه ورنه کړل شي ، چې د ټوپک او یا هم د پيسو په زور خپلې پرېکړې پر مخ یوسي ، نو نن درباندې غږ کوم ، چې دغسې غمیزې ته د پای ټکی کېښودل شي .او خپل منځ کې د وروڼو په شان ګډ ژوند وکوي. والي عبدالجبارنعیمي دوی ته وویل ، پر خپلو ځوانانو زړونه وسوزوۍ ، او له همدې ځایه خپلو قومونو، خپلوانو او کورنیو ته د سولې ، ورورۍ او مینې پيغام یوسۍ .
له دې وروسته دواړو قومونو له لوري راغلو باصلاحیته مشرانو له لوري هغه تعهدپآڼه په رضایت سره لاسلیک او ټولو ته دمنلو وړ وګرځېده . چې په کې ذکرشوي دي دواړه قومونه به نیول شوي مورچلونه تخلیه کوي او خپلو کورونو ته به ځي او هغه جوړ شوي ځایونه به د دولت له لوري ړنګیږي .همداشان به په یاده سیمه کې د پولیسو پوستې ځاي پر ځآی کیږي ،او هېڅ یوه قوم ته به د د ې اجازه نه ورکول کیږي ، چې په یاده ځمکه کې لاسوهنه وکړي .
د تعهدپاڼې په دوام لیکل شوي دي ، چې دهغو مالوماتو او اسنادو له مخې چې دولت ته په لاس ورغلي دي ، نوموړي ځمکه مطلقاً دولتي ده ،په دې ځمکه کې چې هر څوک غیر قانوني تصرفات کړی وي ، او ځمکه یې غصب کړي وي د دولت د فرامینو او احکامو په اساس دې امنیتي ارګانونه د غاصبینو لاسونه لنډ او ځمکه دې د دولت په واک کې بېرته راووستل شي ، که کوم لوري سره د نوموړي ځمکې قانوني اسناد موجود وي ، کولای شي ، چې دولتي اړونده ارګانونو ته یې وړاندې کړي . او همداشان به یاد دواړه قومونه په ازادانه توګه په هره سیمه کې تګ راتګ کوي او یو د بل په مقابل کې به هېڅ ډول مزاحمت نه جوړیږي .
په تعهدپاڼه کې ویل شوي ، چې که چاهم له یادې پرېکړې څخه سرغړونه وکړه ، د سرغړونې په صورت کې به یې سلاح اخېستل کیږي او د سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلند کیږي او هغه ۲۰۰ لکه افغانۍ چې د ولایتي شورا سره د تظمین په شکل د یادو قومونو له لوري ايښودل شوي ، هغه به بانک ته تحویل کیږي .او سرغړوونکی لوری به د شکایت ګیلې کولو حق ونه لري .
په پآی کې خوست والي عبدالجبارنعیمي په دوی غږ وکړ، چې راشۍ د مینې ، دوستۍ او مسلمانۍ د خصوصیاتو له مخې یو او بل کلک په غېږو کې ونیسۍ ، تر څو ټولو ته مالومه شي ، چې وروڼه قومونه په هېڅ صورت سره نه شي ،بېلېدلی .
چې د حیدرخیلو او د ورزې د لېوانخېلو دقومونو ټولو مشرانو یو او بل په غېږ کې ونیول ، او د خوشالیو له امله یې سترګې له اوښکو ډکې ، ډګې اوښتې . او په کړیو شخړو يې پېښماني ښودله .دوی د خوست والي عبدالجبارنیعمي او د ولایتي ادارې څخه زیاته مننه او ورته دعاګانې یې کولې ، چې د زړه له کومې یې سختې هلې ځلې وکړې او د دوی تر منځ یې د اوږده مهاله راهیسې شخړې د خشونت څخه ارامۍ ته راوباسلې .
د یادولو وړ ده ، چې د یادو قومونو تر منځ په وار ، وار وسلوالې نښتې شوي ، چې وروستۍ یې د روژې مبارکې په میاشت کې وشوه ،چې د سر او مال په درانه زیان تمامه شوي د ه.
همداشان د دې لپآره چې په دې ولایتونو کې د قومونو تر منځ نورې وینې توی نه شي ، پرون ورځ د ګډې همغږۍ په مرکز کې د نظامي کمیسیون له لوري پرېکړه شوي ، چې سر له نن څخه په ټولو قومونو له لوري غرونو او مورچو ته پورته شوی اربکی منحل اعلان شوی دی ، او که بیا هم څوک له مورچو راکوز نه کړل شول ، د سختې سزا سره به مخامخ وي او په هېڅ ډول به یې سپارش ونه منل شي .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ :شپږم
نېټه :۳۰ /تله / ۱۳۸۹
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
والي نعيمي :
هر چېرې چې له سلاح څخه ناوړه ګټه پورته کيږي ، امنيتي ارګانونه دنده لري، چې هغه راټوله او ډآياګ پروګرام ته يې وسپاري .
دغه څرګندونې د روان لمریز لېږدیز کال د لړ په دویمه نېټه خوست والي عبدالجبارنعیمي په هغو مراسمو کې په ډاګه کړې ، کومو کې چې ۵۷ میله بېلابېل ډوله سلا د ډآیاګ پروګرام ته سپارل کېدله .
مراسمو ته په پیل کې خوست والي نعیمي خبرې وکړې ، نوموړي وویل د خوشالۍ ځای دی ، چې ملي پولیسو د پام وړ پرمختګ کړی او د ولس په منځ کې یې باور پيداکړی دی .خوست والي زیاته کړه ، چې د څو میاشتو راهیسې ملي پولیسو په دې ولایت کې زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګ کړی دی او تر څنګ یې د یادولو وړ قربانۍ هم ورکړي دي .
ده په خپلو خبروکې پولیسو ته وویل دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او همداشان ټول ولس پر تاسو ویاړي .ځکه تاسو یاست، چې د غلو ، لاره وهوونکو ، قاتلینو او نورو ناراوو کړنوپه برخه کې شپه او ورځ تلاش کوۍ .
والي عبدالجبارنعیمي د خبرو په لړ کې له خوست امنیه قوماندان او د امنیت امر څخه وغوښتل ، چې د پولیسو په لیکو کې دې ایمانداره ، زړه سواند ، وفادار ، د خاورې او ناموس ساتونکي کسان په دندو وګماري . ده وویل که د پولیسو په لیکو کې داسې کسان شتون ولري ، چې د پولیسي یونیفورم څخه ناوړه ګټه پورته کوي اسلامي اوملي ارزښتونو ، قانون ، نظام ، ولس او خپلې دندې ته وفاداره نه وي ، د پولیسو له لیکو څخه یې وباسۍ ،ځکه دده په خبره چې د یوه کس له امله بیا د ټولو پولیسو بدنامي کیږي.
خوست والي نعیمي زیاته کړه ، ستاسو په ښه خدمت کولو سره د ولس باور لا پياوړی کیږي .
نوموړي وویل له بده مرغه په خوست ولایت کې د ځینو ناوړه دودونو له مخې ځوانان له ښوونځي بې برخې شوي ، تاوتریخوالي ، انسان وژنې او بالاخره یې د قومونو تر منځ نفاق ته لاره په لاس ورکړي .
د ه وویل د څو میاشتو راهیسې یې د دې ولایت ددیني عالمانو ، قومي مشرانو ، مدني ټولنواو ژورنالستانو سره د عامه پوهاوي په موخه په وار ، وار ناستې کړي دي . تر څنګ یې د امنیتي ارګانونو سره په دې هکله ژورې خبرې کړي دي ، ځکه نه یوازې ځوانان له درس ویلو څخه محروم شوي ، بلکې په خپلو کې یې ډېر ځله په وینو سره لمبولي دي .
والي عبدالجبارنعیمي د سلاح نیولو په اړوند وویل ، څو ورځې وړاندې د شمل او ګربزو په سیمه کې دپولیسو په ګزمه د هغو مسلحو اربکیو له لوري ډزې وشوې ، چې د شمل او ګربزو قومونو له لوري یوه بل ته د ځمکې پر سر راولاړه شوي شخړې په موخه په مورچو کې کښېنولي دي .
ده وویل امنیې قوماندانۍ ته یې دنده ورکړه ، چې دنورو امنیتي ارګانونو سره دې په ګډه په یاده سیمه کې چڼیز عملیات وکوي ، تر څو سلاح یې ټوله لاسته راوړل شي . نوموړي زیاتوله ، پولیسو او ورسره نورو ارګانونو په کم وخت کې ۶۳ کسان د ۵۷ میله چې په کې سپکه او درانه سلاح شامله وه ، راټوله کړه. ده وویل سلاح یې تاسو عملاً وینۍ ، چې ضبط او ډایاک پروګرام ته سپارل کیږي .دده په خبره چې له نیول شویو کسانو تحقیقات روان دي ، چې سلاح چاورکړي ، په کومه موخه يې مورچې نیولي او بالاخره یې ولې پر پولیسو ډزې کړي .
خوست والي عبدلجبارنعیمي په نورو ورته خلکو هم غږ وکړ، چې په خپلو کې دې نیول شوي مورچې ژر تر ژره خالي کړي ، خپل ځوانان دې له جنګونو، خشونتونو او دمایوسۍ له ژونده راوګرځوي ، او پر ځای دې یې ارامۍ ، سولې ، زده کړې او همداشان خپلو کورنیو ته دحلالې نفقې حاصلولو لپاره رهبري کړي .
خوست والي د ژورنالېست د پوښتنې په ځواب کې وویل موږ هوډ کړی ، چې څوک هم ناوړه کړنې کوي ، بې ګناه انسانان وژني ، هغوی به د قانون منګولوته سپارو . ده د خپلو خبرو په دوام وویل ،درنه سلا پرته له دولت څخه نورو کسانو ته غیر قانوني ده ، امنیتي ارګانونه دنده لري ، چې هر چېرې غیرقانوني سلاح وویني ، راټوله یې کړي .تر څو دې ولس ته سوله او امن راشي .
خوست والي نعیمي د یو بل ژورنالست د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دګربزو د نصرالدین او بوري خېلو دقومونو تر منځ د وسلوالې اوږدمهالې شخړې د هواري په موخه یې دواړه قومونه د خوست ولایت د سولې کور ودانۍ ته رادعوت کړي وو، له څو ساعته خبرو اترو وروسته په دې سره موافق شول ، چې خپل وسلوال اربکیان به له مورچو راکوزوو، او شته دعوه به د قانون او د جرګو او مرکو له لارې حل کوو. دوی دواړو په لیکلي تعهدپآڼه لاسلیکونه کړي اود مېډیاوو سره یې د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال خپل رضایت په ډاګه کړی دی .والي نعیمي زیاته کړه ، که چېرې بیا هم له دوی کوم یوه له شوي پرېکړې سرغړونه وکړ
ه ، سلاح به یې راټولیږي او دوی به د قانون منګولوته سپارل کیږي .د ده په خبره ځکه چې ددوی له امله په سیمه کې خلک اندېښمن دي ، ځوانان یې د درس ویلو او دحلالې نفقې د حاصلو لو پر ځای بلې خوا ته بېولي دي .
وروسته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زي خبرې وکړې ، اسحق زي زیاته کړه ،که والي نعیمي ورته دنده ورکړي ، نو ورته سلاوې به له نورو مسلحو اربکیانو څخه هم راټولې او ډایاګ پروګرام ته به یې وسپاري .
په پآی کې دخوست والي عبدلجبارنعیمي په لاس د یوه میل سلاح په ورکولو سره یاد ه ۵۷ میله سلاح په خوست کې د ډآیاګ د پروګرام مسوول ته وسپارل شوه .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورخ : دویم
نېټه :۲/ لړم /۱۳۸۹
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
ددې لپاره چې په خوست ولایت کې ټولنیز عدالت تامین ، د زور ، ظلم ، نارواوو، غلو او سړي تښتوونکو مخه نیول شوي وي ، او همداشان د غلو ، سړي تښتوونکو ، قاتلینو ، تشخیص تثبیت او هغوی ته سزا ورکول شوي وي ، د دولتي ځمکو غصب او د هغې د خرڅولو او اخېستلو مخنیوی شوی وي ، قانون په ټولو یو ډول پلی شوی وي ، نو په دې خاطر د عدلي او قضایي ارګانونو تقویه ، اکمال ، تجهیز ، ظرفیت لوړونه او دوی ټولو ته د سهولتونو برابرول زموږ په لومړیتوبونو کې ځانګړی ځای لري .
دغه څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعیمي د روان لمریز لېږدیز کال د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د عدلي او قضایي ارګانونو سره په ګډه جوړه شوي ناسته کې په ډاګه کړې .
-------------------------------------
یاده غونډه کې په خوست والي سربېره ، د استناف محکمې ریس ، د استناف ، ملي امنیت او نظامي څارنوالۍ ریسانو ، د عدليې ریس ، د امنیه قوماندانۍ د جنایي څانګې مسوول ، د محبس مدیر ، په خوست کې د بیارغونې دډلې مشر ، د امریکا د سفارت او د یو اېس ای ډي مسوولینو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه .
له تلاوت وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي پيلېزه وینا وکړه . والي نعیمي وویل :
د عدلي او قضایي ارګانونو تقویه ، تجهیز ، اکمال ، ظرفیت لوړونې او دوی ته د لازمو سهولتونو د برابرولو په لاره كې به زما هڅې دوام ولري. تر څو دولتي حاكميت ټينكښت ومومي، د اداري فساد كچه راټېټه ، د زور واكو او ظالمانو لاسونه د مظلومو او بيچاره خلكو له ګرېوانه لنډ شي ، مجرمين د قانون په رڼا كې په سزاء ورسيږي، تر څو دوی ته پند او نورو ته عبرت وګرځي، او بالاخره په دې ولايت كې ټولنيز عدالت تامين شي .چې پدې صورت كې به دولس اعتماد او باور په دولت لا زيات او هغه فاصله چې د دولت او ولس تر منځ موجوده وه، راكمه شي.
نوموړي دخپلو خبرو په دوام وویل :
په تېره غونډه کې مو پرېکړه کړي وه ، چې راتلونکي ناستې ته به ټول اړونده عدلي او قضایي ارګانونه په خپلو ادارو کې ، لاسته راوړنې ، ستونزې ، اړتیاوې او همداشان دعدلي او قضایي ارګانونو د پياوړتیا او پرمختګ په موخه ضروري وړاندیزونه راولېږدوي ، تر څو د هغې په نظر کې نیولو سره نوي پرېکړې تصویب او پلازمېنې کابل ته یې د وروستیو اجرااتو په موخه ولېږ و. ده وویل خوښ یم ،چې ټولو ارګانونو یاده دنده تر سره کړي او ننۍ غونډې ته یې د هغې راپور جوړ کړی او موږ ته یې رالېږدولی دی .خوست والي نعیمي زیاته کړه ، د دې راپور څخه معلوميږي، چې د شپږو مياشتو په جریان کې د جنائي جØ
�مونو په ګراف کې د پام وړ كمښت راغلی، د عدليې او قضايې غونډو جوړول، او په غونډو کې د پرېكړو عملي كول، د عدلې او قضايې ارګانونو تر منځ د همغږۍ او تفاهم د ګډو هلو ځلو پياوړتياء د دولتي ادارو څخه ليدنه او د هغوي اجرااتو څخه ځان خبرول،په ادارو کې دکار د بهبود په موخه د وضعه شویو ۲۹ مادې چې پخواء ادارو ته د چارو د سمون او اصلاح په موخه ليږل شوي عملي کول ، د زندانيانو او دمحبس څخه نظارت، د راډيو او تلويزيون له لارې د عامه پوها وي لپاره د ځانګړو پروګرامونو جوړول او په نشر رسېدل او همداء راز د مجلو، اخبارونو او خبرتياوو له امله د قانون څخه د خلکو خبرول
هغه څه دي ، چې د جنایي جرمونو په ګØ!
�اف ک
ې یې د پام وړ کموالی او په ادارو کې د عامو خلکو لپاره په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي .
نوموړي زیاته کړه ، خوست ولايت د يو ميليون څخه زيات نفوس لري ، مګر د عدليې ، قضايې او كشفي ارګانونو تشكيل یې ډير محدود دی، چې دوی نشي كولاى، د جرمونو په كشف او د دوسيو په بشپړولو كې لازم اجراات ترسره كړي. او دبلې خوا څخه د ادارو او د ادارو د مسوولینو لپاره د ودانيو نه شتون ، د تجهيزاتو، وسايطو او نورو امكاناتو نه شتون هغه لاملونه دي ، چې په ورځنیو چارو کې یې ځنډ او خنډرامنځته کړی دی .چې دی به یې دحل لپاره خپلې هلې ځلې دوام داره ګړندۍ ساتي ، تر څو دستونزو په رفع کولو سره یې دعدلي قضایي چارو کې لازمه چټکتیا او ښه والی رامنځته شي .
خوست والي د محاکمو وروستي اجراات وستایل ، چې په اعلني توګه یې مجرمینو ته سزا اورولي . ده وویل چې په دې سره دخلکو باور پر دولت زیاتیږي ، چې له مخې یې په دې ولایت کې د جنایي جرمونو ګراف راټيټ شوی دی .
والي عبدالجبارنعیمي وویل که چېرې دا ډول لازم اعلني فعالیتونه مخته یوسو ، او د رسنیو له لار ې خپاره شي ، نو په لېرو پراتو سیمو او ولسوالیو کې به هغه مېشت خلک چې د قوانینو په اړه بې خبره پاتې شوي ، پوره مالومات به تر لاسه کړي .
دخوست والي نعیمي په وینا چې په دې ولایت کې دا وخت اونیزه امنیتي غونډه دایریږي ، چې د دې غونډې په جوړولو سره د امنیتي ارګانونو تر منځ پوره همغږي رامنځته شوي ، چې له امله یې په دې ولایت کې امنیت د پخوا په پر تله ډېر ښه شوی او لا د ښه والي خوا ته روان دی . د ده په خبره چې نورې ورته غونډې لکه د ولایت پرمختیایي میاشتنۍ یا p d c غونډه ، چې په کې د ولایت د پرمختګ او رغونې په اړه پروژې تصویبیږي ، همداراز اداري ۱۵ ورځنۍ غونډه ، چې د ټولو ادارو ریسان په کې برخه اخلي ، په کې د ولایت په کچه مهمې پرېکړې د رایو په اکثریت سره تر سره کیږي . ده وویل د ولایتي شورا له وکیلØ
�نوسره هم میاشتنۍ ځانګړ ي ناسته لري او هداشان د سولې ۲۱ کسیزه عالي شورا چې نوي په ولایتونوکې په کار او فعالیت پيل کړی ، له دوی سره به هم دمهال وېش له مخې دسولې په موخه کار وکړو. چې د دې غونډو په کولو سره د ۶ میاشتو په لړ کې د ادارو تر منځ زیاته همغږي او پر مختګ په وجود راغلی .
نوموړي وویل په ولسوالیو کې د ادارو تقویه کول او په هغې کې دمامورینو پوره کول زموږ په لومړیتوبونو کې ځای لري . تر څو د لېرو پرتو سیمو خلک خپلې ستونزې په مربوطه ولسوالیو کې په کم وخت کې پرته له کومو ستونزو حل کړي .
وروسته دعدلي او قضایي ارګانونو د مسوولینو له لوري په ګروپي شکل کار تر سره شو، چې هغه ستونزې او اړتیاوې چې دوی ورسره مخ دي ، په ګوته او وروسته یې په لیکلي ډول خوست والي ته وړاندې کړل .
چې په کې لیکل شوي وو، په مرکز او ولسوالیو کې دې عدلي او قضایي ارګانونو ادارو ته د ودانیو ، رهایشي کورونو جوړول ،ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول ،د یادو ارګانونو دفترونه په لازمو پرمختللیو وسایلو ، تجهیزاتو اکمال او تجهیز ، په خوست کې د عدلي طب دڅانګې فعالول ، د عدلي او قضایي ادارو اړونده مامورینو د ظرفیتونو لوړول ، د تشکیلاتو په برخه کې دپرسونل زیاتول ، د جنایي جرمونو د اثبات لپاره دکریمینل تخنیک وسایل او ځينې نورې غوښتنې او وړاندیزونه د رایو په اکثریت سره په تصویب ورسېدل .چې د وروستیو اجرااتو په خاطر به پلازمېنې کابل ته واستول شي .
په پای کې خوست والي عبدالجبارنعیمي هیله وښوده ، چې د دې اړتیاوو په رفع کولوکې به اړونده وزارتونه او چارواکي لازمه پاملرنه وکړي . ده د نړیوالو موسساتو او په خوست کې د بیارغونې د ډلې څخه هم د دې ادارو په فعالولو کې د مرستې کولو غوښتنه وکړه .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ :شپږم
نېټه : ۶/لړم /۱۳۸۹
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
د خوست ولايت د نظامي کميسيون ګډه اعلاميه
بـسـم الله الــرحـمـن الـــــرحــیــم
دا چې له بده مرغه په خوست ولایت کې د بېلابېلو قومونو تر منځ په دولتي او نادولتي ځمکو لکه غرونو او څړځایونو باندې په خپلو کې له اوږده مهاله راهیسې شخړې او دعوې شتون لري .چې له مخې یې هر قوم یوه بل ته په غرونو او دښتو کې په سپکو او درنو وسلو سمبال مسلح اربکي نومي کسان ګوته په ماشه کښېنولي دي . چې وخت ناوخت د دوی تر منځ وسلوالې شخړې رامینځ ته شوي دي . له بده مرغه چې یادې شخړې ښکېلو ټولو خواوو ته د سر او مال په درانه زیان تمامې شوي دي .
د لمر غوندې روښانه خبره ده ، چې یادې وسلوالې شخړې په دې ولایت کې د قومونو په یوالي منفي ناوړه اغېزې شیندلي دي ، د دوی تر منځ یې د نفاق تخم کرلی . د دې ولایت قومونو ، قومي مخورو مشرانو ، دیني عالمانو او په ځآنګړي توګه ولایتي ادارې ته یې د پام وړ بدنامي ور دې غاړې کړي ده .
ددې لپآره چې هم په دې ولایت کې د قومونو تر منځ د نور وینې د تویېدو مخه نیول شوي وي آو له بله لوري هغه مسلح ځوانان چې په خپلو کې د یوه او بل مرګ ته ناست دي ، هغوی بېرته د سولې ، ورورګلوۍ ، زده کړې او خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې حاصلولو لارې ته راګرځېدلي وي ، نو د خوست ولایت نظامي کمیسیون په همدې موخه په لاندې برخو کې پرېکړې په تصویب رسوي .
۱- سر د نن څخه هغه ټول مسلح اربکیان چې دځمکو پر سر غرونو ته پورته شوي دي ، منحل اعلانوو.
۲- ټول هغه مسلح اربکیان چې د قومونو تر منځ یوه بل ته د شخړې په موخه په مورچو کې ناست دي ، خبر ورکول کیږي ، چې ژر ترژره له غرونو او مورچو څخه کوز، بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي . ترڅو نور دخپلو کورنیو سره د مینې او خوشالۍ ګډ ژوند وکوي .
۳- که څوک هم د یادو قومونوځوانانو ته د جنګ کولو هدایت او سلاح ورکړي او همداشان یایې حمایت وکوي ، بې له ځنډه به د امنیتي ارګانونو له لوري د قانون منګولو ته راکش کیږي او د سختې سزا څخه به برخمن شي .
۴- که بیا هم د دغې اعلامیې سره ، سره په کومه برخه کې مسلح اربکی ولیدل شي، هر ډول مسوولیت به یې په خپله غاړه وي .
۵- که له دې وروسته چاهم په کوم غره او یا دښته کې مسلح اربکیان ولیدل ، نو دخپل ولایت د سوکالۍ ،ارامۍ او عزت په خاطر دې په دې شمېرو سره اړیکه ونیسي . ترڅو دولت هغه تعقیب او د سزا په موخه یې دقانون پنجو ته وسپاري .
070 222 74 21 – د هغږۍ د مرکز مشر جنرال افسر دوست
0799 00 56 80- خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی
0799 033 628- دملي اردو د لومړۍ لېوا قوماندان جنرال محمد اسرار
ستاسو ورور مبارزمحمدځدراڼ