په خوست کې د يوه ځانمرګي په ګډون يوولس تنه وسله وال نيول شوي دي

 د ملي امنيت ريس جنرال محمدحسن طوطاخېل د خوست ولايت د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز په اونيزه امنيتي جلسه کې ددغه څارګرې ادارې له خوا دترسره شويو فعاليتونو او کړنو په تړاو  راپور ورکړ،چې د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې اته تنه وسله وال مخالفين نيولي، چې د دوى په منځ کې يو تن داسې  کس هم شامل دى، چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه له کرښې پورې غاړې تللى وو، چې د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د موثقو راپورونو په اساس نيول شوى او ټولو اته واړو نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف  کړى دى .
طوطاخېل د اتلسو ماينونو د کشف او له منځه وړلو يادونه هم وکړه، چې د وسله والو مخالفينو له لوري په لويو لارو او د دولتي کارکوونکو د کورونو دروازو ته کېښودل شوي وو، چې د دغه ادارې منسوبين پدې وتوانېدل، چې په وخت سره يې مخه ونيسي.
 
د ملي اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت وويل دخوست په يو شمېر ولسواليو کې روان عمليات چې مشري او پلان جوړونه يې د ملي اردو په غاړه وه او په يوازې توګه يې مخته وړل، په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل.د نوموړي په خبره د دغو عملياتو په لړ کې يې د ١٢  دوولس بېلابېل ډوله ماينونه دکشف او شنډېدو ترڅنګ  يو تن داسې ماين خښوونکى نيولى، چې ډېر وخت يې امنيتي ځواکونه په لټه کې وو.
 
جنرال هدايت  دخوست – ګردېز د عمومي لارې په اوږدو کې د نويو امنيتي بېسونو د جوړېدو يادونه وکړه، چې کارونه يې په ګړنديتوب سره روان دي، د ده په خبره د دغو امنيتي سترو پوستو په جوړولو سره به د دغه  مهمې لارې په اوږدو کې احتمالي تهديدونه په بشپړ ډول رفع شي.
 
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى هم د ملي پوليسو له لوري د دوو تنو ماين خښوونکو د نيولو خبر ورکړ، چې له ماينونو سره يې لاس په لاس نيولي او دا مهال ترپوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.