پر ولسمشر غني، طالبانو، کرزي - اتمر او د دوی پر ډله پانګونه کيږي

پر ولسمشر غني، طالبانو، کرزي - اتمر او د دوی پر ډله پانګونه کيږي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

په نړيوالو اړيکو کې د Realism لېدلوری په دې عقيده دی، چې څومره يو کس د خپلو ځاني ګټو په لټه کې وي، په همدومره اندازه يو هېواد د خپلو ملي ګټو په پار هڅه کوي. ريالېزم وايي چې په نړيوال نظام کې دولتونه د ځواک په لټه کې دي او په نړيواله ټولنه کې يې غړېتوب، پاتې کېدل او ورڅخه وتل يوازې - يوازې د خپلو ګټو د ساتنې په پار دي. په نړيوال نظام کې د نړيوال زبرځواک د رامنځ ته کېدو په پار، غښتلې هېوادونه مبارزه کوي. که چېرې د نړۍ په کچه يو زبرځواک دولت شتون ولري نو نړۍ يو څه ارامه وي، د Balance of Power سياسي تله په کې نه وي ساتل شوي او که چېرې بلانس او پاور برابر وي، نو دوه ستر دولتونه په نړۍ کې شتون لري چې بيا يې په پايله کې ناارامي د ګټو د لاس ته راوړلو په موخه رامنځ ته کيږي.

د دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د نړيوال قوت په يوې تله کې شوري اتحاد او په بله کې يې د امريکا متحد ايالت رامنځ ته شول. د دغه Balance of Power د ساتنې په موخه سړه جګړه رامنځ ته شوه او د دواړو هېوادونو هڅه دا وه، چې نړيوال ځواک Hegemonic Power جوړ شي. امريکا او روسيې د زبرځواک د پاتې کېدو په پار د نړۍ په بيلا بېلو برخو کې د سړې جګړې پر مهال سره سيالۍ وکړې، چې د سيالۍ يوه برخه يې افغانستان هم وو.

روسيې يا د هغه وخت شوري يووالي په افغانستان د غوايي کودتا کوونکي حمايت کړل خو امريکا يې په مقابل کې، د غوايي کودتا ضد ډلې يا د مجاهدينو ملا وتړله. کابو له يوې - نيمې لسيزې مبارزې وروسته امريکا وکول شول چې Balance of Power له منځه يوسي، دوه قطبي جوړښت مات کړي او د نړيوال زبرځواک په ډول يا يو Hegemonic Power شي.

کله چې امريکا نړيوال قدرت يو قطبي کړ، نو په نړيواله کچه يې ډېری پرېکړې پر خپلې ګټې وکړې. په ۲۰۰۱ کې امريکا افغانستان ته راغله، ورپسې يې عراق خپل او صدام يې په دار کړ. ليبيا، مصر او سوريه يې چڼ کړل.

د سړې جګړې په را وروسته موده کې چې کله امريکا يو قطبي جهان را منځ ته کړ نو روسيې هم په راحت ساه نه ده اخېستي، دا لټه او هڅه يې کوله، چې جهان دوه قطبي کړي. روسيه په دې چاره کې ارام - ارام وړاندې او د امريکا زبرځواک ته يې سر خوږي را پيدا کړل. روسيې په سوريې، عراق او منځنځي ختيځ کې د امريکا ځيني پلامونه چلنج کړل او په افغانستان کې يې د امريکا پر وړاندې څرګند دريځ خپل کړ.

له ۲۰۰۴ را وروسته روسيې نه يوازې په افغانستان کې د امريکا له پوځي شتون سره مخالفت وښوود، بلکې له هغه حکومت دننه، حکومت بهر، سيمه ييزو او نړيوالو سياسي او پوځي ډلو او افرادو سره يې اړيکې نېږدې اوښې کړې، چې له امريکا سره يې پر وضعيت مخالفت درلود.

په تېرو له لسو زياتو کالونو کې روسيه او د روسيې ملاتړي امريکا په دې تورنوي چې د اسلامي دولت يا داعش نومي ډله د روسيې او منځنۍ اسيا او همدا ډول د ايران د اغېز په پار د امريکا له خوا په غېرې مستقيمې پالېسۍ را منځ ته شوې ده. دا ادعا روسيه، ايران او د هغې خواخوږي کوي. په بل اړخ کې بيا امريکا او د هغې ملاتړي په افغانستان د حکومت ستره وسله واله مخالفه ډله طالبان په دې بدناموي چې د روس ملاتړ ورسره او د روسيې په زور جګړه کوي. په همدې برخه کې دوی روسيه هم تورنوي چې د طالبانو غېر مستيقم ملاتړ کوي او په دې وسيلې سره غواړي، امريکا په افغانستان کې نه بلکې په نړۍ کې په داسې يو ډول سره ماته کړي، چې د سړې جګړې د ماتې غچ واخلي او د يو قطبي جهان پر ځای دوه قطبي جهان را جوړ کړي.

د روسيې او امريکا دغه لوبه اوس د سياسيونو له تحليل ور اېخوا د يو عادي هټيوال، موټر چلونکي، ښاري او عادي وګړي په نظر هم عملي ښکاري. د مسکو د تېرې او نن ورځې ناستې دا په داګه کړه، چې د ۷۰مې لسيزې اشغالګره روسيه اوس د افغانستان د مسالې د حل مراجعې ده او تر مننې کيږي او د ۷۰مې لسېزې د مجاهدينو همکاره او ملاتړې امريکا اشغالګر قوت شو.

د امريکا له خوا په افغانستان کې پيل شوې جګړه داسې ښکاري چې امريکا په مستقيم ډول د طالبانو پر وړاندې او په غېرې مستقيم ډول د روسانو پر وړاندې ماته خوړې ده. د طالبانو د امريکا د سولې مستقيمو خبرو د پيل موخه هم په دې پار وه، چې پيل شوې جګړه په خپله پای ته ورسوي او خپلې ماتې ته د تفاهم او سولې پوښ ورکړي.

له بلې خوا روسيه دا هڅه کوي، چې د امريکا ماته رسوا کړي او د سولې کرېډت په خپلو ګوتو کې واخلي. د افغانستان سوله ساده موضوع نه ده چې په يو څو ناستو او د زلمي خليلزاد په څو لېدنو به هوکړې ته ورسيږي. دغه مساله د نړۍ په کچه د زبرځواکونو د ګټو موضوع ده.

امريکا به ولسمشر غني او ورته نور را مخې ته کوي چې د بې شرطه سولې مخه ونېسي ځکه چې بې له شرطه سوله د امريکا ماته ده. له بلې خوا به روسيه طالبان، کرزي او د اتمر نوې ډله هڅوي، چې په امريکا خپله ماته ومني او داسې سياسي او پوځي فشارونه پر راوړي، چې د پخواني شوري د ماتې په څېر امريکا په خپلې څرګندې ماتې اعتراف وکړي.

د مسکو له ناستې داسې ښکاري چې روسيه به پر طالبانو، د حامد کرزي پر پخوانۍ او د محمد حنيف اتمر پر اوسنۍ ډلې پانګونه کوي او له دې لارې به امريکا وځپي. امريکا به د افغان حکومت په نوم د ولسمشر غني اداره ورته رامخې ته کوي، چې روسيه په افغانستان له داسې نفوذ پر شا کړي، چې په عملي کېدو سره يې د امريکا ماته رېښتنې کيږي.

په راتلونکو ولسمشريزو ټاګنو او له هغې مخ او شاته؛ روسيه پر طالبانو، کرزي او شمالي ټلوالې پانګونه کوي او امريکا په دې لټه کې ده، چې د محمد اشرف غني او يا يې ورته بديل را پيدا کړي چې د روسيې د نفوذ پر خلاف سنګر پرې ونېسي.

له هرې زوايې چې وګورو، د روسيې په لمن کې پراته پر افغانستان د روس د نوي اشغال او نفوذ وسيلې دي او د امريکا لمن نيونکي د امريکا د اشغال د تداوم غوښتونکي. د امريکا او روسيې پانګونه او افغان وژنه ده چې پايلې سړې جګړې ته ورته څه چې ګټ - مټ دي.