
په دنده کې: ژبه يې ګونګه او پر فساد خاموش؛ په شړل کېدو: ادعاوې، رسنيو ته راتلل او ځان جنتي نور دوزخي جوړل
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
افغانستان د عجايبو، بدبختيو، ورانيو او په زرګونه نورو هغه کړو - وړو مجموعه ده چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې ښيښنده او بې ساري دي. د جګړې او ورسره بدبختۍ تر څنګ چې ښايي د همدې جګړې لامل به وي، د هېواد پر ځای د ځان پالنې روحيه ده. يانې د خپلو ګټو پر ځای هېواد ولس، وجدان او د ملي ارزښتونو خرڅول دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې دغه سپين سترګي او پورته ياده مساله وه خو تر يو بريده، له بدمرغه چې د محمد اشرف غني په دوره کې يې زور واخېست. سياسي ځان پالنه دا ده، چې که چېرې يې خپلې شخصي ګټې نه وي او يا پرې بند شي، نو بيا هره څه او هر څوګ منفي، بد او ناوړه شي.
د ولسمشر غني په واکمنۍ کې له جنرال دوستم نيولي بيا تر وزيرانو، واليانو، ريئسانو، لوړپوړو او ټيټ پوړو چارواکو پوري؛ هر هغه ناوړه چې په دنده ټاکل شوی دی نو ولسمشر غني او اړونده ادارې ورته سپيڅلې او مقدسې وې، خو چې کله ګوښه شوی نو بيا لومړۍ هغه کاسه کې پښه ږدي، چې دی په کې رزق خوړه.
که له جنرال دوستم يې را شروع کړو، نو احمد ضيا مسعود، عطا محمد نور، حنيف اتمر او ورته نور، چې کله په دندو کې وو او د حکومت برخه وو، ولسمشر غني متفکر وو، حکومت بريالی وو، ادارې يې له فساد پاکې بللې، له غني يې په دې مننه کوله چې پرې يې باور کړی......
خو چې کله جنرال دوستم، عطا، خنيف اتمر او نور ولسمشر غني په مشروع ډول له دندو لېرې کړل، بيا ولسمشر غني متعصب، قوم پال، کمزوری، انحصار کوونکی .... شو. حکومت له فساد ډک، د ظلم اداره، استبدادي، بې حوصلې...........
اوس په تازه ډول، د حبيب احمدزي په نوم د ولسمشر غني يو پخوانی سلاکار په رسنيو راغلې البته وروسته له هغې چې له دندې لېرې شو؛ ادعا کوي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې اخلاقي فساد دی او ښځې د جنسي رشوت له ورکړې وروسته په دندو ټاکل کيږي.
د يو افغان په څېر دغه حبيب احمدزي او په تېر کې نورو ځان غوښتونکو ته لاندې ټکي وړاندې کوم؛
۱- که لږ وي يا ډېر؛ په هغه اداره او دفتر کې تا هم دنده تر سره کړي، چې اوس يې په فسادونو او ستونزو کې يادوي. که چېرې په يادې ادارې کې فساد وي نو ته هم د فساد برخه وې، آيا اوس تيار يې چې د يوې فسادې ادارې د يوې برخې په توګه ځواب ورکړې؟
۲- کله چې په يوه ورځ، مياشت، کال وړاندې؛ په همدې دندې بوخت وې او هغه څه چې اوس يې رسوا کوي خو هغه وخت دې د سترګو پر وړاندې وو، نو ويلي دې غږ چوپ وو؟ آيا هغه وخت رسنۍ نه وې؟ ولس نه وو؟ چا دې په خوله پټۍ وهلې وې؟ او که په ژبه ګونک وې؟
۳- که فرض کړو چې مفسده اداره يو فحشاخانه اوسي او ته يې هم په دننه کې اوسي. له يو څه وخت وروسته چې ته د فحشا خانې دننه خپل هر ارمان پوره کړې او بيا بيرون خلکو ته چيغې کړې؛ چې واه خلکو! دلته فحشا خونهده، نو ولس به تاته څه ځواب درکړي او په کومه سترګه به درته وګوري، په داسې حال کې چې تا هلته دننه هر څه زړه غوښتل تر سره کړي وي.
پايله دا چې، ولس اوس د هغه چارواکو په ادعاوو شرميږي چې له وظيفې څخه د شړل کېدو وروسته يې کوي. د حبيب احمدزي په څېر خلک ښايي اوس له دې نه وي خبر، چې ولس وېښ دی او ستاسو هر بهتان او هرې ادعا ته (هو) نه وايي.