
روهي( دوه نۍ/۷ د غبر ګولي )، د روان ز کال د مۍ میاشتې پر ۴ تاریخ داسې راپورنه پیدا شو چې د نړۍ تر ټولو د خواله رسنیو لویه اداره ( فېسبوک ) په دې کار کوي چې تر څو راروان ز کال برېښنایي روپۍ وړاندې کړي.
فېسبوک دغه کار لپاره د څو پتبریکو سره خپل پلان هم شریک کړی دی.
د مالوماتو له مخې فېسبوک د دغه کار کولو لپاره د انګلستان هېواد د ځینو بانکونو سره خبرې هم کړې دي چې څنګه کولی شي چې برېښناي روپۍ رامنځته کړي؟
فېسبوک غواړي په دغې برښنایي روپۍ باندې د ( ګلوبل کوائن ) نوم کېږدي چې تر څو په ټوله نړۍ کې خلک ورباندې اخیستل او خرڅول وکړای شي.
همدا ډول فېسبوک د دغه کار د ترسره کولو لپاره د ويسټر یونین سره هم خبرې ترسره کړې دي.
دا وخټ په ځینو نومونو باندې برېښنایي روپۍ شتون لري چې عبارت دي له ( بټ کواین، ایلټوکواین، لائټ کواین، ایتھریم اوبنانس کواین ) څخه دي.
د برېښنايي روپو یو کواین ارزښت د نورو ۱۰۰۰۰۰ روپو سره برابر دی.
ژباړن: محمد مبین هڅاند