عمرانخان ته:  څارګره اداره و نظاميان دې پښتانه ازمايي

پر لوی لاس پرې جنګ ورتپي او غبرګون ته يې راپاروي
 
له تا خو په ريحامخان کې هم غيرت ډېر دی



ښاغليه خانه،
دا نظامي تورمخی وياند دې سخت دروغژن او سرسخته متعصب دی. موږ ته له مشورو به درته د خپل ولس سره پوهاوی او د هغوی روا غوښتنې ځوابول درته په ګټه وي. دا به له تاريخي، اخلاقي وسياسي پلوه هم درته ښه نه وي چې ستاسې په دوره کې له پښتنو او نورو لږه کيو سره زياتی کيږي.
 
ښاغليه خانه،
ګوند دې هم انصاف دی او ټاکنيز کمپاين دې هم د انصاف شعار وو، خو نن ګورو چې د ګوند او د شعار تر چتر لاندې له پښتنو او نورو لږه کيو سره توپيري چلند کيږي. دا خو انصاف نه دی چې د ناخالص عايد شپېته برخې نظاميان اخلي او پاتې يې ۱۹۵ ميليونه نفوس اخلي.
 
ښاغليه خانه،
ته خو يو ځل له باجوه او له ويانده يې وپوښته چې د ترهګرۍ په نوم هغه ۳۳ ميليارده ډالر څه شول؟ دغه پيسې خو ټولې د نظاميانو حساب ته تللي نه د حکومت حساب ته، خو نن ګورو چې د دغې درغلۍ سره سره حکومت په پورونو کې ډوب دی. د سعودي شهزاده ۶ ميليارده ډالرو ورکړې هم لکه چې بسنه ونه کړه او ډالر د خپل وخت لوړې کچې ته ورسېد چې ټول ولس سره کړيږي او مزې پرې نظاميان کوي.
 
ښاغليه خانه،
دا به ډېره هېښنده وي چې د انصاف شعار تر چتر لاندې پښتانه او نورو لږه کي زوريږي او پر پانګونه يې نور خلک مزې کوي. دا به ښه خبره نه وي چې د ترهګرۍ په نوم اخېستل شوې پيسې د سوله ييزو پښتنو او نورو لږه کيو پر ضد کارول کيږي.
 
مشوره:
که د پښتنو روا غوښتنې ومنل شي بدي يې په څه کې ده؟
ښه به دا وي چې حکومت، نظاميان واستخبارات مو په ګډه نور له افغانوژنې لاس واخلئ. ګوندې ستاسې د پرېيمانه پور په خلاصون او کمولو کې مرسته وکړي. د پاکستان لپاره پر بېشعوره طالبانو پاګونه ګټه نه کوي.