نظم

داشعرمحترم حبيب کامران ساب ته په سويډن کی او محترم ظاهر انګار ته په ګرديزکی ډالۍ کوم

ازاد نه يې بنديوان يې دپرديو په دامو کې
ازاداوسه هسکه غاړه لکه باز په دنګوغروکې
خپل پردي راته بلازمازخمي زخمي جانانه
وينې وينې راته ژاړي شهزادګان سپيروډاګوکې
لراوپر پشتانه واړه دغفلت په خوب بيده دي
يوخوشحال مې پيدانه کی لراوبر په پشتنوکې
شهزادګی چيغې بغارې زما خوله يې ده ګنډلې
ډيرافسوس افسوس اې وروڼو غيرت نسته په شملوکې
اه دپلارنيکه تاريخ دې تورې خاورې ايرې کړی
ته لابياهم لاپې کاندې اې بی ننګه مجلسو کې
قام يې هير پشتو يې هيره شک بريتونه نه شرميږ ي
جانان سرووينو کې رنګ دی ته خوشحال يې په چړچوکې
وطن مورده موريې خرسه داعجبه پشتانه سو
زماجانان وطن سولګی دی په زخمی زخمی دردوکې
اې راويش سیء سرببر جهان اسمان ته ختلی
تی په خپلوکې جنګيږی اقتدار په سرولمبوکې
قلم خپل کیء نفاق ختم کورپه کورسره جرګه سیء
دمحبوب وطن دپاره سرومال په نذرانو کې
بيادعلم زيور خپل کیء لالی ډير بې قدر سوی
مستي غواړم اې وطنه ستا دننګ په ترانو کې
دابهاربهار ځواني مې په زر وار له تانه جارسه
زماجانان جانا ن وطنه الکوزی غرک په خولو کې
 

منان الکوزی کوټه په درناوی
--