کابل پوليسو! د کرېکټ په پار هوايي ډزې کوونکي خو ونېول شول، د عامه نظم په پار د سنبلې ۱۸مې ته کوم پلان شته؟

کابل پوليسو! د کرېکټ په پار هوايي ډزې کوونکي خو ونېول شول، د عامه نظم په پار د سنبلې ۱۸مې ته کوم پلان شته؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښشتن

افغانستان له څلورو لسيزو په جنګ، جګړو، وينې توېدنې، د باروتو بوی، ورورژنې، غچ، نفرت او غم ته غيږ ورکړې ده. هغه څه چې ولس په پورته ياد وخت کې له بل هر څه ډېر تجربه کړل، هغه جګړه ده. لکه څه ډول چې د جګړې نوم څرګند دی همداسې يې موخې او وسايلې هم څرګندې دي. جګړه وينه ده، په ټوپک، توپ، ټانک، مرميو، باروتو، هوايي بمباريو، مايونونو او چاودنو سره تر سره کيږي.

افغان ولس په جګړې کې را پيدا شو، په جګړې را لوی شوی او جګړې واخېست؛ خو تر اوسه د جګړې په مينه موړ نه دی او دا جګړه ځپلی ولس له جګړې سره مينه لري. بدبختي دا ده چې افغانان غم او ښادۍ دواړه په تاوتريخوالي لمانځي. د وسلې بدمرغه غږ دومره تريخ دی، چې ماشومان په ژړا کوي، ويده راپورته کوي، مرغان په پسې اخلي او لنډه دا چې چوپتيا په شور او شور په چوپيتا بدلوي.

له افغانانو پرته به د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د رواج نه وي چې خلک خپلې خوښۍ هم په جګړې ولمانځي. د نوي ماشوم پيدا کېدل او ډزې، واده کول او ډزې، اختر او ډزې او د ژوند په چارو کې برياوې په ډزو لمانځل شي.

د هېواد به روان بحراني وضعيت کې سپورټ او ورزش هغه څه دي، چې هم يې په نړۍ کې د افغانستان بيرغ رپانده کړی ی او هم يې د دردېدلي ولس په شنډو خندا خوره کړې. کرېکټ ځانګړې لوبه ده چې په مېلېونه افغانان يې ګوري او خپلې خوښۍ په کې لټوي. د کرېکټ د بريا وروسته ډېری ځلې په جګړې عادت ولس، هوايي ډزې کوي چې کټ - مټ د جګړې انځور له ځان سره لري. هوايي ډزې لامل کيږي چې د ښارونو کې عامه نظم ګډوډ کړي، تلفات رامنځ ته کړي او لنډه دا چې خوښۍ په غم بدلې کړي.

که څه هم د کرېکټ د بريا وروسته هوايي ډزې يوازې يو موخه لري، چې د خوښۍ اظهار او د هېواد پالنې لوړ احساس دی، خو د مثبت احساس دغه کړنه بيا منفي اغېز رامنځ ته کوي. له خلکو هيله لرو چې دا ډول کړنې تکرار نه کړي او د امنيتي ځواکونو هغه هڅې د ستاينې دي، چې تر سره کوونکي يې نيسي.

وړاندې مو وويل، چې د کرېکټ د بريا په موخه هوايي ډزې نه تعصبي بڼه لري، نه په کې د چا سپکاوی کيږي، نه هم منفي احساسات راپورته کوي او نه يې هم تر شا کومې نورې موخې دي، خو بيا هم تر سره کول قانون ماتونه او ناسم کار دی.

کابل پوليسو تېره شپه په کابل کې تر ۴۰ هغه ځوانان ونېول چې له پاکستان څخه د افغانستان د کرېکټ لوبې د بريا نمانځنې په پار يې هوايي ډزې کولې. دا کار د عامه نظم د ساتنې په موخه ستايو، خو دلته بايد يو څه ټکي کابل پولیس، استخبارات، ګرنېزون او په لويه کې حکومت په پام کې ونېسي.

۱- که د کرېکټ بريا د خوښۍ لمانځونکي نېول کيږي، نو هغه کسان دې هم ونېول شي، چې د احمد شاه مسعود د مړينې په ورځ له کابل ځنګل او ژوبڼ جوړوي؛
۲- که د کرېکټ بريا د خوښۍ لمانځونکي نېول کيږي، نو هغه کسان دې هم ونېول شي، په هوايي ډزو د افغانستان ملي بيرغ ته اور ورکوي؛
۳- که د کرېکټ بريا د خوښۍ لمانځونکي نېول کيږي، نو هغه کسان دې هم ونېول شي، چې د سنبلې په ۱۸مه عامه شتمنۍ لټوي او ولس سرخوږی را پيدا کوي؛
۴- که د کرېکټ بريا د خوښۍ لمانځونکي نېول کيږي، نو هغه کسان دې هم ونېول شي، چې د هېواد د ولسمشر انځور په رڼا ورځ د پوهنې وزارت پر ديوال په مرميو په نښه کوي؛
۵- که د کرېکټ بريا د خوښۍ لمانځونکي نېول کيږي، نو هغه کسان دې هم ونېول شي، چې د هېواد د ولسمشر انځور په رڼا ورځ د پوهنې وزارت پر ديوال په مرميو په نښه کوي.

پايله دا چې حکومت او په ځانګړي ډول د کابل ولايتي اداره دې، عامه نظم وساتي او هغه څه دې په اول کې تر سره کړي چې لومړيتوب ولري.
د سنبلې په ۱۸مه د همدا ډول اقدام په هيله!