
افغانان خپل مټ نه غوڅوي، خو دا پنجاب دی چې لروبر افغانان يې د مذهب په نوم ووژل، خو مذهبي لوبه يې نوره نه چليږي
پنجاب بايد د لروبر افغانوژنې حساب ته تيار وسي
د پنجابي استعمار شيطانې څارګرې ادارې چې لسيزې يې لروبر افغانان د مذهب په نوم ووژل چې له نېکه مرغه نوره يې دغه توره ومنحوسه څېره نه يوازې په ملي وسيمه ييزه کچه، بلکې پر نړيواله کچه داسې بربنډه شوه چې د مسلمانو او غيرمسلمو ترې نن بد راځي او يو ډول وېره ترې احساسوي.
د پنجابي استعمار دغې مردارې شيطانې ادارې اوس تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو ته د مرګ ګواښنه کړې چې له افغانستانه يې ترهګر ژوند ته خطر پېښوي، خو دېته نه ګوري چې افغانستان وهندوستان ته يې شعوري وناشعوري مذهبي لېونيان روزلي، استولي او لا يې استوي چې ښه بېلګه يې د پلوامه پېښه ده چې د کړنې مسووليت يې په زغرده د پنجاب مېشتې ترهګرې ډلې پر غاړه واخېست او په افغانستان کې يې بيا طالب، حقانيان وداعشيان اخلي او همداسې هغه بل ګاونډي ايران ترې هم خلاص نه دی او وخت ناوخت هم هلته د خلکو ژوند ګواښي.
له دې بله بل په زغرده منښته څه وي چې برحال لومړي وزير يې يو وخت په زغرده طالبانو ته مشوره ورکړې وه : ((که تاسې جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ)). او اوس يې بيا منښته کړې چې ترهګرې ډلې زموږ نظاميانو جوړې کړې دي، نو د پنجاب دغه منحوسه وشرمېدلې اداره دې په دې پوه شي چې لروبر افغانان او نور لږه کي (بلوڅ، هزاره او داسې نور) هم پوه شوي دي چې زموږ د ټولو ګډ دښمن او وژونکي مو څوک دي؟
په دې هيله چې عمرانخان خپله دغه په ملي، سيمه ييزه ونړيواله کچه بدنامه اداره له داسې اوتوبوتو منعه او مهار کړي، کنه داسې وخت راتلونکی دی چې د ولس لاسونه به د دغې بدنامې، شريرې او منحوسې ادارې ګرېوان ته ورورسيږي او د تل لپاره به ورته د پای ټکی کښيږدي او په دې سره به د تل لپاره د شر او د سرطان مېکروبي دانه له بېخه ووځي او ټول چم وګاونډ، سيمې او نړۍ به يې له شره په امان شي.
وخت راتلونکی دی چې ډېر نژدې شوی دی او پنجاب د خپلو کړو مېوه تر لاسه کړي.
اليس الصبح بقريب
رڼا راتلونکې ده، ډېره نژدې ده. د پنجاب له شره به ټول په امان شي.