د ولسمشر غني لفظي تېروتنې او د رسنیو تاوده بحثونه

دلته د یوې خبرې ښکاره کول اړین دي، هغه دا چې د ولسمشر هغه پلويان چې ولسمشر ورته د دوی تر استعداد، پوهې او لياقت لوړ منصب او بستونه ورکړي او په کې مقرر دي، مجبور دي چې د ځان او منصب ساتنې په موخه تور ته سپين او سپين ته تور ووايي؛ تر څو له يوې خوا پرې د رزق او روزۍ دروازه بنده نه شي او له بلې خوا خپله دغه بېسوادي تر سرې نېکټايۍ او...... لاندې پټه کړي.

خو دا چې د ولسمشر ځينې بيانيې او د سټېج په سر خبرې اورو او وينو او هغه لفظي متکرري تېروتنې او تکراري او واضح او تر لمر ښکاره اشتباهات چې بيا ورباندې مېډيا او د دوی (د ولسمشر پلويان) په اصطلاح د ولسمشر سياسي مخالفين او منتقدين څو ورځې لګيا وي او د ولسمشر په خلاف ترې سياسي بهره برداري کوي.

دلته نو زموږ د حوصلې او صبر کاسه نسکوره شي چې که ريښتيا ولسمشر د نړۍ دويم متفکر وي او ريښتيا یې هم دوکتورا کړې وي چې تر اوسه يې موږ يوټيوب کې تېزس نه دی پيدا کړی، هغه بايد په دې پوه شي چې دا د ګوتو په شمېر له غرب څخه راغلي چې د هېواد له کلتور، فرهنګ او عنعناتو ناخبره خلک به موږ منزل ته ونه رسوي؛ بلکې د ولسمشر د محبوبيت کچه به را کمه او حتی د ده علميت او ديني عقيده او اسلامي معلومات به هم تر جدي سوال لاندې راولي. ځکه د يو مسلمان هېواد ولسمشر چې په دين کې هغه ابتدايي معلومات هم ونه لري او يا دده له خپلي خولې هغه غلط ووځي، دا نو بيا د ټول ولس لپاره د شرم خبره ده.

زموږ د ځوانانو سپارښتنه ولسمشر ته داده چې ته د عصري علومو يو تحصيل کرده شخصيت يې، تاسو لپاره تر اعوذباالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم، ويلو اضافه هيڅ اړتيا نشته چې په اسلامياتو او ديني علومو ايات او حديث شريف کې خبره وکړې‌. ځکه ته يو ديني عالم او شیخ الحديث نه يې او ولس هم له تانه د ديني علومو د تبليغ توقع نه لري. نو تر دې چي بيا د سياسي مخالفينو او منتقدينو له خوا ستاسو خبرې او بيانيه په تمسخر ونيوله شي، ښه داده چ، ستاسو خبرې فقط او فقط د غونډې د اجنډا باندې را وڅرخي.

بله خبره دا هم زياته ضرور ده چې د ولسمشر په مشاورينو او د اداره امور او رياست دفتر په کارمندانو کې بايد داسې ملي او په کار پوه کسان په دندو وګمارل شي چې د ولسمشر ټولې بيانيې او ويناوې مخکې له مخکې د موضوع او اجنډا سره سمې ترتيب او بدون له هېڅ ډول نواقصو يې ولسمشر ته موضع له ورتګ مخکې د مطالعې او مرور لپاره ورکړي.

که چېرته ولسمشر کومه جمله حذفوله، يا سې اضافه کوله نو هغه دې تر هدايت وروسته متن ته وراضافه او ياکمه کړي، تر څو په راتلونکي کې د ولسمشر وينا د مېډيا او اجتماعي رسنيو کۍ د تنقيد او تمسخر لاندي رانشي.