د الله يار پرکيسه ييزې هڅې څو خبرې

پښتو لنډه کيسه د يوه نثري ژانر په توګه که څه هم د ځينو ادبپوهانو په نظر په لنډه موده کې ډېره فاصله شاته پرېښى او نسبتاًقانع کوونکى پرمختګ يې کړى خو د نورو پښتو نثري ژانرونو په شان دا پرمختګ هم هغومره نه دى لکه په شعر کې چې ښکاري.
د پښتو لنډې کيسې پرعمومي وضعې خبرې که له يوې خوا ماته د استادانو په وس پوره او زمالپاره مشکل کارښکاري،له بلې خوا مې له مشخصې موضوع سره ډېراړخ نه لګوي.
د نورو پښتنو سيمو په شان په لوى ننګرهارکې چې د ادب زانګو اوپلازمېنه ګڼل شوې،له وروستيو راهيسې يوشمېر ځوانانو يې لنډې کيسې ليکولو ته مخه کړۍ.
د دوى دا نوې هڅې سره له دې چې له تيوريکي پلوه ستونزې او نېمګړتياوې به لري خو د ستاينې په دې دي چې راتلونکي ته يې د سړي تمه پيداکېږي.
بايد هېره نه کړو چې دلته (لوى ننګرهارکې) يوشمېر ادبي کړۍ له دې امله چې پرکيسو يې بحثونه او کره کتنې نه دي رامنځته کړي،تر نيوکو لاندې راتلاى شي.
خوشبختانه چې اوس په ننګرهارکې د ځينو ځوانو ملګرو په مرسته د ارشادرغاند په نوښت او مشرۍ رامنځته شوي جلالکوټ ادبي خوځښت خپلو اونيزو غونډو کې دې تشې ته پام کړى او خپله دويمه غونډه کې دمحب الله الله يار پريوې نثري ليکنې چې دى يې لنډه کيسه بولي،کره کتنه کېږي.
زماکه څه هم له لنډې کيسې سره ډېروخت نه دى تېرشوى او پرتيوريکي خواګانو يې ښايي پوره بحث ونه شم کړاى خو تروسه غواړم د الله يار د(غل)په نامه دا ليکنه تر دقيقې مطالعې لاندې راولم.
دا ليکنه چې الله يارکيسه ګنلې د يوه پوډرڅښونکي د ذليله ژوند يوه څنډه انځوروي،پوډرڅښونکى پکې د خپلې مېرمنې مړي او ژوندي ته ځانګړې جامې د پوډرڅښلود پيسو د موندلو لپاره په بازار کې پريوه خان خرڅوي .
د دې کيسې پيل چې د سالم پوډري له قهرجن حالت څخه کېږي،په دې د يوه پوډري له طبيعي حالت سره توپېرلري چې يوخو پوډريان عموماً ارامه خلک دي،ژرنه قهريږي اوبل په دې چې زموږ په ټولنه او کېداى شي نورو کې هم څوک چې ملامته وي،د ځان دفاع په دومره سپين سترګۍ ونه کړي.
نو په دې اساس زماله نظره دکيسې پيل له منطقي پلوه چې په انګرېزۍ کې ورته دکيسې په ژبه ( logic reason) ويل کيږي الله يار ددې منطقې دليل په راوړلو کې بريالى نه ښکاري او کيسه ترينه په پيل کې په بله خوا تللې که چېرې يې دکيسې کرکټرچې پوډري دى په نرمۍ غږولى واى نو دابه لوستونکو ته ډيره په زړه پورې ثابته شوې واى
دکيسې له پيل راورسته په هغه برخه کې چې دپوډري مېرمنه دخپلې کورنۍ دضرورتونو دپوره کولو لپاره دخان دکورنۍ خدمت کوي او چاته دسوال لاس نه اوږدوي چې دا برخه دپښتني ټولنې يو ريښتينى انځور زموږ دسترګو په وړاندې ګدي .
په دې برخه کې ليکوال دخپلې ټولنې انځورونې ته ډېره توجه کړې دابرخه ددې ترڅنک تلوسه هم لري خودکېسې په دې برخه کې چې پر سالم پوډري دښځې له طرفه يې دجامو دغلاکولو ادعا کيږي دلته دکيسې غوټه ترضروري وخته دمخه پرانستل شوى چې دپاتى کيسې لوستلو ته دلوستونکو علاقمندي کموي
تردې وروسته په دې برخه کې چې ليکوال دسالم پوډري دمخ زيړ والى دزيړي له ناروغى سره تشبيې کړى کيداى شي يوه نوى اوجالبه تشبيې يې وګڼو .
دکيسې په پاى کې کله چې خان په يوازه ځان دسالم پوډري څخه په بازار کې دده له لاسه دده دښځې جامې اخلي اوکورته يې راوړي نودخان ښځه يې دسالم پوډري ښځې ته دډالۍپه توګه له کڅوړې راباسي او ورته وايي چې داخان له يوه پوډري څخه په ارزانه بيه اخستي کله چې دپوډري ښځه جامي ګوري چې ددې دي دليکوال په خبره له پښو يې ځمکه تښتي او دخپل خاوند يو بل پټ راز هم ورته څرګنديږي
دلته ليکوال له مبالغې سره چې دکيسې داساساتو خلاف عمل دى کار اخستى او په همدې سره يې کيسه باى ته رسولې .
له دې ليکنې زما عمومى برداشت دادى چې دا دالله يار دکيسه ليکنى له لومړنيو هڅو څخه به وي دى که په دې برخه کې دمطالعې کوشش وکړي او دتګړه کيسه ليکوالو په زړه پورې کيسې ولولي نو امکان شته چې په راتلونکى کې دښو کيسو څښتن شي زماله نورځوانانو هم هيله داده چې دجلالکوټ ادبي خوځښت په اوونيزو غونډوکې چې پرشعراونثرکره کتنه هم پکې شامله ده برخه واخلي او خپله ادبي پوهه زياته کړي.
په درنښت
خالد(سنګر) دجلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال