
يادښت : د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) ترجوړيدو وروسته تيره شپه ډيرفرهنګي ياران ددې خوځښت پرفعاليتونو نظراخيستو اومشورو ته راټول شوى وو، پرموضوع تراوږده بحث وروسته ګڼ ياران چې ورځينيو ستړياوو ځپلي وو، دخوب پر بسترونو پرېوتل.
خو موږ درېيوواړو ( ارشادرغاند ،انورالحق يرغل او خالدسنګر ) دنورکله په شان دشپې نيمايي کې دفى البديهه مشاعرې نيت وکړ .
له دې نيت سره يوځاى يرغل وويل: داځل به دا مشاعره په نيټ کې هم خپره کړو او دهغو تېرو په څېر بايد رانه نادرکه نه شي ځکه د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) دجوړيدو د رپوټ له خپرولوسره ديوشمېر لرې ميشتو ملگرو غوښتنه داده چې د( جلال کوټ ادبي خوځښت ) له فعاليتونو بايد خبر شي. پردې خبرې ترهوکړې وروسته په داسې حال کې چې دځينو ويدو ملگرو خرارى خاته، يوواردارشاد رغاند له خولې راووتل:
خيرکه دژوند قمار کې ځان سړى له لاسه ورکړي
خوخداى دې نه کړي چې جانان سړى له لاسه ورکړي
هغه پاگل نه دى چې ځان سره خبرې کوي
هله پاگل شي چې ګرېوان سړى له لاسه ورکړي
يرغل
ديوبې موره او بې پلاره په شان ژوند به لري
چې خپله هيله اوارمان سړى له لاسه ورکړي
رغاند
دخوږ جانان جداکيدل ،سړى په داسې حال کړي
خداى مه کړه سم لکه ايمان سړى له لاسه ورکړي
يرغل
دهيرولودې څه مه وايه دادومره ګران دي
لکه اسلام چې مسلمان سړى له لاسه ورکړي
رغاند
زماله تانه بېلېدل جانانه دومره ګران دي
لکه پوره خپل خاندان سړى له لاسه ورکړي
سنګر
هغه ساعت خودې الله ملګرو نه راولي
چې د( صميم )غوندې مشران سړى له لاسه ورکړي
يرغل
افغانستان به بيا په خپلو پښوودريږي
که دا ايران او پاکستان سړى له لاسه ورکړي
سنګر
داپيغلې نجونې به راووځې په لاريون ښاروته
که دا زمونږ غوندې ځوانان سړى له لاسه ورکړي
يرغل
ګډه خندا
حيران يم حورې به بيا کډې په سرچېرته ګرځي
که داجنت غوندې لغمان سړى له لاسه ورکړي
سنګر
بيا ګډه خندا
که دبوتلو جنګ په سوک سپېړوواوښتو نو
ښايي چې ډېر ژرپارلمان سړى له لاسه ورکړي
رغاند
بيا ګډه خندا
يوې جينۍ بلې ته وې زمونږ به زړونه وچوي
که دا پى مخي هلکان سړى له لاسه ورکړي
يرغل
هيله ده چې مشاعره مو خوښه شوې وي .
تورتوتان له تاسو قربان خو يو خبره اړينه بولم چې په هغه بيت کې ديرغل موخه دروند استاد محمد اصف صميم دى.
زه به هڅه وکړم چې دملگرو نورې داسې مشاعرې درته راټولې کړم .
په همدې هيله
خالد سنګر
دجلال کوټ ادبي خوځښت مرستيال