سبا به څه پېښ شي؟ ولسمشر به له واک لېرې شي؟

سبا به څه پېښ شي؟ ولسمشر به له واک لېرې شي؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
سبا د جوزا مياشتې لومړي نېټه ده. د هېواد د اساسي قانون اړوند هر ولسمشر د خپلې کاري دورې په پنځم کال د جوزا مياشتې په لومړي نېټه واک پرېږدي. په دې اړه د افغانستان اساسي قانون،
درېیم څپرکی (ولسمشر)، یو شپېتمه(۶۱) ماده، دويمه برخه کې ليکل شوي دي. "د جمهور رئیس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي." اوس که د اساسي قانون دغه مادې په کتو سره ولسمشر محمد اشرف غني اړ کيږي چې د قانون د پلي کېدو په صورت کې واک خوشی کړی. ۱۳۹۸ د ملي يووالي حکومت پنځم کال دی او سبا يې د جوزا مياشتې لومړۍ نېټه ده.

ولسمشر غني او په لويه کې د ملي يووالي حکومت په دې ملامت ګڼل کيږي، چې بايد د پنځم کال جوزا مياشتې تر لومړۍ نېټې وړاندې يې د ولسمشرېزو ټاکنو د تر سره کېدو زمېنه برابره کړې وه. دا د حکومت يوه نيمګړتيا ده چې په خپل وخت نه شي کولی چارې تر سره کړي. اوس خو ولسمشرېزې ټاکنې د جوزا مياشتې وړاندې نه وشوې او نه هم کيږي، نو د جوزا مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته بايد څه وشي او څه به وشي؟

په لويه کې د ملي يووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني څلور لاملونه لري، چې په واک به تر هغې پاتې شي، ترڅو چې ټاکنې نه وي تر سره شوې.
۱- د سترې محکمې له خوا د اساسي قانون تفسير او د اساسي قانون په پورته فقرې کې دغه (د جمهور رئیس وظیفه تر انتخاباتو وروسته ...) مطلب دا چې تر اوسه ټاکنې نه دې شوې.

۲- د هېواد موجوده سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت نه دی برابر چې موجوده نظام پای ته ورسيږي او پر ځای لنډمهاله اداره جوړه شي.

۳- د سياسي ډلو نيت او اراده، ځکه چې د افغانستان په څېر يو هېواد کې چې جګړې ځپلی وي او جګړه په کې روانه وي، نو هر څه يو سرچيه را وځي. دلته هغه څوګ چې د قانون د پلي کېدو خبرې کوي په خپله د قانون ماتونکي دي او هغه چې قانون پلي کوي، خپلې شخصي او سياسي موخې په کې لري.

۴- په لويه کې ولس دې ته نه دی تيار چې په دې لنډ وخت د نظام بدلون رامنځ ته شي.

په کې مخکښ حنيف اتمر خو ورسره يوولس نور نوماندان؛ خبرداری ورکوي چې که چېرې ولسمشر غني سبا ورځ واک خوشی نه کړي، نو دوی به له قانوني لارو کار واخلي. دغه کسانو له دې وړاندې هم د ولسمشر غني له يو شمېر پلانونه سره کلک مخالفتونه وښوودل خو په کې بريالي نه شول. د بېلګې په دول د سولې په پار د مشورتي لويې جرګې جوړېدل.....

لومړۍ خو له وضعيت داسې ښکاري چې سياسي ډلې - ټپلې يوازې - يوازې سياسي فشارونه رامنځ ته کوي او غواړي په دې سره يو شمېر موخو ته ورسيږي. دويم، که چېرې دوی له قانون پرې واېخوا بغاوت لاس پوري کړي، نو د نړيوالې ټولنې په همکارۍ به يې افغان امنيتي ځوکونو مخه ونېسي، خو بيا به هم هېواد له سخت سياسي کړکېچ سره مخ شي.