
یومشهور پښتومتل دی چې وایي ((خپل کورساته ګاونډۍ غل مه نیسه )) خو زموږ په ټولنه له موږ نه خپل کور هېردی او تل په غلو پسې ګرځو او ګڼې بدګمانۍ مومخې ته ولاړې دي چې نه یوازې خپل ژوند مو ورباندې تریخ کړی بلکې دنورو ژوند ته موهم سرخوږی پیداکړی دی .
افغانستان دهغه ستراتیژیک اوجغرافیوي موقعت له امله چې داسیاپه زړه کې دغه پروت هېواد ته ورپه برخه دی دټولې نړۍ پام ځانته ور اړولی دی ، هغه که داقتصادي او سیاسي ګټو لپاره وي او یاهم دورانکارو او نړیوالو قاچاکبرو لپاره ، خو زور او تاوان یې ددغه وروسته پاتې هېواد خلکوته رسیږی ، او بد تهمتونه یې ددغه هېواد دهروګړي په تندي لیکل کیږی ، په دغه هېواد کې له پخوانه لاسوهنې روانې وې څه ددوستۍ او څه هم ددښمنۍ له لستوڼي له راوتلې لاسه . چې په ځانګړي ډول دګاونډیوسره پراته ولایتونه ، هلته مېشتې بهرنۍ کونسلګرۍ او په مرکز کې موجود سفارتونه یې ښه مرکزونه دي . تیره اونۍ دنیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور چې دافغانستان دجمهوري ریاست اداره له ایران څخه نغدې پیسې ترلاسه کوي دنړیوا ل شور سبب شوې رسنۍ او نړیوالو چارواکي ورباندې وغږېدل اوهغه کیسې یې راغبرګې کړې چې ګني دولسمشر ددفتر رئیس عمرداودزي له له کابل میشتي ایراني سفیر فدا مالکي نه دیورو یو ډک بکس ترلاسه کړی ، که څه هم ولسمشر او خپله داودزي داخبره ومنله چې دغه پیسې چې شمېره یې اوه سوه زره یورو ته رسیږي دایران څخه ترلاسه شوې خو دیوه قانوني چوکاټ له مخې خو نړیوالو هغه خبره مطرح کړه چې ((پیشو دخدای لپاره موږک نه نیسي ))
ایران که هرڅنګه او دهرنیت له امله دغه پیسې ورکړي وي خو دیوه هېواد موقف اونړیوال نوم ترسوال لاندې دی جمهوري ریاست دکوم والي دفتر نه دی چې هومره عادي خبره وګڼل شي ، او یایې دې احتیاج دومره وي چې دیوه بهرني هېواد نه دې نغدې پیسې واخلي، ددغه چارو ټوله سرټیټي بیاهم دځوریدلی ولس په غاړه ده او زموږ ملي افغاني غرور ترسوال راولي .
(( باز چې هرڅومره خوار شي چونګښې نه خوري ))
بې وزلي اوخواري دیوه ملت دسرټیټي مانا نه لري په ځانګړي ډول که افغانانوته راشو نو دتاریخ په اوږدوکې یې تل دخپلې مړۍ دبل په خوله کې وراچولې خوځان یې وږی پریښی ، دغه ملت وږی دی خوسوالګرنه دی ، دغه ټولنه خواره ده خودچاخواري نه غواړي ، افغان حکومت ته ښايي چې درناوی یې وکړي او داسې شرموونکي بارونه اوتورونه دخپل ولس په اوږو وانه چوي یوازې په خدای اوخپل ولس ویسا اواعتما د ولري .
ددې په ځای چې دنورو ګاونډيوهېوادونو لاسو هنوته زمینه مساعده کړی باید هغوی ته دښو متقابلو اړیکو لاسونه وراوږده کړئ له نېکو اړیکو یوبل سره دسیمې اوخپل مینځی ثبات لپارکاروکړئ که په پخواوختونوکې بهرنیو په ځانګړي توګه زموږ ګاونډيودخپلوشومو موخولپاره تنظیمي اوګوندي ملګري اولاسپوڅي پیداکول نو نن هڅه کوي چې دپارلمان وکیلان دکابینې وزیران او یو شمېروالیان په خپل واک کې راولي چې له یوې خوابه دخپل نقوذ په زیاتولو افغان حکومت دخپل ځان تابع او ضعیف کړي او له بلې خوابه دامریکاپه مشرۍ ایتلاف ځواکونه اودهغوی پالیسۍ ناکامې وښیي ، چې په دغه برخه کې زیاته لیوالیتا دایران او پاکستان له اړخه ده ، ځکه چې یو هېوادایران دامریکاسره سخت مخالف دی اوپه صورت دولسمشراوبامادپالیسیو او ناکامیو پسې دخپلو روا او ناروا وو په تېلو بل شوي څراغونه ګرځوي اوبل هېوا د پاکستان دی چې ظاهرا دامریکا له هرې پالیسۍ ملاتړکوي په سیمه کې یې ځان دیوه مهم ملګري په توګه ثابتوي اوپه بدل کې ورنه ګڼ مالی امتیازات ترلاسه کوي ، ددغه امتیازاتو ترلاسه کول په هرصورت کې د افغانستان اوپه سیمه کې دامریکاله اوږد مهاله شتون سره تړلی اوهغه دچاخبره اوبه خړوي اوکبان نیسي .
افغان حکومت اونوي پارلمان ته په کارده چې خپل والیان بهرني سفارتونه اوخپل دیپلوماتان په منظم ډول وڅاري او په ټاکنه کې یې له پوره دقت نه کارواخلي او هم دګاونډیانوپه وړاندې ددوستۍ اوګډ کار روښانه کړنلاره ولري دپردې ترشاله شرموونکو معاملو نه لاس واخلي اوخپل هېواد ته نړیوال درنښت اواعتبار ورپه برخه کړي