
ښه مې په یاد دي ، ماشوم وم ، نوې نوې مې له
مجلو ، کتابونو او اخبارونو سره مینه پیدا شوې وه او مشر ورور به مې چې کوم نوی
کتاب یا اخبار هم کور ته راووړ ؛ نو له یوې مخې به مې پیل پرې وکړ او تر پایه به مې
لوستل .
دهغه وخت اکثره مطبوعات او مجلې جهادي وې چې
دروسانو سره دجهاد او مبارزې راپورونه ، تحلیلونه او مقالې به په کې خپرېدلې او دا چې نورو مطبوعات نه و او یاهم ورته دخلکو لاس رسی نه و؛ نو دا به
هر لوستي کس لوستل او حتی نالوستو به یې هم یوازې له نارنګه تصویرونو خوند اخیسته .
په دغه
مجلو کې به اکثره وخت د جهاد دګرمو سنګرونو څخه دجهادي او پوځي خبریالانو
یونلیکونه که څه هم دټولو عامو افغانانو
له اندونو او یاهم دژورنالېزم د اصولو له
ټولو معیارونو سره یې برابرښت نه درلود ؛ خو بیاهم دیوه ملي احساس او ددې هیلې
تنده پرې ماتېده چې بالاخره روسان به له هېواده وځي او یو داسې حکومت به رامینځ ته
کېږي چې خپل به یې ګڼو او خپل ملي غرور به لرو .
زما په یاد دي چې پنځه شپږ کاله وړاندې له درانه
مشر عبدالکریم خرم سره چې هغه وخت نوی او تازه له فرانسې نه راستون شوی ،دوردګو
ولایت دچک ولسوالۍ عربانو درې یوه کلي ته
روان و ،دیوه تنګ او غره په لمن کې کلي ته یې اشاره وکړه ويې ویل : «په دغه کلي کې
مې دروسانو دیرغل په مهال یو کال له ځايي مجاهدینو
سره تر ونو او لمرونو لاندې تېر کړی اوعلت یې دا و چې یوه هیله مو درلوده او هغه داچې روسان به
ماتېږي او موږ به یو ملي حکومت رامینځ ته کوو ، په همدې هیله مو هرډول قرباني هم
ورکوله او ډېر ملګري مو شهیدان شول خو اوس شاید څوک دیوې ورځې تېرولو ته هم حاضر نه شي
.»
اما داچې څه وشول او څنګه وشول
؟ ؛ نه پسې ګرځم ، زه دهمغه نسل یو ځوان یم چې
مشرانو ته راته دژوند هغسې چار پېریال
راپه برخه نه کړ چې دیوویشتمې پېړۍ یوه مسلمان ځوان ته لازمه وه راځم خپلې
خبرې ته ، ماته هغه وخت تر ټولو مهم راته دشهیدانو یو البم و چې یوه ورځ مې ورور راکړ دغه البم « ابدي ژوندي » نومېده چې دهغه
وخت دشهیدانو ژوند لیکونه او تصویرونه به په کې خپاره شوي و او دشهیدانو
دژوندلیکونو په لوستلو به مې له سترګو اوښکې راماتې وې .
عجیبه داوه چې شهید به و د یوه ولایت اوسېدونکی او شهید به دهېواد په بل
ولایت کې و او ډېرو خو به له لویو کورنیو سره هم اړیکې لرلې خو په پېژندپاڼه ،
تصویر اوتنظیمي معلوماتو کې به یې له خپل عادي ملګري سره هېڅ فرق نه و، په څېرو کې
یې معصومیت ، او دازادۍ دژوند وږمه به ورنه اوچتېدله ، نن راته هغه شهیدان بیخي
افسانوي انسانان ښکاري او کله کله خو داسې راته ښکاري چې دحاکمو نظامونو غوندې له تاریخ نه هم هېر شوي
وي خو بیا مې زړه ته همدا خبره راشي چې نه هغوی نه هېرېږي ، هغه خو ریښتیا هم «
ابدي ژوندي » دي او هېڅکله هم دتاریخ له حافظې نه تلونکي نه دي ، که ددې نظامونو
په انصاف یې تلو نو دلته خو همغه دشاعر رحمان بابا خبره ریښتیا شوې چې وايي :
که څوک تله دانصاف په لاس کې درکا
خپل ټوټو او دبل اس به برابر کړې
هو نن انصاف دبل په لاس کې دی ، نن دقضاوت تله
دیو داسې چا په لاس کې ده چې د انصاف دمعاملې لپاره غل دی او هره شېبه ددې موقع په
څار ستړی دی چې خپل انډی دروند کړي او دخورد په ځای من ا ودمن په ځای خروار لاس ته
راوړي .
افغان حکومت روانه اونۍ د «شهیداونۍ » په نامه
اعلان کړې ، دتېرو لسو کالونو له لاسه ورکړي شهیدان په کې ستايي ، هغه شهیدان چې
دقربانۍ دورکړې لاره یې دپخوانیو ابدي ژوند غوندې روښانه نه ده ، لاره هسکه او ټيټه ده ،هدف نامعلوم دی ،موخې نورې دي
او دزوړنو ارادې هغسې په یوه ذات او واکمن پورې نه دي تړلي چې زما دماشومتوب
دشهیدانو یاد را ژوندۍ کړي . زما پلار هم دهمغه کسانو له جملې نه و چې ما به یې
دشهیدانو په کتاب کې تصویرونه کتل خو فرق مې له نورو نه نه شوای کولای ټول راته
دهغه غوندې انسانان ښکارېدل او هر یوه دهغه غوندې په معصوم او سپېڅلي انداز په پلرنۍ
مینه کتل .
خونن هرڅه بدل دي ، دشهیدانو
په تصویرونو کې هغه معصومیت نشته ، دنن شهیدانو تصویرونه هغسې زړه راښکون نه لري
چې سترګې له اوښکو او زړه له درد سره اشنا کړي ، نن نه یوازې چې دهغو شهیدانو یاد
دحکومت له ذهنه وتی بلکې ولس هم تر ډېره خپل پخوانی اتلان هېر کړي .خو هومره نه
لکه حکومت چې یا دمجبوریت او یاهم واک په مټ له اوسنیو له لاسه ورکړو غړو شهیدان
جوړ کړي او دا لړۍ لا روانه ده.
په کابل کې دشهید اونۍ په ترڅ دروسانو په مقابل کې دسرسپارلو شیهدانو یوه زره
یادونه هم ونه شوه ، یوازې هغوی یاد شول چې
یایې ددې نظام او یاهم دخپلو ګټو لپاره قرباني ورکړې وه ، او ددغه نظام تر شتون
پورې به دولت ته ښاغلي وي ؛ خو له شک پرته چې دتاریخ دپاڼو قضاوت بیا د واکمنو
غوندې نه وي .موږ ته پکار ده چې دپخوانیو شهیدانو او اوسنیو« شیهدانو» تر مینځ یوه
دبیلتون کرښه ولرو او هر څه په یوه تله ونه تلو ،نن شهیدهغه چاته هم ویل کېږي چې
دیو چا په کور او شتمنۍ لوټولو کې دکوربه او مال دڅښتن له خوا وژل کېږي او هغه هم
شیهد دی دیوې بې وسه کورنۍ او یوه مظلوم دژغورلو په مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي .
په کار ده چې دشهید اونۍ په
مناسبت چارواکي دخپل لوړتیا او ځوړتیا په اړه دمراسمو، تصویرونو ، شعارونو او
نمایشونو په ځای چې دکابل دپل سخته غوندې توکمي او قومي مرګونې شخړې تر رامینځ ته
شي او خلک سره وویشي باید دپخوانیو شهیدانو د درنښت او یادونې ترڅنګ لږ په دې اړه
هم سوچ وکړي چې له کوم حالته راغلي یو ؟ په کوم حالت کې یو ؟ او په کوم حالت روان
یو ؟ او که دا هم نه وي نو دا فکر باید دمسولیت له مخې له ځان سره ولرو چې داوسنیو
له لاسه ورکړو شهیدانو قاتلان مو څوک دي ؟
نور باید زموږ پرېکړې په احساساتو ، موقف او دبل په عینکو له
لید نه نه وي . باید واقعیتونه درک کړو ،
له خپل هغه موقف نه چې په کې یو یو څه وړاندې هم فکر وکړو او ځان دیوه عادي کس په
توګه هم ووینو چې نه راسره واک او ځواک او
نه هم یاران ملګري .که داسې نه وي او قضاوت مو ریښتینی او افغاني نه وي نو باید
دتاریخ تر قضاوته انتظار وباسو .
۲۰۱۲ سپټمبر ۹، کونړ