ملي امنيتي ځواکونو کې د ځوانانو د ګمارنې تر عنوان لاندې ددغو ځواکونو شعوري تضعيف او سيستماتيک شاته تګ‌

ټول ملت او بالخصوص د امنيتي ځواکونو افسرانو، بريدملانو او په مجموع کې ټولو د امنيتي ځواکونو پرسونل ته معلومه ده چي پدې ورستيو کې د ولسمشر د فرمان په اساس ځوانانو ته د کار فرصت ورکول (جوان سازي)په نوم يوه پروسه د امنيتي ځواکونو په ليکو کي پيل شوې ده.

ددې پروسې د تطبيق اول بهير دادی چي پخواني تحصيلکرده کادرونه جبرا تقاعد ته سوق شي، د ډګروال لپاره۵۴ او د بريدجنرال لپاره۵۶ عمر ټاکل شوی ده، او........................

ددوی اصلي هدف داده چي د حورا (روس پلوه ) او الله اکبر ( غرب پلوه )کسان، يعني خلقي، پرچمي، او مجاهد د امنيتي ځواکونو له ليکو په يوه بهانه سره رخصت او جبرا تقاعد ته سوق کړي، اردو، پوليس او امنيت ملي قواوې قصدا د داسي ځوانانو او بې تجربې کسانو لاس کي واچوي چي څنګه دوی (بهرنيان)ورته امر کوي او هغه يي بدون له سنجشه تطبيق کړي،

دا د امريکا يو پلان دی او غواړي چي زموږ اردو د همسايه او د هيواد په معضله کي ذيدخله ممالکو په تناسب په هر لحاظ ضعيف او محتاج تربيه کړي، دوی زموږ اردو او په مجموع کي امنيتي ځواکونه داسي تجهيزوي چي د خارجيانو پرته ورته د دشمن په مقابل کي د يوې ورځي مقاومت توان هم ونه لري.

اوس زموږ په امنيتي ځواکونو کي هېڅ يو منصبدارته د يوې ورځي لپاره هم وظيفوي مصئونيت نشته ، نن يي مقرر او سبايي د سياسي معاملې په نتيجه کي تبديل کړي، ښه او واضح مثال يې د بلخ د امنيې قوماندان مبارز تقرر او بيا بېرته د استاد عطا په فرمايش د هغوی د ډلي کس دوباره تعين کېدل دي، دغه چاره د امنيتي ځواکونو په مورال، حيثيت او وقار باندي منفي تاثيرات لري ، بايد دامنيتي ځواکونو تقرر او تبديلي د سياسي او قومي تعاملاتو په اساس ونه شي.

دا چي د بن په کانفرانس کي طالبان له نظره وغورځول شول، او په دولت کي ورته ونډه ورنه کړل شوه او اوس اتلس کاله وروسته بېرته امريکايان طالبانو ته د سولې او مصالحې تر عنوان لاندي مراجعه او زارۍ کوي او حتی د افغانستان مشروع او قانوني دولت په جريان کي نه اچوي دا دهغه اشتباه او تېروتني جبران دی کوم چي اتلس کاله مخکي همدغه بهرنيان مرتکب شوي وو.

نن چي کادري او تحصيلکرده منصبداران په يوه او بل نامه جبرا تقاعد ته سوق کېږي داسي وخت به هرومرو راځي چي بيابه د ډېرو اشتباهاتو څخه وروسته حتما پدې عمل پښېمانه وي، او ددغه تحصيلکرده افسرانو علميت او تجاربو ته به په اراضي، پاليسي، سوق او ادارې ته جدي اړتياپيدا کېږي ، خو بيابه وخت تېر وي او دغه اشتباه به هېڅکله جبران نشي.

زموږ وړانديز دادی چي اول خو دي دغه د جبري تقاعد پروسه په بشپړ ډول ودروي، هغه څوک چي داوطلبانه تقاعد اخلي ، هغوی ته دي ويژه تقاعد ورکړشي، او هغه څوک چي په جسمي او فزيکي لحاظ د کار وړتيا لري هغوی ته دي په خالي بستونو کي منظوري ورکړي، اطراف ته دي واستوي او ددوی له تجاربو دي ګټه واخستل شي.

داوطن په نيکټايي او انګليسي نه جوړېږي دلته څلويښت کاله پيوسته جګړه تېره شوي ده او ډېر وخت ته اړتيا ده چي همدغه احزاب او همدغه خلک په نظام کي داخل پاته شي، او که پاته نشي همدغسي خونړۍ جګړه به سره له ډېرو تلفاتو تحمل کوو، او په ډېر ګران قيمت به راته تمامه شي.
 
دلته د افغانستان په سنتي ټولنه کي ځيني اشخاص او افراد دي چي د وخت په تېرېدو سره يې خپل اثر او رسوخ په ساحه کي دومره ډېر دی ،چي ددوی په نشتون کي هغه خلا په هېڅ شکل د ډکېدلو وړ نه ده.

هر يو شخصيت پخپل ذات کي مثبت او منفي تاثيرات په خپل ولايت، ولسوالي او ساحه کي لري،په ملي امنيتي ځواکونو کي د خلقيانو، پرچميانو او مجاهدينو رول کټ مټ همداسي ده،

که چېرته خلقيان، پرچميان او مجاهدين جبرا له نظام څخه اخراج شي، هرومره به په مخالف صف کي تنظيمېږي، ځکه هغوی ټول ددې هيواد د مالکيت مدعي دي، او زياتي قربانۍ يې ورکړي دي، داچي، کومه ډله په حق او کومه نا کېږي حقه وه دا به دتاريخ برخه وګرزوو، خو ددوی نشتون په نظام کي حتمازموږ د هيواد د ثبات لپاره ضرر او د مخالفينو د صفوفو د تقويې سبب.