دا سړی دې را پيدا او محکمه شي!
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
عطا محمد دهقان پور له غور ولايت څخه د ولسي جرګې ۱۷مې دورې ته لار پيدا کړې ده. نوموړی اويا کلنۍ ته ور نېږدې عمر لري خو د ليسانس سند يې څو کالونه وړاندې واخېست. دهقانپور په غور ولايت کې يو څه فعال کس او تر يو بريده په ولايتي سياست کې مصروف وو. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې دی هم رابللی شو او د ولسي جرګې وکيل شو. د ولسمشر غني له خوا د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې له پرانېستې وروسته، وکيلانو دی د جرګې د لنډمهاله مشر په توګه اعلان کړ.
دغه سړی به ښه او بد ولري، خو په مرکزي دولت کې داسې يوه چاره چې ده په غاړه واخېسته او ورته وسپارل شوه، د ده له وړتيا، واک او کنټرول ستره وه. دهقانپور د سن پر بنسټ عمر خوړلی دی، تر ډېره په سيمه ييزو کړو - وړو کې پاتې وو، د ولسي جرګې له نزاکتونو سره پوره نه دی بلد او د جرګې دننه نندرۍ به يې يوازې په ټلويزون لېدلي خو عملاً نه.
کله چې دی د ولسي جرګې لنډمهاله رئيس وټاکل شو نو تر شا به يې لاسونه او معاملې حتماً وي. دا ځکه چې په افغانستان کې څوګ په رضا او خپلې خوښې د يو ساعت لپاره هم چاته يوه کوچنۍ څوکي هم نه پرېږدي، پاې شوه بيا د ولسي جرګې رياست.
راځو د خپل تمرکز اصلي موضوع ته. مونږ ځکه د دغه سړي محکمه غواړو، چې جرم يې ډېر ستر خو په ورته وخت کې د خلکو له سترګو هم ولېدلی دی. همدا کس لامل شو، چې په هېواد کې يې قومي، ژبني او سيمه ييز نفرتونه له يوې غېرې مستقيمې لارې را ژوندي کړل. اوس به بيا د څو کالونو لپاره د ده له امله راپورته شوې موضوع سياسي او امنيتي وضعيت کړکېچن کړي، د نفاق تخم به وشېندي او د افغانستان تاريخ به نړۍ ته داسې د شرم ډک وښيي، لکه تېره ورځ چې د ولسي جرګې دننه د قصابانو په څېر چاړې چلېدلې.
۱- که چېرې د شنبې ورځې په ټاکنو کې د ولسي جرګې د غړو شمېر ۲۴۴ وای او نوموړي او د ده اړوند کسانو له خوا ۲۴۷ اعلان شوی وي، نو دا وظيفوي غفلت دی او پر اساس بايد دهقان پور ځواب ورکوونکی شي. کله چې په ښوونځي کې يو زده کوونکی سوب وي او ښوونکی يې ناسوب ونېسي او يا دا چې ناسوب وي او ښوونکی يې سوب ونېسي، نو اړونده ادارو ته ښوونکو ځواب ورکوونکی کيږي او قانون پرې پلی کيږي. نو د ولسي جرګې له څرګندو غړو، د دوه وکيلانو کم او يا زيات نېول هغه هم په داسې ورځ چې د يو وکيل يوه رايه دومره سترې ستونزې راپيدا کولی شي، نو اړينه ده چې قضايي اداري د امنيتي ادارو په مرسته د عطا محمد دهقانپور موضوع جدي ونېسي.
۲- اوس که چېرې د ولسي جرګې د غړو شمېر فېکس وي، خو د نورو موخو په پار کم او زيات ښوودل شوی وي، بيا نو موضوع له پورته مسالې هم جدي او سخته ده. د ولسي جرګې د غړي او رياست ته د نوماند کمال ناصر اصولي د مالوماتو په اساس، چې د جرګې د غړو شمېر ۲۴۷وو، خو دهقانپور د پيسو په پار له يوې معاملې وروسته د خاضرو غړو شمېر له ۲۴۷ څخه ۲۴۴ ته راښکته کړ. دا موضوع بيا دروند فساد، ستر خيانت او قوي جرم دی، چې عطا محمد دهقان پور يې بايد ځواب ورکړي او سزا يې وګوري.
۳- په لويه کې؛ کوم چا په زور او جبر دهقانپور د ولسي جرګې موقت رياست نه وو ور تپلی، بلکې ده په خپله خوښه دا دنده اخېستې وه. د وکيلانو له شمېر نيولي، د جرګې دننه تر فزيکي شخړو، د چارو د ځنډ، قانون ماتول او کړکېچ جوړ هغه څه دي، چې عطا محمد دهقان پور يې بايد د کمزوري مديرت ځواب ورکړي.