يو شمېر پښتانو نن دا ثبوت کړه چې د ډالرو په اصلي خوند دوی پوهه دي او په لوړ قيمت ورته سر ټېټوي

يو شمېر پښتانو نن دا ثبوت کړه چې د ډالرو په اصلي خوند دوی پوهه دي او په لوړ قيمت ورته سر ټېټوي
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
پښتون دوه ډېر بد عادتونه لري. يو دا چې هر وخت ځان غښتلی، هېوادپال، غيرتي، سرتيری، پياوړی او پښتونوالی ته ژمن يادوي. بل دا چې، ځيني وخت د ځينو کمو مادياتو او معنوياتو په پار، له خپلې پښتو، هېواد، ژمنې، غيرت، تاريخ او کلتور تيريږي.
 
لومړنی عادات پښتون بدبخته کړ. له زده کړو يې لېرې کړ، د جګړې ډګر ته يې ورمعرفي کړ، له پرمختګ يې شاته پرېښود، خپل ځان، خور او مور يې د بدبختۍ کندې ته ګوزار کړ.

دويم عادات يې بيا پښتون د ټولنې، هېواد، ولس شرم جوړ کړ. نوم يې وطن فروش جوړ شو، او خپل هرڅه يې د پيسو په مقابل کې د نورو په ځولۍ کې واچولو.

پښتون په تېر وياړي، د تاريخ خبرې کوې، د احمد شاه بابا د ډيلي تخت يادوي، د غازي امان الله خان په روشنفکرۍ وياړي؛ خو په حال کې د جګړې ستره برخه يې په اوږو پرته ده، تر ټول زيات د جګړې په دګر کې دي، بې زده کړو او بې سوداه دی، له اسلام وړاندې زمانې په ډول اوس هم په خپلې خور، لور او مور شرميږي.

د نن ورځې حال، په دې خبرې نه کوم چې ښاغلی کمال ناصر اصولي او ښاغلی مير حبيب رحماني څنګه شخصتيونه دي، څه يې کړي، څه به وکړي او د څه کولو پلانونه لري. خو متل چې وايي شرع ظاهر ګوري. مطلب د کمال ناصر اصولي او مير حبيب رحماني کړنې او سياست سره توپيری دی.

رحماني د بګرام او نورو بهرنيانو پروژې لري، د عطا، قانوني، عبدالله عبدالله او نورو مطيع دی. له بلې خوا، کمال ناصر اصولي ځکه د شهرت پولې ته رسېدلی دی او د خلکو په زړونو کې يې ځای پيدا کړی دی، چې د افغانيت ننګه کوي، د افغانيت غږ يې پورته کړی دی او په ولسي جرګې يې ملي سياست پللی دی.

لومړی خو پښتون په دې ځان خوار کړی، چې جګړه او جهل يې خپل کړی، نو په خپلو سيمو يې تياره خوره کړې او په ديموکراتيکو نظامو کې يې د خپلې پېښې اېښودو ځای را تنګ کړی دی. ښه بېلګه يې د غزني ده، چې په اکثريت پښتون کې يې اکثريت استازي هزاره ګان د مقنينه ځواک غړي دي. بل د پښتون عام ولس هم د پورته ذکر شوي خصلتونو ښکار شوي دي. د پيسو په مقابل کې کسان له ديموکراټيکو ټولنو ته ولېږي، سبا يې په شتون افسوس کوي او په ملي مسايلو ورته معامله وکړي.

- د ولسي جرګې په ټاکنو کې نن ورځ د کمال ناصر اصولي ماته، د افغانيت ماته ده؛
- د ولسي جرګې په ټاکنو کې نننۍ لوبې دا ثبوت کړه چې پښتون اکثريت نه دی، بلکې تر نيمې هم راکم وګړيز قوم دی؛
- نن دا څرګنده شوه، چې پښتون په اسانۍ ځان خرڅوي او د پيسو خوند ورته له نور ډېر ښه مالوم دی.

که په تاريخ کې هره ناخواله پر پښتون راغلې ده او له هرې بدبختۍ سره مخ دی، همدې پښتون کړې ده. د لوی افغانستان څخه کوچنی افغانستان پښتون جوړ کړ، پر پښتون جګړه پښتون تپلې، په جهل کې پښتون؛ پښتون ساتلی دی، په سياست کې د پښتنو برخه پښتون پيکه کړې ده او پښتون نن ځان وطن فروش او اقليت ثابت کړ.

د ولسي جرګې نننۍ موضوع راته پر راتلونکې سيوره لرونکې ښکاري، خدای مه کړه، چې د مادياتو په مقابل کې به هر سياست داسې له لاس ورکړو، کوم چې نن وو.