روژه کې د خپلې روغتيا لپاره دغه شپږ ټکي تر سره او پلي کړئ

روژه کې د خپلې روغتيا لپاره دغه شپږ ټکي تر سره او پلي کړئ
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د رمضان مبارک مياشت چې دېرش ورځې په کې روژه نېول کيږي، اسلامي حکم او د ساينس له اړخه د روغتيا لپاره ګټوره مياشت ده. په روژه کې تنده، لوږه، ستړيا او بې خوبي، نو د يادو حالتونو کې د خپلې روغتيا د ساتنې لپاره بايد لاندې لارې - چارې په پام کې ونېسو.

۱- پيشمانی: پيشمانی کول ديني چاره ده او د روژې په مبارکه مياشت کې کول اړين نه دي. په روغتيا يې ډول د پيشماني ګټه دا ده، چې د ورځې په ترڅ کې روژه لرونکی د لوږې او تندې احساس نه کوي، په روژه ماتې به روژه لرونکی تر اندازې خوراک وکړي او په معده به يې فشار نه وي.

۲- اوبلن خواړه: له روژه ماتې تر پيشماني منځ وخت کې په وقفه لرونکي ډول سره اوبلن خواړه او ميوې وخوري. هندواڼه، خربوزه، سوپ، پالک او ورته نور د وجود اوبه زياتوي چې د ورځې په جريان کې د اوبو د کمښت مخه نيسي او همدا ډول په دې مياشت کې د وجود د روغتيا برابره ساتي.

۳- خواږه خواړه: شيرين شربتونه، بوره، خوږې اوبه، کيک - کلچه او کلسټرول لرونکي نور خواړه لامل کيږي چې د وجود د اوبو د جذب سبب شي. په رمضان کې د يادو خواړه څخه ګټه د سختې تندې لامل کيږي او همدا ډول په روغتيايي ډول وجود ته په زيان تماميږي.

۴- د روژه ماتي خواړه: غوره دا ده چې روژه ماتی په خرما سره وشي. دا سنت طريقه ده او په اوس وخت کې ساينس هم ثبوت کړې ده، چې خرما د انرژۍ لرونکو ميو څخه ده. له خرما وروسته يو څه اوبه وڅښئ او بيا له څو دقيقو وروسته خپل اصلي خوراک پيل کړئ. په دې طريقې سره روژه مات کول، دا ګټه لري چې ډودۍ په ښه ډول هضم شي، په معدې به فشار نه وي او په لويه کې به د روژې دننه او له روژې وروسته ميتابولېزم سالم پاتې وي.

۵- کافين لرونکي څښاکونه: له سېګرټو شروع بيا تر قهوې، تيز شين چای او نورو څښاکونو ډډه وکړئ. دغه څښاکونه د خواږو څښاکونو په ډول د وجود د جذب سبب کيږي او د تندې لار پرانيزي.

۶- غواړيو کې سره شوي: هغه خواړه چې ډېر او سخت په غواړيو کې سره شوي وي، نو په روژه ماتي او پيشماني کې يې له خوراک ډډه وکړئ.