هغه احمدميروائس روزلی ګلستان کمه دی
دپشتنوپه مينه خان صمدخان کمه دی
دشهيدانو په سرووينوبه سمسور وه مدام
اه له غروره هسکه غاړه قهرمان کمه دی
دمور شيدی يې دی زار کړی په غليم تل مدام
اه دپتمنو پشتنو نوم ونشا ن کمه دی
دلته هر يولاپی وهی عمل يې توره تبئ
اه دسرکشو پشتنو ملی کا روان کمه دی
چی په ډولو به يې کړی مستی سندريزی نغمی
اه دغيرت له وينوډک مردی ميدان کمه دی
دخپل لمنينه دی اور زخمی زخمی جانانه
چی په سره اوربه ګډيدی يارمحمدخان کمه دی
دلته خوسره دی خپل دورور په وينو غبرګ لاسونه
ای ځوانيمرګو سترګی وه خوری زما جانان کمه دی
دلته خپل ورور حلا له وی داقتدار په عيوض
يايا دانه رامعلوميږی زمادرمان کمه دی
چی په اتڼ بی مستولی دازادی ترانی
چی زلزله بی په غليم هغه توپان کمه دی
چی شرک وغرب به يې کولی تل دننګ خبری
هغه سنګرسنګر وطن دلوی افغان کمه دی
دلته په سرووينو کی ايشی سرببر يتيمان
موږلاس ترزنی ورته ناست ننګوپيمان کمه دی
دلته هر وخت دی جنازی په چيغوچيغوابئ
اه دسپيڅلو تريالودزړګی توان کمه دی
نن بيا مغل دی راوتلی زموږدمرګ په لټون
موږنن په خبلو کی جنګيږو خوشحال خان کمه دی
نن دغفلت خوبونه پريږدی لراوبر پشتنو
سی يولشکرپه اتڼو سترملنګ جان کمه دی
زار خوبه درکړی په شربت کی زماساده جانانه
سترګی کی خلاصی پشتنو خان غفارخان کمه دی
جی تل روزلی وه زمريانو خپل دتن په غوشو
اه دپياوړپشتنو دزړه ارمان کمه دی
راسی تاريخ په پاڼه پاڼه پشتونخوا وليکو
دخان شهيدپه وينوسور پشتونستان کمه دی
بياپتنګا ن په کاڼوولی دپردوګوډاګيان
الکوزی په چيغو چيغو قدردا ن کمه دی
منان الکوزی کوټه په درناوی
mananalkozai@ymail.com
وروستي