
انساني ژوند د ستونزو، بریاوو او ماتو ټولګه ده.ځينې د سختو ستونزو وروسته بریا ترلاسه کوي او ځینو نور بیا د نورو پرمټ د بریا خوند څکي خو شاید دویم يې دومره دوامداره او له خوند ډک نه وي.
خو هغه، چې په خپل زیار او کار سره د بریا تر څرکه رسېدلي او یاهم رسېږي باید د نورو کلیدو کړنو تر څنګ داحساساتو کنټرته هم پام وکړئ.
ځینې کسان په ډېرو پېچلو لارو او حالاتو کې بریا ته نېږدې شوي وي خو د خپلو احساساتو له امله څو کاله بېرته شاتګ کوي.
احساسات د یو حال ټولګه ده، چې له قهر، غوصې ، کرکې ، خوښۍ ، مینې ، وېرې او نورو څخه جوړه شوې ده
اوس چې وپوهیدو، چې احساسات د بریا ملا ماتوي نو څه کول په کار دي؟
د ځینو پوهانو له انده هغه کسان ډېر احساساتي کېږي، چې په زړه صادقه، غولول شوي، ستړي شوي، رښتني او په ژوند کې ډېر کړېدلي وي خو د دې ټولو سربیره باید د احساساتو څخه د مخنوي په پار لاندې کړنې په نظر کې ونیسو:
۱ـ تل هڅه وکړي کله، چې یوه خبره کوي د هغې هره خوا وسنجوئ.
۲ـ په ټولنه کې ټول هم ستاسو دوستان نه دي، شاید هغه کسان چې ستاسو سره د ملګرتیا په مزي تړلي دي درېیمه برخه يې ستاسو بدخواهان وي. نو د هغوی په مشورو کې دقت وکړي.
۳ـ د موضوع په ارزښت ځان پوهول.
۴ـ په تا ویلو او ما ویلو پسې مه ګرځي، کله مو چې حقیقت وليد او واوریدو نو بیا خپل نظر څرګند کړي.
۵ـ ستاسو دخبرو کولو طرز تر ټولو مهم دي، شاید ستاسي عادي خبرې مقابل لورته احساساتي ښکاره شي، کله چې له چاسره په لومړي ځل مخ کېږي نو باید دخپلو خبرو په طرز او د ځینو خاصیتونو په اړه د امکان تر حده ورته یادونه وکړي.
۶ـ له صبر او حوصلې څخه په پوره اندازه ګټه اخیستل.
۷ـ وخت په نظر کې نیول، مثال تاسو د یوې موضوع په اړه زیات غوصه يې او دغوصې په حالات کې د احساساتو کنټرول ستونزمن دي، نو دلته باید دا موضوع راتلونکي وخت ته پرېښودل شي.
۸ـ د ناوړې خبرې په اوریدلو او یا هم ناوړه کار په لیدلو سره باید د فاعل په تیر کې مثبه کړنه در یاد کړي.
۹ـ له حقیقت موندلو وروسته په ارامو دماغو پرېکړه کول.
۱۰ـ کله چې د یوې موضوع په اړه احساساتي کېږي نو باید خپلو تېرو مشکلاتو ګاللو ته نظر وکړي.
که چېرته مو خپل احساسات کنټرول کړو څه رامنځته کېږي!؟
مالومه خبره ده، چې د احساساتو په ساتلو سره انسان تل مثبته پایله تر لاسه کوي، داحساساتو د ساتنې او کنټرول یوه بله مهمه ګټه دا دی، چې تاسو به تل سالمو او رغنېزې پرېکړې څښتن شي.
هغه عوامل چې د احساساتو د رامنځته کېدلو لامل ګرځي:
۱ـ کورني مشکلات.
۲ـ جګړه .
۳ـ فقر.
۴ـ ورځنۍ ستونزې.
۵ـ دوامداره کار.
۶ـ تفریح نه کول.
۷ـ دموضوع په اړه کافي مالومات نه درلودل.
۸ـ په شایعاتو تمرکز.
۹ـ دمطالعې نه درلودل.
۱۰ـ مناسب چاپیریال نه شتون.
هېواد مو سختو نیابتي او استخباراتي جګړو ځپلی دي یادو جګړو مستقیم تاثر په ټولو خلک کړی، هر څوک په کې له هر ډول کړنې تر ستونې رارسېدلي دي، په نه خبره جنګ او جنجال وي ، هغه که په اداراتو، لارو، پېر او پلور، موټرواني... او حتیا په اکاډومیکو چاپيریالونو کي وي.
هغه، چې پوهېږي باید دخبرو زغم ولرو، په یوه ترخه خبره مرګ د سړي نه میلمه کېږي باید حوصله وکړه په ارامه او کراره د موضوع تل ته ځان ورسئ.
اوس مو چې پورته کړنې په مکرر ډول په خپلو چارو کې پلې کړې نو ان شاالله بریا به ستاسو وي او که خدای مه کړه تل احساساتي وي او په تاویلي او ما ویلي پسې ګرځیدلي نو شته پرمختګونه به هم لاسه ورکړي نور خو لا په ځای پریږده.