د نړۍ ترټولو شتمن انسان وپېژنئ

د نړۍ ترټولو شتمن انسان وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
جېف بېزوس Jeff Bezos په کال ۱۹۶۴ز کې د امريکا متحدو ايالتو په نوي مکسيکو ايالت کې زږېدلی دی. نوموړي په ۱۹۹۳ کال کې له ماکېنزي ټټل نومي جينۍ سر واده وکړ چې څلور ماشومان لري. روان ز کال کې دوی له يو او بل جدا شول او طلاق يې واخېست. جېف بېزوس د ميرمن ټېډ جورجېسن او جکلېن مشر زوی دی. د جېف بېزوس د زيږدنې په وخت د نوموړي د مور عمر يوازې ۱۷ کاله وو. د جېف بېزوس مور د څلورو ماشومانو له راوړلو وروسته طلاق واخېست او د مايک بېزوس په نوم کس سره يې واده وکړ. مايک بېزوس هم د نوي ميرمنې ټول د بل خاوند ماشومان د اولادونو په ډول ومنل، نو ځکه جېف بېزوس په ځان د Bezos تخلص کېښود.

زده کړې:
جېف بېزوس د ساينس په برخه کې له Princeton پوهنتون څخه سند تر لاسه کړی دی. جېف بېزوس د ښوونځي او پوهنتون له وخت له ساينس او ټېکنالوژۍ سره مينه درلوده او په کې اختراع ګانې کولې.

سوداګري:
په ۱۹۸۶ کال کې د پوهنتنون له فارغت وروسته بېزوس په Intel, Bell Labs بريښنايي شرکتونو کې دندې پيل کړې. په fintech کمپينۍ کې ده وکولی شول، چې د نړيوالې سوداګرۍ لپاره يوه انټرنېټي شبکه جوړه او رامنځ ته کړي.

په ۱۹۹۴ز کال کې نوموړي په معاش باندې له نورو کمپينو سره کار کول پرېښودل او يوه پر ليکه يا ان لاين هټۍ يې جوړه کړي. ده په اول کې دغه ان لاين بوک سټور ته د Cadabra نوم ورکړ، خو وروسته يې نوم په امازون Amazon ورته تبديل کړ. امازون په سويلي امريکا کې د يو سيند نوم دی. د امازون لپاره بېزوس په لومړيو کې درې سوه زره امريکايي ډالر له خپلې کورنۍ واخېستل او پانګونه يې وکړه. بېزوس تر درېيو کالونو کې په امازون کې په ان لاين ډول کتابونه خرڅول خو وروسته يې نور توليدات هم ور زيات کړل. د هر کال په تېردو سره نوموړي امازون ته پراختيا ورکړه او بيلا بيل څېزونه او توليدات يې ور دننه کړل.

د امازون ترڅنګ نوموړي په ۲۰۰۰ز کې د بلو اورېجن Blue Origin يوه بله فضايي کمپني هم جوړه کړه. ورپسې نوموړي په ۲۰۰۶ کال مشهوره امريکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ هم په ۲۵۰ مېلېونه ډالره واخېسته.

د روان ۲۰۱۹ کال په مې مياشت کې جېف بېزوس د ۱۹۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په درلودلو سره د نړۍ تر تولو شتمن کس وبلل شو.