
روهي( درې نۍ/۲۴ د غوایي )، د دغو میاشتو د نومونو قیصه په زړه پورې ده. د عیسوي تاریخ د کال د میاشتو نومونه څنګه، چا او کله ايښي دي؟
جنوري: د پخوا څخه د کال لومړی میاشت جنوري په نوم نه وه. د یونان د تاریخ څخه پخوا د کال لومړۍ میاشت مارچ وه او د پېړیو لپاره جنوري او فبروري په کلیزه کې نه وې. بیا د روم بادشاه د میلاد څخه مخکې نوې کلیزه ( جنتري ) جوړه کړه او جنوري یې د کال د شروع لپاره غوره نوم وګاڼه.
فبروري: یونانیانو به پخواد کال په اخره کې د ( فېبرا ) په نوم یو د خوشحالۍ جشن لمانځه چې بیا د هغه وخت بادشاه پومپلېس د کال د اخرې میاشتې نوم فبروري ایښی و او ځینو نورو به بیا ( دیوي فيبریا ) د اولاد ورکولو پری باله.
مارچ: د میلاد څخه ۶۹۰ کاله مخکې د کال لومړۍ میاشت مارچ وه په دغه وخت کې به دوي په یخنۍ کې د دښمن سره جنګ بنداوه او د یخنۍ د ختمېدو سره به یې بیا جنګ پیلاوه. د هغه وخت پوهانو به د مارچ نوم ( مارس ) یاداوه او بیا په وخت سره په مارچبدل شو.
اپرېل: د اپرېل په نوم باندې پوهانو د پېړیو لپاره کار کاوه او دا په مخکنیو کلیز نامو کې د کال دویمه میاشت وه ځینې بوهان د اپرېل نوم سیکنډ بولي ( دویمه میاشت ) بلله. ځینې بوهان بیا وایي چې دا د لاتینې ژبې ( اپی رائر ) څخه اخیستل شوی دی چې مینې او ګرانښت مانا لري.
می: د می د میاشتې نوم د مېوو او ګلانو نوم دی چې د یونان په تاریخ کې دومره ځای نه لري. داسې هم ویل کېږي چې د وخت د بادشاه ( مائیا اټلس ) و او د هغې یوه مور مائیا هرمیس نومېده چې ځینو خلکو به ورته عبادت ترسره کاوه چې وروسته بیا دا نوم په مۍ بدل شو.
جون: ویل کېږي چې د جون نوم د جونون څخه اخیستل شوی دی چې مينې او محبت ته ویل کېږي. پخوا به خلکو ودونه همدغې میاشت کې ترسره کول دوي به داسې انګېرله چې بیا یې ژوند په مینې په مخ ځي. ځینې نور بیا د د دې میاشتې نوم ( جینس ) څخه اخیسال شوی بولي او وایي چې داد کورنۍ په مانا ده.
جولایي: د روم د کلیزې شروع به د مارچ څخه کېده چې بیا به د جولایي میاشت پنځمه میاشت راتله نو په همدې خاطر د دې نوم د لاتینې ژبې د ( وئنټیلیس ) له ټکي څخه اخیستل شوی دی چې د پنځمې برخې مانا لري.
اګست: د اګست د میاشتې لومړی نوم سیکسټیلیا' و چې په لاتینې ژبې کې د وړوکي مانا لري ورپسې د دغې میاشتې نوم (اګستس سیزر ) نوم ورباندې کېښودل شو چې د عزتمند مانا لري.
ستمبر: په مخکینیو کلیز نامو کې ستمبر ۷ میاشت وه چې د ( سیپټیم ) په نوم سره یادېده چې مانا یې ده اومه برخه خو اوس دا د کال نهمه میاشت ده.
اکتوبر: د اوکټو د ټکي څخه اخیستل شوې ده چې د اتو مانا هم لري چې پخوا دا میاشت امه میاشت وه چې د دغې میاشتې نمبر اوس وروسته شوی دی.
ستمبر: دا د لاتینې ژبې د نووم څخه اخیستل شوی دی چې د نهو مانا لري او پخوا دا میاشت نهمه میاشت وه نو په همدې خاطر یې د دې نوم نومبر ايښی و.
دسمبر: په پخوانیو او اوسنیو کلیزو کې دسمبر میاشت په اخره کې راغلې ده او دا د لاتینې ژبې د
( دسیمب ) څخه اخیستل شوی دی چې د لسو مانا لري او اوس دا په ۱۲ نمبر کې ځای لري.
ژباړن: محمد مبین هڅاند