پاکستان ولې د دښمنۍ لاره اختیار کړې؟

کله چې پاکستان په (۱۹۸۴ م) کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړ افغانستان منفي رایه ورکړه. د پاکستان د جوړیدو دوه کاله وروسته افغان پارلمان د برتانیا سره ټول تړونونه لغوه اعلان کړل چې د هغو د تړونونو له جملې یو هم د ډیورنډ کرښه وه چې پاکستان یې اوس د خپل سرحد په نوم پیژني.

له همغی ورځي راپدېخوا پاکستان هلې ځلې شروع کړي تر څو په افغانستان کې ګډوډی رامنځ ته کړی ځکه دوی وایي، که په افغانستان کې سوله او امن راغی، نو هم به یې ډیورنډ له لاسه ووځي او هم به د ټولو هغو جنایتونو جسابي ورسره وشي چې د افغانستان پر وړاندې یې ترسره کړي دي.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د پاکستان د فوځ له لاسه دوه سپږمو ته راغلي او هره ورځ د دواړوغاړو پښتانه په یو او بل نوم وژني، د پاکستان حکومت هلی ځلی شروع کړي، تر څو د کرښې دېخوا (افغانانو ته) د افغانستان په خاوره کې د ثبت تذکرې ور کړي خو دغو ولسونو یې پر وړاندې غبرګون وښوده او افغان حکومت د پاکستان په مقابل کې وسله راواخیسته چې په مقابل کې یې ډېره اوږده جګړه رامنځ ته شوه .

د ډیورنډ کرښی د رسمی کولو لپاره پاکستان اوس تازه هلی ځلی شروع کړی چې اغزن تار پر دغه سیمه د ترهګرو د اوښتو د بندولو په خاطر تیر کړی خو د یادونی وړ ده چې پدغه چارو کې تر اوسه هم بریالی نه شول ځکه د سیمی خلک اغزن تار وخت ناوخته شکوی .

کله چې داودخان په واک کې و، ده غوښتل تر څو له پاکستان څخه د ډیورنډ فرضی کرښه ونیسی دلته یې په افغانستان کې ځینو مجالسو ته ویل چې موږ باید سره یو ځای شو تر څو د ډیورنډ کرښه بیرته لاس ته راوړو ، ځینو هغه کړیو چې له حکومت څخه ناراضه شوی وی د داودخان پر ضد یې کودتاه وکړه او هغه یې د خپلی کورنی سره یو ځای وواژه چې په پایله کې د بی اتفاقی له امله افغانستان ته روسان راننوتل او له افغانستان څخه همسایه هیوادونو ته افغانان مهاجر شول .

پاکستان کوښښ کوي په افغانستان کې داسی حکومت رامنځ ته کړی چې ټول واک او اختیار یې د دوی په لاس کې وی هلته یې ډلي جوړي کړي او دغو ډلو ته یې هغه نالوستی کسان په دی بهانه چې افغانستان ته روسان راغلي او په افغانستان کې جهاد فرض ده جذبول او افغان فوځ یې پری ختم کړ.

د مجاهدینو د ختمولو لپاره پاکستان د طالب په نوم ډله جوړه کړه ، طالب یې پر دی بهانه جذباوه چې باید په افغانستان کې ګوندونه ختم شي او ټول د یو امیر د اطاعت لاندی راټول شوه تر څو صفوف مو لا قوی شی له مجاهدینو او د هغه وخت له عسکرو سره یې جګړه پیل کړه او په افغانستان کې یې څلور کاله تش په نوم حکومت وکړ ځکه د حکومت ټولی چارې د پاکستان حکومت له خوا اداره کیدلی .

د پاکستان بله غوښتنه دا ده چې باید افغان حکومت موږ ته یوه اقتصادی تجارتی لار را کړی تر څو موږ خپل اموال پری تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ، ترکیې او له ترکیې څخه اروپایې هیوادونو ته انتقال کړو په مقابل کې افغانستان له پاکستان څخه یوه تجارتی لار غواړی تر څو خپل اموال پری هندوستان ته انتقال کړو،خو پاکستان لدی سره مخالفت ښیي او ورته وایې چې له هندوستان سره ټولی اړیکې ختمی کړه موږ به طالبان د خبرو میز ته درته اماده کړو .

خلاصه دا چې د پاکستان ښکاره او پټو لاسوهنو ته په اشارې موږ دی نتیجی ته رسیږو چې پاکستان په افغانستان کې د یو داسی حکومت غوښتونکی دی چې زموږ په اشاره وڅرخی او زموږ ټولې غوښتنې ومني .