سوله د ټولو ګډ ارمان

 
ټول ملت د سولې انتظار باسې او د دې په تمه دی چې هیواد ته به یې تلپاتې سوله څه وخت راشي. دوی په همدې هیله دي چې په یوه ارمه او سوکاله فضا کې خپل ژوند وکړي. دوی د ارامه ژوند د تر لاسه کولو لپاره له خپله سره هم تېر دي. او افغانان د دې لیاقت او کفایت لري چې هیواد ته سوله راولي. ولس داسې سوله نه غواړي چې په هغه کې د هیواد او د دې ولس راتلونکی ژوند پکې په خطر کې وي.

ولس او حکومت ټولې هڅې د یوې تل پاتې او باعزته سولې لپاره کوي. ځکه تېرو څلوېښتو کالو جګړو د دوی زغم نور پایته رسولی دی او له همدې امله بار بار وسله والو طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو د منلو بلنه ورکوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار هم پر دې دی چې ولس باید یو لاس شي او په یو غږ او همکارۍ د سولې لپاره خپلې هڅې او امکانات سره شریک کړي، د پردیو په لمسون ونه غولېږي او د ولس دغه لویه هیله او ارمان چې تلپاتې سوله ده باید ژر تر ژره پوره شي. دا چې د دوی هېلې څه دول پوره شي، ولسمشر غني د دې لپاره لارنقشه، پلان او واضح برنامه لري، مګر په ډې برخه کې د ولس ملاتړ مهم دی.

ولس د ښاغلي غني ملاتړی دی لکه څنګه چې ولس د ښاغلي غني په زړه کې ځای لري همدا شان د ولس په زړونو کې هم ښاغلی غنی ځانته اعتبار او باور لري. غني هم چې پر ولس باندې د هر څه غږ وکړي ولس ورته تيار دي. ځکه غني یوازې او یوازې د ولس د سوکالۍ او د هیواد د پرمختګ په فکر کې دی او همېشه د دوی د عزت او حیثیت د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي.

ولسمشر غني د همدغو ارزښتناکو هڅو او لاسته راوړنو له برکته د ولس اعتبار او ملاتړ تر لاسه کړ. اوس هر افغان په دې ویاړي چې د ښاغلي غني په شان ولسمشر خدای مونږ ته راکړی دی. او ولس هم نه غواړي چې ښاغلی غني له لاسه ورکړي.
ښاغلي غني د هیواد د سولې لپاره د سولې پروسه دومره چټکه کړې ده. او هر څومره چې ژر کېږي هیواد ته سوله راوستل غواړي. غني وايي چې خپل سر به ورکړم خو هیواد به بې سولې پرې نږدم. په همدې خاطر او د ولس د ملاتړ پر اساس ښاغلي غني د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل ځان نوماند کړ. چې هغه برنامې چې د هیواد د راتلونکو سلو کالو د خودکفایي او پرمختګ او د ولس د هوساینې لپاره یې په پام کې لري په ښه توګه تطبیق او ترسره کړي، ځکه د ولسمشر غني اقتصاډي او زیربنایي برنامې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د هیوادونو په ګټه دي او حتی پاکستان هم د دغو برنامو ارزښت درک کړی او له همدې امله د پاکستان لومړي وزیر ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې د هغو هرکلی کړی او نوموړي ته یې په هغه اړه د لا زیات بحث لپاره پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.