
پخوا علم حاصلول محددودو ، که چا علم ترلاسه کول غوښتل مجبوره ځانته د سفر توښه برابره کړې وای تر څو د علم لاسته راوړلو لپاره غځېدلې واتن په پیاده کللو باندې رالنډ کړې وای؛ هغه ځکه چې، یو خو علم ډیر کم، ځانګړو وګړو سره او ځانګړو ښارونوو کې و. همدا راز د علم انتقالول یا تدریسول طریقه د یو بل عالم په نسبت مختلفه وه او تر هغه چې یو چا با علم سره اشنائي پیدا کوله یا تر یوې کچې تر لاسه کوه ډیر ځنډ نیوه، مګر بیا هم کله چې یې علم ترلاسه کړ او عالمان شول نو د هرې څانګې علمان خپلو چارو سره کار درلود خو داسې هم شوي چې کم شمیر دیني عالمانو پرته له دیني علم نه د علم په نورو څانګو(طب،فزیک،کیمیا،... .)کې مبهم موضوعات واضح،پټ رازونه ښکاره او بې نظیره اختراعات کړي او خلک ورڅخه د ګټو په اخیستو سره په ورځني ژوند کې هوسايه موندلي وه او دمګړۍ پکې د لګ بدلون په راوستلو سره خلک ورڅخه ګټه پورته کوي او اوسني د هرې څانګې پوهانو لپاره پخوانيو علمانو کړنې لارښوونې او اختراعات یې ، الهام ګرځیدلې دی؛ چې هغو ته په کتو نوی شیان په نوی بڼه جوړوي ، خو خبره دلته ده چې حالت همغسې پخوا خواندې دي یعنې دینی عالمان د یني زده زدکړو ترڅنګ د حاضر عصر ساینس، طب،.... نه خبر یا څه اندازه پوهه لري!؟
په جواب کې، بیخي کم دي او کوښښ هم نه کوي چې څه اندازه په دې برخه کې د خپلو سلفو په لاره کللي وای، که چیرې د کیدلو لپاره هڅې هم نه کوي مګر کوم کسان چې ، په ځانګړې توګه د نورو ساینسي او انجنیریو پوهنځیو کې زده کړې کوي ـــ تر څو په راتلونکی کې په یادو برخو کې د خدمت کولو جوګه شي ـــ په ارامه نه پرېږدي او زده کړې څخه ناهیلې کوي او یواځې دا ورته وایی چې: د شرعیات پوهنځی ولولئ؛ داسې نه ورته وایي چې شریعت نه هم ځان خبر کړئ او نور ساینسي ... پوهنځيو هم و لولئ؛ ځکه شریعت څخه په خبرتیا تاسو جامع الکمالات کیدای نه شئ، چې په هر ډګر کې د هر شی درمل شئ؛ او دا هر څه په اسلام کې په پشپړ ډول نشته چې نشته داسې هم نه شوه چې اسلام یې مخالف دی بلکې په اړه یې په اسلام کې احکام شته او زده کړیال یادو علومو زده کولو لورې ته هڅوي.
همداسې مدرسې،مکتب او پوهنتون حاضر وخت تعلیمی نصاب او د مروجې تدریسې تګلارې ته وګورو، د تاسو(مولایانو) اکر په شان به خپل ځاې ساکن ولاړ دي او په دې باندې د خپل، نورو او د ټولنې مشکلات نه شئ رفع کولای، د استعمار او زبېښاک په وړاندې ډهال جوړېدای نه شئ ، د اثر په تتولو یې قادر نه یې او د استعمار په ډولونو او په کومو طرقو باندې مقابل لورې خپل رسوخ لاندې راولي، نه شئ تشخیولای؛ په هر برخه کې ځانونه مو د نورو محتاجه کړي، د ابتکار مو تربت کړې، اسلامي سیاست په اړه یوه کلمه نه ویل؛ څه به ووایئ چې ترې بوې هم نه وړئ، ولس په تاسو له دینه د باخبره وګړي ګمان کوي، خو چې تاسو د اسلامي سیاست په وړاندې بې اعتنایي ښایئ، کیدونه خلکو ته یې تاسو دغه بې اعتنایې دا تصور د دوی ذهن کې جوړوي او په دې ډول پوهیږي چې سیاست په اسلام کې نشته او ورسره هیڅ اړیکه نه لري ؛ دا دې لامل کېږی چې تاسو غیر مستقیم د سیکولرېزم (سیاست له اسلام نه بېل دی) ملاتړ کوئ ، که په خولې وایئ چې نه یې کوو او هېڅ امکان نه لري، خو یې تاسو دغه بې پروایي پخپله په سیکولرېزم دلالت کوي.
که چېرې تاسو (مولایانو) ـــ په دین باندې د پوره پوهې دعوا کوئ او خلک دې په همدې خاطر مولایان بولي ـــ اسلامي سیاست نه خبر وای او اوس کوم وګړي د حکومت په سر کې دي ، دعوا دې غوره سیاست لوبولو او شته بحران ته د پاې ټکې کېښودو ، کوي تر هغو تاسو ډیر مستحق د دې وئ چې د چارو مشري دې اخیستي وای او نړیوالو ته دې د اسلام یو عملي بېلګه ورښودلي وای ځکه الله متعال په کتاب الفرقان کې فرمایي:(و نزلنا علیک القران تبیا لکل شيء و هدی و رحمة و بشری للمسلمین.سورة النحل ایت نمبر ۸۹)؛خو کله مو ځانونه پیژندلي، داسې انګیرئ چې ویښ او په هر څه خبر یئ، درېغه!
او بل دا په هر ځای کې تا ته د اعتراض ګوته نیول کیږي، د بې علمۍ په برخه کې له دنیا بې خبره،کم علمه قشر په توګه او په اندیالي او فکري جمود په برخه کې د بیلګې په ډول وړاندې کیږئ او نورو ته د عبرت په خاطر تاسو ورته یادوي چې، خدای مه کړه د وی (مولایانو) په رقم نه شې چې په ټولنه کې به د خلکو اوږو بار وې.
ته به داسې انګېری چې خلک ضعیف ایمانه او دیموکراسي پاله شوي او په سترګو یې د مادیاتو پردې راوغوړېدلې نو ځکه په مونږه دا ډول نیوکې کوي او بل دا چې تاسو به په دې فکر هم وئ چې یواځې د دیني علم مدعیان یئ، پرته له افغانستانه نور اسلامي هیوادونه او دیني جید علماء په نړۍ کې شتون نه لري، نه! داسې نه ده په اصل کې بله خبره ده؛ لګ وخت لپاره ځان سره په ارامه فضا کې فکر وکړئ چې ولې دې ډول خبرو مخاطب یئ او ځان وارزوه او نورو اسلامي هیوادونو دیني علماء، تعلیمي نصاب هر لحاظ نه ځان او تعلیمي ..... ورسره پر تله کړه، چې چیرې دوی او چيرې تاسو.
په دې لیکنه کې زما موخه ټول مولایان نه دي بل کې هغه مولایان دي چې پاس یاد شوي شیان په دوی کې شته دي او خوي خصلت بدلولو کې هاند هڅې نه کوي.