ړون اندي

د  تاریخ په  لمن کې د رون اندي کلمې اطلاق په بیلا بیلو وګړو، ځانګړې دور، او ځانګړې ډلې، کومې چې ځانګړې موخو ته د رسیدو لپاره رامنځته شوې وې، کیده؛لکه د اسلام په خپریدو سره د جهالت تیارې په روښنائي بدلیدل،د مسلمانانو عبقریان د مختلفو علومو په برخه کې د متفاوت شیان په کشفولو سره د انسان په مخ د متفاوتې نړۍ له مخې پرته پورته کول او داسې نورې بیلګې شته دي چی پخپله مسلمانان او حتی  غیر مسلمانان په تیرو د اسلامي نړۍ د مختلفو دورو باندې د روڼ اندي اطلاق کوي او همدراز  که د غربی نړۍ او نور غیر مسلماني نړۍ ته یو ځل سر  ور ښکاره کړو نو دوی هم د روڼ اندي کلمې اطلاق په داسې پېر  او  وګړو  کړی چی  هغوي د دوي  نیکمرغه اشخاص او زرين پېر  و، لکه د کلیسا امپراتورۍ ته د پای ټکی  اېښودل، د دیرش کلنه جګړه پای موندل، ساینسي علوم څخه چی له مسلمانانو  یې زده کړي و ، ګټه پورته  کول  او داسې نور ډیرې بیلګې شته دې ؛ چی دوی روڼ انده وګړي او دورې بولي.
 
مګر اوس مهال نسبت تیر  وخت ته خبره سر چيه شوي ده، هغه داسې چی په  اسلامی نړۍ یا بغیر له اسلامی نړۍ کې د روڼ اندي کلمې اطلاق په هغو خلکو  او  ډلو ټپلو  کېږي چی اسلام سره په ټکر او  فردي ګټې او د وخت حکومت را پرځلو لپاره فعالیت کوي، او دوام لري؛ لکه په افغانستان کې د حبیب الله (۱۹۰۱ تر ۱۹۱۹)په دور کې یو سري ګوند تاسیس شو او موخه یې د حبیب الله حکومت را پرځول وه، د همدې نوموړي ګوند غړیو  او بغیر له ګوند غړي نه چی عین هدف یعنی د حکومت  د راپرځلو لپاره فعالیت کاوه، روڼ اندیان بلل کیدل؛ او دې ته ورته  په اتلسمه پیړۍ کې  یوه ډله(illuminate) یعنی روڼ اندي په نامه په دې موخه ډګر ته راودنګل تر څو د دجال را تګ لپاره، د دوی په وینا، زمینه مساعده کړي او  په یو شمېر غربي هیوادونو کې هم جنسو  پالو وکړو  پخپل منځو کې د واده کولو لپاره د قانون توشیح کول غوښتل، نو دا ډله روڼ انده او دا د هم جنسو پالو غوښتنه  روڼ اندي بلل کیږي؛ او همداسې په اسلامی نړۍ کې داسې  وګړي صحنې ته راووتل چی د غرب د خوښۍ لپاره او اسلام په ضد خپلی کړنې ګړندې ګړې وې لکه، عبدالکریم سروش،ابوزید نصر، سلیمان راشیدی او داسې نور  اشخاص ول او له هم شته دي چی خپل ځانونه روڼ انديان بولي او بلل کیږي.
 
  په حاضر  وخت په افغانستان کې د روڼ اندي کلمې په مختلفو  معناو سره تعبیر ول  تسلسل روان دي ؛ خو خبره دلته  چی  اوسني ځوانانو  ته  روڼ اندي څه مانا لري او اوس  مهال  روڼ انده   څوک دی؟
 
دا په پوره باورمندي سره ویلی شم چی روڼ اندی پدیدې د ديړو ځوانانو افکار تر خپل ولکی او سیوری لاندې راوستلي دي، که چیری له همدغو   روڼ اندانو څخه، وایي: نور اسلام په اسلامي  نړۍکې شته مشکلاتو او روان بحران ته د حال لاره نه لري دې ته ورته نورې نیوکې به په اسلام سپیڅلي دين  باندې د کولو په حال کې دي، وپوښتې؛ نو د نوموړی پدیدی په اړه به په  یوې معنا او  یو  تعبیر  یوه خوله راسره نوي بلکې د غرب له  متنوعو نظریاتو او افکارو څخه متاثره شوي وي، بیا پر همدغو نظریاتو او افکارو  دوی د روڼ اندي اطلاق کوي.   
 
 درېغه! پر نورو ناوړو او مزخرفو اندونو او نظریاتو باندی د روڼ اندی اطلاق کولو پر ځای، کوم څه چی د روڼ اندي په خپل جوهر کې چی، په رالیږلې شوي الهي احکامو باندې منګولې لګول او  په  نړۍ کې د اسلام په رڼا  کې ژوند او نړی کې ټولنېز بدلون  سره سم  هم وخته قدم وهل او داسی څه کول  چې د اسلام  دین  د خپریدوسبب او د ټولنیزو ګټو  سره په تصادم کې را نه شي، جوګه شي؛ روڼ اندي معنا لري، پخپل ذهن کې ورته یو څه اندازه ځای ورکړې وای نو بیا واقعا روڼ اندي ورته ویلې او د یادو موخو ته د رسیدو  وسیله  وګرځي اطلاق پرې کولئ شو.
 
اوس مهال روڼ اندی هغه څوک دی چی الهي احکامو  ته درناوې ولري  او په خپل ځان یې پلې کړي او  یوالی، به ثباته او پایداره سوله د راوستلو لپاره  د هلو ځلو  کو لو په حال کې وي.