آیا تاسې تر اوسه د رسۍ د لوبو له ګټو خبر وی؟

روهي( یوه نۍ/۲۲ د غوایي )، د رسۍ لوبه د ماشومانو د خوښۍ لوبه ده او یاده لوبه ماشومانو د صحت لپاره خورا ګټه رسونکې هم ده.
 

د رسۍ لوبې یوه لویه فایده دا هم ده چې نه کوم استاد ته ضرورت او نه کوم ځانګړي میدان او یا کوم لګښت ته چې د ماشوم توان ورته نه رسېږي.
 
راځئ چې وګرو دا لوبه کومې ګټې لري؟
 
وزن کمېدل

د نورو لوبو په څېر د رسۍ لوبه هم د یو انسان په وزن کمېدو کې پوره مرسته کوي او د ماشوم بدن هم متحرک ساتي.
 

د بندونو قوي والی
 
د رسۍ لوبې سره د بدن ټول غړي حرکت کوي او د بدن بندونه ورسره قوي کېږي.
 

د قد لوړوالی
 

دا لوبه د یو انسان قد هم لوړوي ډاکټران وایي چې هغه کسان چې ټيټ قد لري باید هره ورځ د رسۍ لوبه وکړي.
 

د دماغو روغ ساتنه
 

د رسۍ لوبه د نورو ګټو ترڅنګ د یو ماشوم د ذهن د تېز کار کولو لپاره هم ډېره ښه ده او د یو ماشوم بدن ورسره په یو شان نمو کوي.
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند