ولس به حکومت، طالب او امريکا ونه بښي

ولس به حکومت، طالب او امريکا ونه بښي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له تېرو ۱۷ کالونو راهيسې له يوې خوا د ترهګرۍ پر ضد او له بلې خوا د جهاد په نوم جګړه په افغان خاورې روانه ده. جګړه امريکا پيل کړې، خو لامل يې طالبان بولي او وايي چې که چېرې طالبانو له افغان خاورې دوی او د نړۍ د نورو هېوادونو ته ګواښ نه وای پېښ کړی، نو امريکا دغه جګړه نه شروع کوله. دا چې روانه افغان جګړه چا پيل کړي، ولې يې پيل کړي او د کومو موخو لپاره يې پيل کړي؛ د قضيې يو اړخ دی، خو د قضيې بل اړخ دا دی، چې هر څوګ د جګړې د غځېدو هڅه کوي؛ د ولس په زړونو کې د نفرت ځای خپلوي.

د امريکا په اړه خو ډېرو خبرو ته اړتيا هم نشته. کفري هېواد دی، خپلې موخې لري، نه د افغان وژنې په فکر کې ده او نه هم د افغان ژغورنې. له روسيې، چين او ايران سياسي او اقتصادي سيالۍ لري او له افغانستانه کولی شي چې په ښه ډول يې وړاندې يوسي.

د جګړې دوه نورې ښکېلې غاړې، چې ښې اوږدې - اوږدې کلمې وايي، د الله اکبر پټۍ په تڼدو تړي، هره يوه يې ځانونه پر حقه او وژل شوي شهيد بولي؛ افغان حکومت او وسله والو طالبان دي.

حکومت د طالب په نوم زندانونه له انسانانو ډک کړل، په هوايي بريدونو کې يې له ماشومانو نيولي بيا تر ميرمنو، سپين ږيرو پورو کورنه، ښوونځي، روغتونونه، مدرسې او ناستې بمبار کړې. د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي نه خوندي وو او نه هم د خونديتوب احساس کوي. د يوناما او نورو ادارو د وروستيو شمېرو له مخې ويل شوي دي، چې د افغان امنيتي او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي وګړو د مرګ - ژوبلې شمېرې دومره دي، څومره چې د دولت وسله وال مخالفين يې لري.

د شپې چاپې، خپلسري عمليات، غلط هدفه هوايي بريدونه او نور پوځي اقدامات هغه څه دي چې ولس د حکومت په غيږ کې هم ځان په کې خوندي نه شي احساسوی.

له بلې خوا، د حکومت ستره مخالفه وسله واله ډله طالبان، ولسي وګړي په داسې يوې بې رحمۍ سره وژني، چې هېڅ انساني او اسلامي قانونه به اجازه ورنه کړي. د حکومت او دولتي کس په تور نېول او بيا په مرميو سوری - سوری کول، هدفي وژل، په عامو ځايونو کې چاودنې او د ولسي وګړو د ژوند په اړه په بشپړه توګه بې غوري. د سرک غاړي ماينونه او ورته نورې خونړۍ کړنې.

اوس هم حکومت په دې اخته دی چې له جګړې ځان خلاص کړي او هم طالب په قطر کې ناست دی، چې جګړه به سره بس کړو. د طالب جکړه او د حکومت جګړه دواړه موخې او هدفونه لري. لومړۍ خوا امريکا په اسانۍ سره نه غواړي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي، او دوی ووځي.

دويم، حکومت هم خپلې او هم د نورو هېوادونو نامشروع موخې په جګړې کې خوندي کوي او طالبان هم خپلې او پردۍ نامشروع موخې د مسلمان افغان په وينه کې پيدا کوي.

که نن نه وي، خو ښايي سل کاله وروسته، په دې هېواد کې سوله راشي او خونخوار په يو ميز سره کيني. خو ولس به نه په دې نړۍ او نه هم په هغه دنيا؛ طالب او حکومت ونه بښي. جګړې چې د هر موخې او هر هدف په پار شوې، شوې ده، خو چا چې د خدای کار کړی، يانې روحونه او ژوندونه يې اخېستې دي، ورڅخه به پوښتنه کيږي.

الله (ج) په سپيڅلي قرآن کريم فرمايي،
 
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 93]
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا
پاته شو هغه څوك چې كوم مؤمن له پوهې او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دى چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.