لړزانده دوحه او شکمن کابل

  د طالبانو او امريکا د روغې جوړې د خبرو شپږم پړاو هم بدون د کومې روښانه پايلې ختم شو.   که څه هم ددې دور د خبرو د افغان ملت هيله زياته وه چې دواړه طرفونه به يوې پرېکړې ته ورسېږي او بلاخره د سولې دروازه به د افغان ملت په مخ خلاصه شي.   خو ښکاري داسې چې امريکا د سولې په خبرو کې د سولې سره نورې غوښتنې هم لري.   که څه هم په سيميز ډول د افغان سولې لپاره پوره قناعت حاصل شوی او په هېواد کې د ننه هم غیرې حکومتي چارواکي د سولې په تړاو ترپخوا ملی دريځ خپل کړی خو د امریکا روانې کړنې انسان يو ځل بیا فکر ته مجبور کوي.     په اوس وخت کې هم مسولو افغان چارواکو او د سولې فعالینو د ټولنې د مخکښانو د عالمانو لپاره ښه چانس دی چې د سولې ددې چانس څخه استفاده وکړي ترڅو د خپل ملت د روان قتل عام مخه ونيسي بل خوا دا د طالبانو او افغان حکومت لپاره هم ښه فرصت دی او ددې فرصت د لاسه ورکولو په صورت کې به ټولې کړی په مختلفو درجو ددې منفی پايلې وويني.     که افغان حکومت د سولې په روانه پروسه کې د خپل وس پورې صادقانه همکاري ونکړي او مانع ايجاد کړي نو بايد هېر نکړي چې طالبان د جګړې ډګر د ژوند او مرګ دواړو حالتونو کې ګټلی بولی.     طالبان که مړه شي وايي شهيد يم او بیا هم خوشحاله دي که ژوندي وي يا به جګړه ګټي يا به مړ کېږي چې په دواړو حالتونو کې طالبان يا په دې ژوند بري ته رسيږي يا په هغه.الته دا د طالبانو فکر او باور دی،دا چې سم دی يا غلط هغه بېله خبره ده خو د هغوئ فکر او باور دادی.     په داسې یو مقابل طرف کې د افغان حکومت راتلونکې چندان روښانه نه برېښي،ځکه دا يو واقعيت دی چې امريکا به زیاته په افغانستان کې پاتې نشي او د صبر کاسه یې ډکه شوې ده،نو که امريکا ځي بيا نو افغان حکومت د خپل سرنوشت په هکله خپله هم پوهيږي.     اوس که افغان حکومت دا چانس له لاسه ورکړي نو خپله راتلونکې به پخپله برباد کړي او که طالبان په دې خبرو کې پوره زغم او فداکارۍ څخه کار وانخلي نو طالبان هم ځينې شيان له لاسه ورکوي.     د روانو خبرو د ناکامیدو په صورت کې که په لنډ يا لرې وخت کې امريکا د افغانستان څخه بهر شي او بيا طالبان د کابل واک په زور نيسي نو دا به خامخا د زر هاوو عامو او غیرې عامو افغانانو د وژلو سبب شي،چې دا به د طالبانو او پخوانيو بدنامو مجاهدینو ترمنځ د فرق خط رالنډ کړي.     په ټوله کې سيمه د يو مقتدر طالبي نظام غوښتونکې نه ده حتی پاکستان هم،ځکه د طالبانو ايډيالوژي ددوی په ګټه نه‌ده نو ددومره لوی تشنج په وړاندې به سيمه هم بې تفاوته پاتې نشي او افغانستان به يوې بلې خونړۍ جګړې ته د ننه کړي.     خو ددې هرڅه سره سره د امريکا په نیت کې د سرو کرښو څرک او د طالب سياستوالو مجبوري هم بايد په پام کې ونيول شي.     د کابل حکومت هم داسې نه ښکاري چې دا هرڅه یې په خپله روان کړي وي،د لویې جرګې جوړولو سره پخوا ولسمشر غني شديد مخالفت درلود،سره يې د طرفدارانو،حتی کله به یې که حامد کرزي نوم واخيست نو ددوی د توند غبرګون سره به مخ کېده خو د امریکا لوړ رتبه چارواکو د راتګ سره سم سبا ولسمشر غني د لويې جرګې د جوړولو خبر ورکړ.     ښکاري داسې چې د امریکا په خوښه افغان حکومت يوه اجماع جوړوي او خپل حدود د لويې جرګې او همدې‌ اجماع له لارې وړاندې کوي.     په ښه نیت داخلي اجماع د افغان سولې لپاره زرين چانس دی خو اوسنی اجماع چې پوره اجماع هم نشو ورته ويلي چندان سپينه نه ښکاري.     که چېرې د امریکا هدف دا وي چې کابل حکومت د اجماع د نوم سره يو ځای خاصو شرايطو سره د طالبانو سره په ټکر کې کړي پړه په طالبانو واچوي او مذاکرات ناکام شي نو دلته بايد افغان ملت د امريکا خطرناکې سناریو ته متوجه شي.     د طالبانو او امريکا مذاکراتو په دې دوام وکړ چې امريکا د ځواکونو وتل په لومړي سر کې ومنل او خبرې یې په جزیاتو اوږدې کړې خو ښکاري داسې چې دوی اول د وتلو په اقرار طالبان خبرو ته راضي کړل او اوس ورسره نورې خبرې يو ځای کوي.     د امریکا په توصيې د يوې افغان اجماع جوړول چې د ارګ او واشنګټن تاييد لري چندان د امید وړ نه ده،د ارګ وروستی کړنې لکه د جنرال مالک راوستل د امرالله صالح څنګ ته کول د سولې په هکله د ارګ نيت روښانه کوي.     اوس دا اجماع يا دا بلاک او په دوحه کې د خليلزاد شرارت د پټو خطرونو شک پيدا کوي.     پدې حال کې د داعش مړ شوې مشر ابوبکر البغدادي هم راژوندی شوی او داسې ګومان کېږي چې دا ځل به په افغانستان او يا پاکستان کې راښکاره شي.     د خليلزاد تمه کېدای شي دا وي چې ددې مذاکراتو په واسطه طالب جنګ يالي داسې وانګېري چې مشرانو يې ددوی قربانی په پام کې نه دي نيولې نو دا جنګيالي به داعش ته جذب شي د سولې په ضد د ارګ ټيم به طالبان نه مني او په دې ډول به د خبرو د ناکامی پړه په طالبانو واچوي او د‌جګړې نوی فصل به پيل شي.     په دې حالت کې د ارګ نيت بايد هر افغان درک کړي ،د سولې د خبرو په دومره حساس وخت کې د امرالله صالح راڅنګ ته کول د زرګونو پښتنو او طالبانو قاتل جنرال مالک سره د مليشو د جوړلو پلانونه هر افغان د ارګ په نیت پوهولي شي.     اوس تمه د افغان ټولنې د مخکښانو او علماوو څخه ده ددې هیواد د اصلي نجات غږ همیشه علماوو پورته کړي.   پکارده سوله‌پال او عالمان يو بل ته لاس ورکړي او د سولې په ملاتړ د امریکا په مسوولانه خروج باندې يو لوی ولسي حرکت جوړ‌کړي.