سوله ذوقي کيسه نه ده، سوله یوه ملي غوښتنه ده او په دغه ملي قضيه کې د ولس غږ بايد ډېر لوړ وي، دومره لوړ چې د ښکېلو خواو د جنګ په شور کې خپل منفرد سوله ييز زوږ وزيږوي، نو که څوک له جنګه تنګ وي او نور د خپلو نازولو دغسې قتلونه نه شي زغملی نو بايد د سولې دا غږ همدغسې ګډ لوړ کړي، که نه خدای د هغو خلکو حالت نه بدلوي چې دوی خپل حالت بدل نه کړي...
مونږ د حالت د بدلون غږ پورته کړی او دا غږ سليقوي نه دی دا غږ ملي دی، په دې غږ کې پښتون، تاجيک، ازبيک، هزاره، ترکمن او هر بل عزيز قوم شريک دی، دا غږ د حکومت او طالب تر وېشه هم پورته دی ځکه په دې غږ کې د ټولو ګټه خوندي ده او د ټولو ژوند په کې نغښتی.
مونږ سوله غواړو او مونږ ژوند غواړو
وروستي