نثري ټوټۀ!

سپین ږیري بابا دې چایو پېاله پر ځمکه کیښودۀ؛ تکیه یې ووهلۀ .
ترڅنګ ایښې راډیو ته یې لاس کړ، د خلاصولو تکمۀ یې کیکاږلۀ . په ورو آواز سرۀ د راډیو په څپو کې دا سندرۀ تر غؤږ کیدله:
افغانستان د ورانــــــــؤلو نۀ دی
دلته هېڅ څوک هم د وژلو نۀ دی

سپین ږیری بابا لۀ دې اواز سره د خیال د نیلي پۀ سوارلي شو، سترګې یې په ځمکه کې وچې نیولې وې او رنګ یې الوتی تر سترګو کیدۀ.خو شیبۀ پس د راډیو پۀ څپو کې د اواز په بدلیدو سرۀ ناڅاپه د سر په خوځولو سره د خیال لۀ نړۍ بهر راووت.

سترګې یې لۀ اوښکو ډکې وې او په خولۀ کې پرتې لاړې (ناړې) یې لۀ ستوني څخه د تیریدو نۀ وې ځکه چې: "په مخ کې ورته د خپل زدۀ کوونکي ماشوم زوی د قتل او شهادت سوال لا ځوابه پروت ".
پای