د هیواد په ګوټ،ګوټ کې د سپین سرو میندو،کونډو رنډو،ورارو،بورو میرمنو،سرببرواو مخ چاودو یتیمانواو په زړو ټپي بوډا پلرونود جګړه ځپلوبې لاسه،پښواو بم وهلو شلو،ګوډواو معلولینوچیغو ،فریادونو چې په څیرو ګریوانو کې د سولې،سولې اوسولې نارې وهي ،څوک نه اوري اوغمجنې سندري بولي چې یخې اوبه ،سړه ډوډۍ دې وي خو سوله دې وي.خدایږو د انسان او انسانیت وجدان لړزوي، خوله بده مرغه هغو چې د جګړې واګې یې په لاس کې دي له بده مرغه نه رښتینی اسلام او نه رښتینی پا ک وجدان لري، افغانان هغه بابیزه او بې ارزښته کهترالمخلوقات جوړشوي چې په خواږه خوب ویده ماشومان موهم په سرو وینو کې لیت،پیت په آبدي خوب پریوځي په ځانمرګو بریدونود بې ګناه ملکي ولسونومرګ ژوبله او په زرګونو،زګونوزړه بوږنوونکي غمیزي دافغان ولس د غمجن ژوند سناریو جوړوي.
له هیواد بهر اود نـنه افغانانو د سولې د ټینګښت په تړاوخپلې هیلي د قطر د دوحې د بین الافغاني جرګې په لورې درلودې چې دادی دا هیلي هم د عربو د مزدوروشیخانواو د ځینو بې ضمیره او فاسدو افغانانوپه شیطاني سبوتاژ په اوبو لاهواو شنډې شوې.
د بارک اوباما د واکمنی په مهال د پاکستان د وسله وال پوځ د جنرال اشفا ق کیاني له خوا د طالبانو د مشرتابه د مطرح غړي سید طیب آغا په وسیله د امریکایي بندې افسربو بریګډال د خبرواو پیغام ویدیود سي،ای ،اې او سپیني ماڼۍ په واک کې ورکړشوه چې د هغه د خلاصون په بدل کې یې د ګواتینامو له زندان څخه د طالبانو د پنځو تنو مشرانوچې په هغو کې مولوي خیرخواه د هلمند پخوانۍ والي هم شامل ود ازا دیدو غوښتنه وکړه او د هغه سره جوخت یې د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستووړاندیز هم وړاندې کړ. د بارک اوباما د لارښوونې سره سم د امریکا د سی،ای،اې او پنتاګون چارواکو د بریګډال امریکایې افسرچې د حقاني له ډلې سره بندې ود خلاصون په اړه د طیب آغا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړپه پایله کې پنځه تنه طالب مشران له ګواتینامواو امریکایې افسر بریګډال د طالبانوله زندان څخه خوشي شول او د افغان ولس مشر حامد کرزي د خورا سخت مخالفت سره، سره د قطر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو.
د طالبانو سره د جوړ،جاړي په موخه د اوباما او هیلیري کلینټن غورزو پرزو کومه څرګنده پایله نه درلوده ځکه چې سپیني ماڼۍ ته د پاکستان د څارګرو نه همکاري او د اسامه بن لادن په اړه د پاکستاني پوځیانو دوه مخې سیاست ښکاره اوپر پاکستان اقتصادي او پوځي مرستې ودرول شوې.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د طالبانوسره د پاکستان د پوځ او استخباراتو اړیکي خوراغښتلي اوپخوانی دي اود طالبانو د مشر تابه کورنۍ هم په پاکستان کې میشت او د پاکستان د څار او پوښښ لاندې ژوند کوي که څوک ترې سرغړونه وکړي یابه د عبدالغني برادرپه څیرزنداني یابه د مولوي عبید الله په څیر په زندان کې مړاو یا به د مولوي اختر محمد منصورپه څیر په ډورن برید وژل کیږي او هم دا لامل دی چې د قطري شیخانواو پاکستاني پوځیانوپه با القوه ګواښ د قطر په دوحه کې طالبان مستقل اوخپلواک دریځ نه شي خپلولی او امریکایان هم د زلمي خلیل زاد په د یپلوماتیکو هڅو د پوتین او ایراني اخوندانو سره د سیالۍ په موخه خپله یارانه ساتي اوامریکایې ولس مشر تر دې مهاله د پاکستان د ترهګریزاوشیطاني سیاست په اړه د تشو بابولالواوغورو،پرتو پرته کوم کوټلی اوقاطع ګام نه دی پورته کړی او دافغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله د وروستیو څرګندونو په اړه یې د افغان ولس مشراشرف غني سره هم چلند سوړښکاري.
او له بلې خوا افغانان هریو ځان من بولي اوهیڅوک په وړه تله ځان نه تلي او سیاسي ناکامې او له عقدو ډکې څیرې لا دسولې په ۲۵۰ کسیزپلاوې کې د نه ګډون ګوت څنډنې د څرګند مخالفت په مانا په ډاګه او دادی په شیادانه او ماهرانه لاملونود قطر د سولې جرګې ته د نا کامۍ پیغورپه نصیب شواو اوس به ډبل عبد الله د سپیدار په سینګارخونه کې د خپلوشونډو په سره کولواوفیشني هالیووډي دریشیواود الماس په غمیو مزین نیکټا یې کې د اشرف غني په ملي لباس تودواواحساساتي ویناوو په اړه د حاجي محمد محقق سره یوځای چې د افغانانو۲۵۰ کسیزه جرګه یې د شلغم شوروا بلله کټ،کټ خاندې اوهغه ناخبره دی چې طالبان د هغه ډبل پلرونه پیژني او د محقق د کرکې اودوښمنۍ روحیه د مزاري د وژلوله مهاله طالبانو ته ښکاره ده.
طالبان که رښتیني افغانان اومسلمان وي د سولې جرګه دی د لوی کندهارپه مرکزد خرقې مبارکې په انګړاویاد اعلیحضرت احمدشاه بابا د سپیڅلي زیارت او ویاړلي تاریخي مزار ترڅنګه جوړه کړي او دافغان مظلوم او کړیدلي ولس او د کندهارد روان لاریون سوله ییزوهیلواوغوښتنوته دې د ویښ وجدان له مخې په جسارت ځواب ورکړي.
د پښتو ولسي متل دی چې په پردي لاس ،مارهم مه وژنه.
د یتیم ماشوم کړیکه واورې چې:
یخې اوبه وچه ډوډۍ دی وي ،خو سوله دی وي.
د وطن د دوښمنانو د نابودی اولا رسوایې په هیله.
وروستي