ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وپېژنئ

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په ۱۹۶۵ز کال کې د هندوستان مهرشترا ايالت په ممبۍ ښار کې زږېدلی دی. نوموړي له فرهت نايک سره واده کړی، د فارېق نايک او رشدا نايک په نوم دوه اولادونه لري.

زده کړې:
نوموړي د ښوونځي دورې زده کړې په Kishinchand Chellaram College کې کړي او ورپسې يې طبي زده کړې يې په Topiwala National Medical College کې کړي دي. ډاکټر نايک عملي طبي زده کړې په BYL روغتون کې کړې دي. ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په ساينس، اسلام، ساينس - قران کې ژوره مطالعه کړې او همدا ډول يې نور اسماني او د ځمکې دينونه په عقلي دليل سره مطالعه کړي دي.

دندې:
ډاکټرعبدالکريم ذاکر نايک تر يو وخت پوري د طب د ډاکټر په توګه دندې تر سره کړې او ورپسې يې د اسلام دين او نورو دينونو په اړه تدريس، مقالې لېکنې، کتابونه لېکل، عامې ويناوې، منظرې، د سوال - ځواب خپرونې پيل کړې. ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک تر ۴۰۰۰ منظرې، ټلويزوني خپرونې، بيانياوې او لکچرونه تر سره کړې دي چې تر مېلېونه کسانو لېدلي او مطالعه کړي دي.

نوموړي خپله لومړۍ مناظره په د بنګلادېشۍ لېکوالې تسليم نسرين په کتاب باندې تر سره کړه. تسليم نسرين د Lajja په نوم کتاب خپور کړ چې مانا يې شرم دی. ورپسې نوموړي په ۲۰۰۰ ز کال کې د امريکا په شيکاګو ښار کې د مشهور عيسوي عالم وېلېم کېمبل سره د (قران او انجيل د ساينس په رڼا کې) په نوم منظره تر سره کړه.

ډاکټر ذاکر نايک په ۲۰۰۶ کال کې له هندو ديني عالم راوي شنکر سره د هندوستان په بنګلور ښار کې د (د خدای مفهوم په اسلام او هندويزم کې) تر نوم لاندې مناظره تر سره کړه. په ۲۰۰۴ز کال کې ذاکر نايک په اسټراليا کې په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه مناظره وکړه او ويې ويل، چې لوېدېځ لباس په ښځو د جنسي تيري لامل او هڅونه ده.

تر ۲۰۱۰ز کال پوري ډاکټر ذاکر نايک د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه کول، خو د ۲۰۱۰ ز کال په جون کې کاناډا او انګلستان ته د نوموړي په تګ بنديز ولګېد.

د ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک ليدلوري:
۱- اسلام: اسلام د نړۍ بشپړ دين دی او قرآن کريم بشپړ کتاب. د نړۍ هېڅ ديني کتاب د قرآن په څېر بشړ نه دی او هېڅ دين؛ د انسان، ښځو، عدالت، سولې، مرستې، مينې او وروروالۍ په اړه وضاحت او ورکړه نه لري څومره چې اسلام يې لري.

۲- موزيک او شراب: نوموي ساز او شراب دواړه د انسان لپاره په طعبيي ډول مضر ګڼي او د اسلام په دين کې حرام دي.

۳- شريعت: ذاکر نايک وايي چې جنايي مجرم ته بايد سزا ورکړل شي چې د يو کس په سزا سره نورو ته عبرت کيږي او د زرګونه کسانو ژوند ژغورل کيږي. نوموړی په دې اند دی چې بايد د غله لاس پرې شي او د اسلام اړوند سزا ورکړل شي.

۴- کورنۍ: نارينه د کورنۍ رهبري په غاړه لري او خاوند کولی شي چې د اصلاح په موخه خپله ميرمن ووهي.

۵- د ډروېن نظريه: نوموړی د انسان د تدريجي تکامل په اړه د ډروېن نظريه ردوي. ډروين وايي چې انسان په تدريجي ډول له بيزګانو دغه حالت ته راغلی دی. نايک بيا وايي چې د انسان د جوړښت په اړه قرآن کريم څرګند ايتونه لري او تر اوسه نه ده ثابته شوي چې د قران کريم کومه خبره له نوي ساينس سره په ټکر کې وي، خو چېرې قران کريم په رېښتنې مانا سره مطالعه شي.

۶- جهاد: ډاکتر ذاکر نايک وايي چې مسلمانان او غېر مسلمانان دواړه د جهاد له کلمې غلطه مانا اخلي. نوموړي په ګامبيا پوهنتون کې په خپلې وينا کې ويلي چې د جهاد مانا هڅه او کوښښ دی. جهاد د يوې ښې ټولنې د جوړېدو په پار دی. جهاد د اسلام وسله ده او اسلام د سولې دين دی. نوموړی د جهاد وسايل د اسلام او قران کريم تبليغ يادوي.

۷- ترهګري: ذاکر نايک وايي چې په اسلام کې ترهګري نشته. نوموړي د قران کريم په ايتونو سره ويلي، چې د يو بې ګناه کس وژل داسې مانا لري، لکه څوګ چې ټول بشريت ووژني. ذاکر نايک وايي چې د نړۍ اصلي ترهګر جورج بوش، هټلر او نور دي.

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په هندوستان او د نړۍ په يو شمېر نورو کفري هېوادونو کې له بنديزونو سره مخ دی، خو له دوبۍ د سولې ټلويزيون يا Peace TV په نوم خپرونې لري، چې په توله نړۍ کې مېلېونه ملاتړي او لېدونکي لري.