
جلالکوټ ادبي خوځښت خپله دويمه اونيزه غونډه د روانې تلې مياشتې پردېرشمه د جمعې سهار پر نهو بجو د جلال اباد ښار د ننګرهار لېسې مخې ته د شرق پلازې په دويم پوړ کې وکړه.
وياندي يې زيارصميم کوله،مشريې پياوړى شاعر او ليکوال بازمحمد عابد او مشرمېلمه سميع الله ننګيال و.
د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو تلاوت يې په پيل کې محب الله الله يار وکړ او د تېرې غونډې ګذارش جلال الدين غريب دوست ولوست.
عطامحمد هيله من د ګذارش په اړه وويل:ترډېره ښکلى وخو ځينو برخو کې يې ژبه ادبي نه وه.
د هيله من په وينا يوازينۍ نېمګړتيايې د نظرونو ډېر را اخېستل وو چې ګذارش يې اوږد کړى و.
خو ارشادرغاند او محب الله الله يار يې په دې ستاينه وکړه چې د لومړنۍ غونډې د ګذارش په توګه يې پکې د برخوالو نظرونه د اړتياله مخې را اخېستي وو.
رغاند وويل:د نورو ادبي غونډو ګذارشونو سره دې ګذارش کې توپېر دا و چې په غونډه کې ښودل شوي ټول مثبت او منفي ټول نظريات يې پکې را اخېستي وو او خلکو ته يې ښودلې چې جلالکوټ ادبي خوځښت يو ناپېيلى او د پراخ زړه لرونکى خوځښت دى نوځکه د خپل دوام او څرنګوالي په اړه ښودل شوې اندېښنې هم پخپل رپوټ کې را اخېستي.
خالد سنګر وويل:دا چې دا د جلالکوټ ادبي خوځښت له لومړنيو ګذارشونو څخه و،د ستاينې وړ دى
بياکه څه هم د پلان له مخې د ادبي درس وخت و خو دا چې د دې برخې وړاندې کوونکى عابد صيب لا نه و رسېدلى،د ژمنې له مخې محب الله الله يار د(غل)ترسرليک لاندې خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړه.
تر لوستل کېدو وروسته يې خالدسنګر پرکيسې خپله کره کتنيزه ليکنه ولوسته چې يوه برخه يې داسې وه:
د دې کيسې پيل چې د سالم پوډري له قهرجن حالت څخه کېږي،په دې د يوه پوډري له طبيعي حالت سره توپېرلري چې يوخو پوډريان عموماً ارامه خلک دي،ژرنه قهريږي اوبل په دې چې زموږ په ټولنه او کېداى شي نورو کې هم څوک چې ملامته وي،د ځان دفاع په دومره سپين سترګۍ ونه کړي.
نو په دې اساس زماله نظره الله يار ددې منطقې دليل په راوړلو کې بريالى نه ښکاري.
هيله من وويل:د کيسې په يوه برخه کې ليکي((ټوله ورځ د خان کره تېروې))که داجمله داسې شي)ټوله ورځ د خان کره په معمولي کار تېروې)نو ښه به وي.
او بل ځاى ليکي))پروين د خپلو خوب وړو ماشومانو ترڅنګ ناسته وه،ورو،ورو يې د سترګو باڼه سره ورغلل اوپربالښت يې سرکېښود))د هيله من په نظر دا يوه اضافه جمله ده او بايد نه واى ليکل شواى.
ايمل غيور وويل:د دې خبرې ضرورت نه و چې دخان مېرمن وايي داجامې مې خاوند له يوه پوډري نه په ارزانه اخېستي ځکه د ده په نظر دې سره د پوډري د ښځې سپکاوى کېږي.
زيارصميم بياوويل:د کيسې پاى دې سره شوى چې د سالم ښځه پوهېږي چې خاوند يې پوډري دى.
د صميم په خبره دې ته پټ راز ويل کېداى نه شي ځکه ښځه مخکې،له مخکې پردې پوهېده.
بازمحمد عابد وويل:دا يوپټ رازو،ښځه نه پوهېده چې خاوند يې پوډري دى.
ايمل تنها بياکيسه وستايله او د خپلې ټولنې يو رېښتينى انځوريې وباله.
ارشادرغاند د کيسې پرژبنى اړخ وغږيد او ويې ويل ترډېره د کيسې ژبه د کيسه ييزې پرځاى ژونالېستکه ده چې ورسره د کيسې خوند زيانمن شوى.
رغاند د کيسه ييزې ژبې لويه ځانګړنه دا وګڼله چې د ژونالېستيکې ژبې په شان پکې نه ويل کېږي چې پلاني داسې وکړ،يادومره خپه دى.
بلکې داسې ده چې د کيسه ييزې ژبې الفاظ انځوريز وي،دې کې د کرکټر د حالت،چاپېريال او د کيسې نورې خواوې په انځوريزه ژبه وړاندې کيږي.
رغاند چې په خبرو يې پرکيسې کره کتنه هم پاى ته ورسېده،زياته کړه :سوژه ښه ده ،که کيسه ييزو اصولو ته پکې پام شوى واى،ښه به واى.
بيا د کيسې ليکوال محب الله الله يار له ملګرو مننه وکړه چې د ده ليکنه يې پخپلو خبرو وارزوله.
تر کره کتنې وروسته مشاعره پيل شوه چې خالدسنګر،ايمل غيور،جلال الدين غريبدوست،پروېز کاموال،عطامحمد هيله من،محب الله الله يار،نورآغانوراني، صيام الدين پسرلي،سميع الله ننګيال،بازمحمد عابد،ارشادرغاند او زيار صميم پکې شعرونه او جعفرالماس،فصيح الله ارماني او الله محمد حسن زي ترنمونه واورول.
ورپسې د ادبي درس برخه چې د درس د وړاندې کوونکي بازمحمد عابد د ناوخته راتګ له مله په لومړيو برخو کې پاتې شوې وه،پيل شوه .
عابد صيب چې کلونه،کلونه د افغان ادبي بهير وياند پاتې شوى و،د غونډو د وياندويۍ په اړه د خوځښت برخوالو ته خپلې ښوونيزې خبرې وکړې او خپلې تجربې،نظرونه او سپارښتنې يې ورسره شريکې کړې.
ده وويل:وياندويي يا انانسري کوم ليکلى ميتود نه لري،د هرچا استعداد پورې تړلى.
ښاغلي عابد د يوه ښه وياند لپاره د لاندې ټکو په پام کې نيول اړين وبلل:
١-غونډو ته ترنورو برخوالو وړاندې راتګ.
٢-د غونډې د ويناوالو لېست جوړول.
٣-غونډې ته له راتلونکو خلکو سره خبرې او په غونډه کې يې پرغږيدا،يانه غږيدا خبرې.
٤-غونډې ته د نه رسېدلي ګذارشګر تر راتګه په يوه پلمه د غونډې ځنډول.
٥-په مشاعره کې د هرشاعر تر غوښتلو وړاندې د بېلا،بېلو شاعرانو د يوه يا دوو بيتونو لوستل(البته له هغه وخت پرته چې د غونډې وخت کم وي).
٦-د ضرورت پرمهال له معيار سره برابره ټوکه.
عابد صيب تر دې ښوونيزو معلوماتو وروسته د غونډې ارزونه هم وکړه او يوځل بيايې د جلالکوټ ادبي خوځښت پرجوړيدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ وويل چې دى به يې پوره ننګه او ملاتړ کوي.
عابد صيب سپارښتنه وکړه چې خوځښت ته بايد د ډېرو شاعرانو او فرهنګيانو د رابللو هڅه وشي .
همدې سره غونډه پاى ته ورسېده او د بلې غونډې لپاره پريکړه وشوه چې د ايمل غيور پر غزل به پکې کره کتنه کېږي.