
جلال
الدين غريبدوست
د
١٣٨٩ لمريزکال د وري پرنولسمه د جمعې پرسهار جلالکوټ ادبي خوځښت خپله پرله پسې
پينځه وېشتمه غونډه په جلال ابادښارکې د بي بي حوالېسې شاته د مېديوتيک په انګړ کې
وکړه.
د
غونډې مشر صيام الدين پسرلى،مشرمېلمه محمود خزان او کوربه اميرحمزه بهارشينوارى و.
ويندويي
يې الله محمد حسن زي کوله.
غونډه
د اميرحمزه لخوا د قرآنکريم د څو سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
جلال
الدين غريبدوست د تېرې اونۍ رپوټ ولوست،بياله ژمنې سره سم فرهادالله حسېب خپل غرل
کره کتنې ته وړاندې کړ،چې مطلع يې وه:
له
کوره راوتلې ده سرتوره لېونۍ
په
زوررانه زړه غواړي ده سرزوره لېونۍ
جانان
زمري وويل:که دويمه نېم بيته داسې شي ښه به وي:
په
زوره رانه زړه غواړي سرزوره لېونۍ
محمود
خزان بياوويل:سرزوره د مذکرلپاره استعمالېږي،که دويمه نېم بيته داسې شي،ښه به شي:
سرزورى
رانه زړه غواړي په زوره لېونۍ
د
خزان په نظر دې سره به هم دا مذکر مونث شي او بل به رواني هم پيداکړي.
دويم
بيت و:
په
مينه به دې مړشم خو جدا به له تانه شم
وفابه
درسره کوم ترګوره لېونۍ
بيادوياند
لخوا درېيم بيت ولوستل شو:
يوخوب
مې دى ليدلى که رېښتياشي،ډېربه ښه وي
په
سره جوړه کې راشې له خپل کوره لېونۍ
دابيت
په چکچکو د ټولو لخوا بدرګه شو.
څلورم
بيت و:
غريبه
ده زماغوندې سحرماښام يې وينم
وي
لاس کې يې نيولې ډوډۍ سپوره لېونۍ
دابيت
هم وستايل شو.
مقطع
وه:
حسيبه!دعاګانې
ورته کړه چې تانده اوسي
خداى
مه کړه چې ولوېږي له شوره لېونۍ
محمود
خزان وويل:که دويمه مسره داسې شي ښه ده:
خداى
مه کړه چې راولوېږي له شوره لېونۍ
خوسمندرساحل
بياوويل:که داسې شي،سکتګي به پکې پيداشي.
اميرحمزه
وويل:که داسې شي،ښه ده:
الله
مه کړه چې ولوېږي له شوره لېونۍ
د
ده نظر ټولو تاييد کړ.
پرغزل
ترخبرو وروسته فرهاد الله حسېب د غزل شاعر ته بلنه ورکړل شوه،ده له ټولو مننه
وکړه.
بياازاده
مشاعره وشوه چې:جانان زمري،سميع الله تندر،فريدملاتړ،افکارمجرب،توفيق الله
رهي،محمد نواب خوښ،غرفان الله،جلال الدين غريبدوست،فرهاد الله حسېب،سعدالله
فطرت،سمندرساحل،اميرحمزه بهارشينواري،محمود خزان او صيام الدين پسرلي پکې خپل
شعرونه واورول.
ترمشاعرې
وروسته صيام الدين پسرلى د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
پسرلي
وويل:داغونډه د نورو غونډو په پرتله ځکه ښه نه وه چې ملګري پکې کم وو.
د
غونډې په وروستۍ برخه کې پريکړه وشوه چې راتلونکې اونۍ ته به سمندرساحل خپل غزل
کره کتنې ته وړاندې اومحمود خزان به د ادبي درس برخې ته تيارى ونيسي.
غونډه
غرمه مهال پاى ته ورسېده.
د
يادونې وړده چې د دې غونډې د برخوالو شمېر په دې تريوې کچې کم و چې د خوځښت د مشر
ارشادرغاند په ګډون يوشمېر نورخوځښتوال په پلازمېنه کابل کې ول او هغلته هم د لږ
وخت لپاره د افغان ادبي بهير غونډې ته ورعلي ول.
دوى
هغلته بهيروال وهڅول چې جلال اباد ته د راتګ پرمهال ترپخوا په ډېره کچه د خوځښت
غونډو کې برخه واخلي چې د بهيروالو له لوري په دې برخه کې ډاډ ورکړل شو.