
جلالکوټ ادبي خوځښت خپله څلورمه اونيزه غونډه د ١٣٨٩لمريز کال د لړم پر١٤مه د جمعې سهار پرنهو بجو په جلال اباد کې د بي بي حوا لېسې شاته د ننګرهار ټولنيز مرکز ميديوتيک په انګړ کې وکړه.
وياندي يې زيارصميم کوله،مشر ګل ملاهمکار،مشران مېلمانه له کابله راغلي مطيع الله صالح او فريدون خوځون وو.
غونډه د وړوکي انورالله همکار لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه،د تېرې غونډې ګذارش جلال الدين غريبدوست ولوست.
عطامحمد هيله من يې په اړه وويل:زه يې ستايم،د پخوا په پرتله يې ښکلى ګذارش و.
ګلا ملا همکار هم وستايه.
ورپسې عطامحمد هيله من ادبي درس ته وبلل شو.
هيله من په شعر کې د تشبيه په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل.
بيا له ژمنې سره سم هارون ناصري د (مات خيالونه)ترسرليک لاندې ادبي نثر کره کتنې ته وړاندې کړ.
ارشادرغاند په لنډ ډول د ادبي ټوټو پر ځانګړنو د خبرو ترڅنګ د ناصري دا هڅه وستايله او ويې ويل:د خيالونوماتيدل رېښتياهم دغومره زيان او نهيلي لري لکه ناصري چې خپله ليکنه کې ويلي.
رغاند د دې ادبي ټوټه ژبه په ځينو برخو کې عام نثر ته ورته وبلله او ويې ويل پردې سربېره يې په ژبه کې بديعي صنايع چې ادبي ټوټې ښکلې وي،پوره نه دي کارولي.
هيله من وويل:سرليک که يې (لوټ خيالونه)شي،ښه به وي ځکه چې خيال د ماتيدو شى نه دى.
هيله من زياته کړه:ليکنه کې يوازې ليکوال خبرې کوي،مخاطب يې ګونګ دى خو دى ورته خپلې خبرې کوي.
د ده په نظر که مخاطب څرګند کړاى شوى واى،ښه به وه.
ګل ملا همکار بياوويل:د ادبي ټوټې دعوه به پرې نه کوو،عام نثردى،خو نېمګړتياپکې نشته.
ارشادرغاند بياوويل:عام نثر يې په ټوله کې ځکه نه شو ګڼلاى چې دادبي ټوټې ځانګړنې هم لري،دعام نثر په شان چوکاټي نه دى خو بياهم د ادبي ټوټې اصول پکې ټول عملي شوي نه برېښي.
فريدون خوځون وويل:په سرکې هېڅ تلوسه نشته او کومې خبرې يې چې وروسته کړي،له لومړنيو جملو سره تړاو نه لري.
انورالحق يرغل وويل:د ليکنې په آخره کې وايي:آخ!چې خيالونه مې مات نه واى!
د ده په نظر که دا داسې شي،ښه ب وي:کاش!چې خيالونه مې مات نه واى!
خو رغاند وويل:ماته د کاش کليمه دومره خوندوره نه ښکاري لکه(آخ)!
رغاند زياته کړه: دې لپاره چې دا ادبي ټوټه خواشينونکې ده نو زما په نظر د(کاش)په پرتله د (آخ)کارول پکې ډېرمناسب دى.
رغاند همدا شان وويل چې (کاشکې)يوه داسې نېمه خواشينونکى حالت پورې اړه لري چې له سړي څخه يوه تېروتنه شوې وي او په راتلونکي کې يې د جبران کوښښ کوي،خو (آخ)هغه ډېر خواشينونکى حالت پورې اړوند دى چې بېخي اوج ته رسېدلى وي او د هيلې کوم څرک سړي ته نه وي پاتې.
خالد سنګر،عطامحمد هيله من او د غونډې ځينو نورو برخوالو هم د دغه نظر تاييد وکړ.
وروسته هارون ناصري پرخپلې ادبي ټوټې د شوو خبرو ځوابولو ته وبلل شو.
ده له ټولو هغو چې پر ليکنې يې غږيدلي وو،مننه وکړه.
بيا ازاده مشاعره پيل شوه چې سباوون سعادت،خالدتکل،پروېز بهسودوال،جلال الدين غريبدوست،حسين احمد،سدجاويد،عصمت الله شينواري،فرهادالله حسېب،انورالحق يرغل،هارون ناصري،انورالله همکار،توفيق الله ،جاويد اظهار،هيواد اميني،خالدسنګر،مطيع الله صالح،فريدون خوځون،زيارصميم او ارشادرغاند پکې خپل شعرونه واورول.
تر مشاعرې وروسته له کابله راغلي شاعر او ژونالېست فريدون خوځون ته د خبرو وخت ورکړل شو.
ده د جلالکوټ ادبي خوځښت پرجوړيدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د دې خوځښت له ملګرو مننه وکړه چې په ننګرهار کې د منظمو ادبي ناستو تشه يې ډکه کړه.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې بله غونډه کې به خالد سنګر د لنډې کيسې په اړه ادبي درس وړاندې کوي او دغه راز مطيع الله صالح چې له کابله به غونډې ته راځي،پرغزل يې کره کتنه کېږي.
غونډه غرمه مهال پاى ته ورسېده.