پاکستان د ښاغلي غني ارزښت او فشار درک کړی

 
ښاغلی غني د خپلې واکمنۍ په دوره کې په لومړیو کې پاکستان ته سفر وکړ. ښاغلي غني پاکستان د دښمنۍ پرځای دوستۍ ته وهڅاوه، تر څو په هیواد کې مو روانه جګړه پای ته ورسېږي. او یوه ارامه فضا رامنځته شي، خو پاکستان بیا هم د تېر په څېر له ښاغلی غني سره هم د ولسمشر کرزي په څېر دوه رنګي وکړه، د همکاریو ژمنې یې وکړې، خو عملي یې نه کړې، مګر دا ځل توپیر دا وو چې ولسمشر غني د ښاغلي کرزي په څېر په څېر تر پایه پر پاکستان باور او تکیه ونه کړه او نه هم ورته خوشبین و، خپلې اړیکې یې ورسره پرې او سړې کړې.

پاکستان چې کله ښاغلی غني له حامد کرزي متفاوت وموند او پوه شو چې په دروغو او ژمنو نه تېروځي، نو له دې وېرې چې د دوی چل، نیرنګ او دوه رنګي نړۍ ته رسوا نه کړي، نو ننواتې یې پیل کړې، څو لوړپوړي پلاوي یې را واستول او له ولسمشر غني یې پاکستان ته د رسمي سفر غوښتنه وکړه، مګر ښاغلي غني دا هر څه رد کړل. دا ځل چې د پاکستان د دعوت بڼه بدله وه او ټول تمرکز یې پر دې وو چې د ولسمشر غني اقتصاد محوره فکر او سیمه ییز اتصال لیدلوري هرکلی کوي او په دې اړه د لا ډېر بحث لپاره اړتیا ده او ځکه نو له ولسمشر غني هیله کوي چې پاکستان ته ورشي، نو ولسمشر د دوی بلنه ومنله او ممکن په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.

ښاغلی غني پاکستان ته په داسې وخت کې سفر کوي چې د افغان سولې لپاره هڅې زیاتې شوي دي. او که چېرته پاکستان له افغان حکومت سره د سولې په روانه پروسه کې صادقانه همکاري وکړي، نو پایله به یې ځکه ښه وي، چې وسله وال طالبان د پاکستان تر مستقیم اغېز، نفوذ او قوماندې لاندې دي.

پاکستان د ښاغلي غني ارزښت درک کړی او نوموړي چې په خپلو طرحو او برنامو سره پاکستان ته کوم فشار ورکړی دی، دوی یې درک کوي. پاکستان چې به په خپلو بې کیفیته توکو نازېده او په افغانانو به یې پلورل. افغان ولس هم مجبور ووچې د پاکستان هغه بې کیفیته توکو څخه ګټه واخلي ځکه چې دوی بله کومه چاره نه درلوده. پخوا به چې د تورخم لاره بنده شوه په هیواد کې به مو د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، هغه وخت افغانستان یوازې له پاکستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه وه او له کوم بل هیواد سره یې خپله سوداګریزه نه وه پرانیستې. خو ښاغلي غني بیا له پاکستان سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې اړیکې پرې کړې. او د پاکستان پر ځای یې له هندوستان، منځنۍ اسیا او له نورو اروپايي هیوادونو سره زمیني او هوايي سوداګريزې لارې پرانیستلې. چې له دې کار سره یې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ کړ.

دا ځل له یوې خوا پاکستان د ښاغلي غني لید او فکر تر پخوا دقیق درک کړی او له بل لوري په دې هم ښه پوهېږي چې هغه د زور او فشار له لارې تسلیمېدونکی نه دی او تر ټولو مهمه لا دا چې پاکستان په سخت وضعیت کې قرار لري، نو له همدې امله ممکن پاکستان دا ځل له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.