پنځه لاندې کارونه وکړئ، نو په روژه کې به له تندې خلاص شئ
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
روژه د اسلام سپيڅلي دين درېيمه بنا ده او په کال کې يوه مياشت کې د رمضان په مبارکه مياشت کې واقع کيږي. روژه د رمضان المبارک د مياشتې له لومړۍ نېټې پيل او تر وروستۍ نېټې يې وي، چې پوره يوه مياشت کيږي. دا چې رمضان د سپوږميز کال پر بنسټ ده، نو له يو کال څخه بل کال ته د لسو ورځو په توپيرمخ ته راځي.
مطلب دا چې د رمضان مبارکه مياشت د پسرلي، اوړي، مني او ژمي په موسمونو کې راځي. ځيني وخت د هوا د ګرمۍ له امله په روژه کې تندې احساس زيات وي او بيا ځيني په کې د لوږې. که څه هم روانه روژه په افغانستان کې د پسرلي په موسوم کې راغلې ده او ګرمي په کې زياته نه ده، خو بيا هم ځينې هغه هغه خواړه درته په ګوته کوو، چې که وخوړل شي، نو له تندې به خلاص وی.
۱- اوبه: په روژه ماتي او پېشماني د اوبو څښل تر ټولو ښه څښاک دی. اوبه يوازينۍ ماده ده چې په رېښتنې مانا سره د وجود د اړتيا وړ اوبه پوره کولی شي او په خپل جوړښت کې خواږه نه لري. له روژه ماتي پيل بيا تر پېشماني پوري په کم - کم مقدار د اوبو څښل سبب کيږي، چې د ورځې په جريان کې به تږي نه شي. په لنډه ويل شو، چې لږ تر لږه د شپې له خوا اته ګلاسه اوبه وڅښئ.
۲- ترېخه خواړه: په روژه ماتي او په ځانګړي ډول په پېشماني کې د ترېخو خواړو لکه مرچو، چکنۍ، اچارو او نورو څخه ډډه وکړي. ياد خوراکونه د وجود اوبه جذب کوي چې په پايله کې تنده ډېروي.
۳- مالګين خواړه: مالګه په طعبيي ډول د وجود اوبه جذبوي. په مستقيم ډول په خواړه مالګه او يا هم په خواړو کې د مالکې زيات ګډوال د تندې لامل کيږي. په سلاد او نورو خواړو کې بايد مالګه کمه ورکول شي، ترڅو د ورځې په ترڅ کې له تندې سره مخ نه شي.
۴- ميوه او سبزي: ميوه او سبزۍ په طعبيي ډول اوبه او فايبري مواد لري. که چېرې په روژه ماتي او پېشماني کې مېوې او سبزۍ وخوړل شي، نو د ورځې په ترڅ کې به تږي نه شي.
۵- کمې اوبه وڅښئ: کمې اوبه وڅښئ مطلب دا چې هڅه مه کوي په يو ځل څو ګيلاسه اوبه وڅښئ او معده مو پرې ډکه کړئ. په يو ځل ډېرې اوبه څښل هم د روغتيا له بنسټه بد اغېز کوي او معده ډکوي او همدا اشتها سوزوي او خوراک بيا نه کيږي.
وروستي